مسجدونو ته ډېر تلل او د یوه لمانځه وروسته د بل لمانځه انتظار کول
عبدالرحیم راشد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
عَنْ اَبِیْ هَرَیْرَةَ قَالَ: رَسُوْلُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: " أَلاَ أَدُلُّكُمْ عَلَى مَا يَمْحُو اللَّهُ بِهِ الْخَطَايَا وَيَرْفَعُ بِهِ الدَّرَجَاتِ ». قَالُوا بَلَى يَا رَسُولَ اللهِ. قَالَ « إِسْبَاغُ الْوُضُوءِ عَلَى الْمَكَارِهِ وَكَثْرَةُ الْخُطَا إِلَى الْمَسَاجِدِ وَانْتِظَارُ الصَّلاَةِ بَعْدَ الصَّلاَةِ فَذَلِكُمُ الرِّبَاطُ "
(سنن نسائي،ج۱،ص۸۹،رقم۱۴۳،مسند احمد وصحیح ابن حبان)
ژباړه: دابوهریره څخه روایت دی، چي نبي کریم(صلی الله عليه وسلم) وفرمایل:(ای صحابه کرامو)داسي شی در ونه ښایم، چي الله (جل جلاله) په هغه سره ګناهونه بخښي او درجې ورباندي لوړوي؟ صحابه کرامو وویل:هو، راویې ښیاست ای د الله رسوله (صلی الله عليه وسلم)! رسول الله (صلی الله عليه وسلم) وفرمایل: په سختو ورځو کي ښه اودس کول ، مسجد ته ډېر قدمونه اخیستل او د یوه لمانځه وروسته د بل لمانځه انتظار کول دا ستاسو لپاره رباط دی دا جمله یې درې ځلي تکرار کړه.
رباط: د اسلامي سرحد ساتني ته ویل کیږي.
ماخذ : دګناهونودبخښني۴۰ اسباب
www.taleemulislam.net