ځانونه د تکبر څخه وساتئ!
لیکنه : مولوی نورالحق مظهری /تعلیم الاسلام ویب پاڼه
قال رسول الله صلی الله علیه وسلم: إياكم والكبر فإن إبليس إنما منعه الكبر أن يسجد لآدم.[الترغیب والترهیب]
ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:ځانونه د تکبر څخه وساتئ ځکه تکبر وو چي شیطان یې آدم علیه السلام ته د سجدې کولو څخه منع کړ.
هر مسلمان باید ځان د تکبر څخه وساتي ځکه چي تکبر یې د شیطان په عاقبت باندي ګرفتاره کوي لکه شیطان چي یې د الله پاک د اطاعت څخه را وګرځوی انسان هم د الله پاک د اطاعت څخه را ګرځوي، نه تنها داچي د نیک کار څخه یې را ګرځوي بلکي د بدکار پر کولو باندي یې باعث کوي؛ پدې خاطر دی چي په بل حدیث کي راځي: د کوم انسان په زړه کي چي یوه ذره تکبر وي هغه به وجنت ته داخل نسي.
ماخذ : اسلامي مقالې
www.taleemulislam.net