تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
څو لسیزي وړاندي
  تعلیم السلام ویب پاڼه
  July 10, 2024
  0

لیکنه: حشمت الله مجددي/ تعلیم السلام ویب پاڼه


څو لسیزي وړاندي 

 

ژوند تر اوسني حالت یو په درې له خندا او خوشالۍ ډک وو. باور مو اوسه او دا حالت هغه څوک ښه درک کولای سي چي دوې لسیزي مخکي د ژوند په حالاتو ښه پوهېدئ. کومي خنداوي او خوشالۍ چي هغه وخت وې اوس یوازي او یوازي موږ ته د تمثیل په شکل وړاندي کیږي. اوس چي کله یو بل ته مخامخ کیږو، خاندو خو په رښتیا یو ډرامه و تمثیل کوو. په زړه مو یو الله پاک خبر دی چي څوندي غمونه مو ترشا پراته دي. 


کله چي موږ په پردي وطن کي د مهاجرت شپې سبا کولې، د اوس وخت نه پیسې، نه موټر، نه خپل کور، موبایل خو هغه وخت یو چا درلودئ هغه هم ساده نوکیاوي وې، نه اسراحت او نه هم د اوس وخت کبابونه او ډوډۍ وې. که درته ووایم په میاشتو میاشتو مو جېبونه تش وه. د دې هرڅه سربېره بیا هم خپلوي، مینه و شفقت، خوشالي او د هغه وخت ساعتیری بیا بیخي خوند کاوه. د خپلوانو او ملګرو په لیدو مړېدل نه وه. د بل خوشالي به د هر یوه خوشالي او د بل غم به د ټولي کلي غم وه. ګردو به برخه په کښي اخیسته او یو بل ته بې د همکارۍ لاسونه ورکول. 


یو وخت یو چا د فېسبوک پر ټولنیزي رسنۍ یو ویډیو خپره کړې وه، چي یو خواته د واده ورا روانه وي او هغه بلي خوا ته یې د یوه انسان جنازه خلګو پر اوږو اخیستې وي! د نننۍ وخت انسانان د زمان د تغیر سره پخواني رنګه خلګ نه دي پاته. نه د چا غم ته ګوري او نه یې هم پروا ساتي. پخوا که د چا جامې زړې وې خو یو فکر ورسره وه اوس چي د چا جامې نوي وي، ښه موبایل ورسره وي، موټر او پیسې ورسره وي، ګرده وایي؛ پلانکی ښه په ژبه پوه سړی دئ. 


په نن عصر کي خلګ تر پخوا ډېر هوسا دي. په لسو کورونو کي یې اته کوره موټر لري، ښه مستریح ژوند لري، چي پوښتنه ځیني وکړې دوه و درې ځایه بې کاروبار روان وي. په صرافۍ او بانګ کي به نغدي پیسې هم لري خو بیا چي د ژوند پوښتنه ورڅخه وکړې، زړه به یې د توري وینو ډک وي. د ټوله ملګرو او خپلوانو به ګیله مند يي. د ژونده به خواتوری وي خو دا هغه پټ راز دئ چي دی یې بل چاته نسي بیانولای. تنها دی په پوهیږي او بل څوک د ژوند تر ساعته په پوهوي هم نه.


نن سبا حقیقي خوشالي د نړۍ په یوه کونج کي نسته. تاسو پوهیږئ چي غربیان ولي ځانوژنه کوي؟ د ځانوژني علت یې تر اوسه تاسو پیدا کړی دئ؟ د مستریح ژوند د ټولو اسانتیاو برخمن دي. په کال کي نورو ملکونو ته په تفریح او سیاحت وځي د خپلو بچیانو سره چکر وهي خو بیا هم د ځانوژني ډیري پيښي لري.   


طبعي خبره ده چي په تېر وخت کي خوشالي وه. خلګ ولي پخواني ځایونه خوښوي، ځکه تېر وخت د تاریخ یوه برخه ګرځي او خاطرات یې بیا نه تکراریږي. مثال؛ کله چي موږ د پخواني خلګو سره مجلس کي ناست یو، حتمن د تېر وخت کیسې کوي او موږ یې هم په خوند ځیني اورو. که چیري یو ځای د ۱۰۰ کالو تاریخي ځای وګورو، په لیدو یې یو رنګه سکون رابخښي. سترګو ته مو د پخوا خاطرات او ښه وختونه دریږي. مادیاتو دوني په غېږه کي اخیستي یو چي نه خپل پېژنو، نه ملګري، نه خوشالي کوو او نه هم په غمونو کي چاته په اخلاص زړه ورځو. بدو رواجونو له ژونده داسي خواتوري کړي یو چي نه د چا خوشالي، نه د چا نوي کالي، نه د چا نوی موټر، نه د چا شایسته کور او نه د چا ډیري پیسې خوند راکوي. ژوند دغسي شیانو بدخونده کړی دئ. په زیاترو کورونو کي ځوانانو ته پېغورونه ورکول کیږي، ورته وايي؛ ته د پلانکي و بیستانکي کور ته ورسه، ژوند یې ډېر برابر کړی، موټر لري دا و هغه لري. موږ وګوره! دغسي خبرو زموږ څخه د ژوند هر رنګه خوښۍ اخیستي.
 پخوا دا کیسې نه وې، په سلو کورونو کي به یو خان وو هغه به هم په یوه اتفاق ګرده پر راټول ول. د خلګو هري ستونزي ته به ولاړ وو. اوس خو هر یو ځانته دئ، په کورونو کي لا ورونه د ودونو وروسته د خواهشاتو او رواجونو پر بنیاد سره جلا سي. ورور د ورور سره نه چلیږي نو د همسایه سره به څرنګه ګوزاره وکړي. د کاکا زامن خو بیخي ښکاره دښمنان دي.

 
یو وخت د خپلوانو پوري بحث یاد سو، زما د څنګ ملګري په افتخار سره وویل؛ ول په دا څلور کاله نه کاکا او نه هم د عمه ګانو کورونو ته ورغلی یم. دا موږ ټولو ته د تعجب وړ خبره ده چي څوني کینه، حسد او بدۍ سره لرو. ډېره مادیات پرستي مو اخیر دغه ځای ته دروي، د ژوند خوشاله کړۍ ورځ تر بلي راباندي تنګوي. پر یو بل مو بدنیته کوي او زموږ په منځ کي تر سختي عقدې بل شی نه زېږوي. 

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته