تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نيوكې او اعتراض سره چلن
 
  December 19, 2015
  0
ليکنه: دکتور عائض القرني/ ژباړن: دکتور شفيق الله امين

رالېږونکی: شعیب بریالی

په دې كې شك نشته چې انسان د خپل ژوند په اوږدو كې د خوښو او ناخوښو دريځونو، موافقو او مخالفو خلكو سره مخامخ كيږي، نيوكه د موخو او دواقعو د اختلاف له امله مختلفې بڼې لري چې د ملګرې، دښمن، نيژدې او لري وګړو څخه صادرېږې.

انسان ته پكار ده چې خپل ځان په زغم، لويه سينه، صبر او په وړو خبرو غصه نه كولو روږدي كړي، او چې كله په غصه كيږي نوپكار ده چي خپل ځان په قابو كې وساتې، كه داسې ونه كړي د بل نه به مخكې ځان ته زيان ورسوې، د خلكو په زړونو كې به د ځان سره كركه پيداكړي، او د نورو د فكر د ازادۍ د مخنيوې له امله به لوي ټولنيز زيان رامنځ ته كړي.

نيوكه دوه ډوله ده :

 

لومړي:- تعميرې نيوكه:

 

هغه ده چې شخصې سپكاوی او تجريح پكې نه وي، د كار په نيمګړو اړخونو مركوزه وي د مبالغې څخه لري وي، او د نيمګړتياو د لري كولو څرګندونه، او د ښو اړخونو ستاينه پكې شوي وي.

 

د تعميري يا رغاوي نيوكې په وړاندې دريځ:

 


۱- د تعميري نيوكې لپاره مناسبه فضا برابرول او تشويقول.
۲- په دې ډول نيوكې باندي خوشحالې او ورته هركلې ويل، او لټون يې كول، (رحم الله من هدي لناعيوبنا ) پرهغه چا باندي دې الله رحم وكړي چې مونږ ته زمونږ نيمګړتياوي راپه ګوته كوي.
۳- ښه غور پكې كول پرته لدې چې د چا لخوا شوي ده.
۴- هغه نيمګړتياوې چې ناقد ورته اشاره كړي وي د لري كولو كوښښ كول اود غلطيو سمون.
 

 

دوهم:- مغرضانه اوويجاړونكې نيوكه :

 


هغه ده چې په كار كې دنيمګړتياو د نښه كولو پواسطه غواړي ټول كار له منځه يوسې، خنډان ورته پيداكړي او د وګړو سپكاوې او تجريح وكړي، د كار د ښه كولو او يا د ښو اړخونو د ستاينې هيڅ پروا نلرې .
د ناروا نيوكې په وړاندې دريځ:

۱- د ناروانيوكې د لاملونو د معلومولو كوښښ كول، لكه كينه، ځان ځانې، د كار څخه ويره، غچ اخيستل او داسې نور.
۲- كه امكان لري ددې لاملونو له منځه وړلو كوښښ وشې.
۳- د نيوكې د موخو پيژندل او ور سره د احسان چلن كول.
۴- د نيوكې په ردولو ځان نه مشغولول، يواځې خپله لار خپل اصول او د خپل حيثيت ساتلو لپاره اړين ګام اخيستل.
۵- په غچ اخيستلو د ځان له مصروفولو څخه ډډه كول.
۶- د نيوكې څخه د كار په سمون كې ګټه اخيستل او نيمګړتياوي لري كول.
۷- د هرمصيبت او نيوكې له امله د تكليف اجر د الله تعالي نه غوښتل.

انسان بايد تل د الله تعالي دا قول په ياد ولري چې وائې (فَأَمَّا الزَّبَدُ فَيَذْهَبُ جُفَاءً وَأَمَّا مَا يَنْفَعُ النَّاسَ فَيَمْكُثُ فِي الْأَرْضِ...) سورة الرعد ، ۱۷ اّيت.
 
ځګ او ناروا ختميږې اوهغه څه چې خلكو ته ګټه رسوې په ځمكه تل پاتي وي هغه څه چې د الله لپاره وي تل ترتله وي او هغه چې د نورو لپاره وي تلوونكې او پناه كيدونكې دي.
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته