تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مور او پلار نافرماني کبيره ګناه ده
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 14, 2024
  0

 لیکنه: انجینر محمد اسلم اسلم/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


 
د مور او پلار نافرماني کبيره ګناه ده


له حضرت عبد الله بن عمرو رضی الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : لوی لوی ګناهونه دا دي:


۱ : له الله تعالی جل جلاله سره شرک کول.


۲ :  د مور او پلار نافرماني کول.


۳ :  د کوم نفس وژنه، چي وژل يې شرعاً قاتل ته حلال نه وي.


۴ :  په درواغو قسم خوړل (مشکوة المصابيح، ص : ۱۷، رواه البخاري). 


د کبيره ګناهونو فهرست ډير اوږد دئ، په همدغه حديث کي د هغو ګناهونو ذکر شوی کوم چي ډير لوی دي، په دې کي له شرک وروسته عقوق الوالدينو ذکر شوی، د عقوق په لفظ کي ډير عموم دی، مور او پلار ته تکليف رسول، په قول يا فعل سره ورته ضرر رسول، نافرماني ئې کول، د اړتيا په وخت کي په هغو مصرف نه کول دا ټول په عقوق کي داخل دي.


ځينو علماوو د عاق تشريح داسي کړې، چي د عاق لفظ درې حروف لري، يو عين، بل الف او دريم قاف، د عين معنی ده د مور او پلار غيبت کول، د الف معنی ده؛ د مور او پلار اهانت کول او د قاف معنی ده مور او پلار ته په قهر کېدل، هر څوک چي دا درې کارونه وکړي هغه په عاق کي داخل دئ.


د الله تعالی جل جلاله په نزد چي کوم محبوب ترين اعمال دي په هغو کي په خپل وخت له لمانځه کولو وروسته له مور او پلار سره د غوره چلند کولو درجه ښودل شوې، بالکل په همدې ډول د سترو سترو کبيره ګناهونو په فهرست کي له شرک وروسته د مور او پلار ازارول او د هغو نافرماني کول شماره شوي (حقوق الوالدين، ص : ۳۷). 

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته