تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مور او پلار احترام پر هر مسلمان فرض دئ
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 24, 2024
  0

لیکنه: انجینر محمد اسلم اسلم/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د مور او پلار احترام او خوشاله ساتل پر هر مسلمان فرض دي


هغه کسان چي د دې هستي په قدر نه پوهيږي یعني د مور او پلار قدر او احترام نه کوي الله جل جلاله  دي ورته هدایت وکړي. که هدایت وړ نه وي الله جل جلاله  د خپل جزاء ورکړي.


که له چانه مور او پلار ناراضه وي له هغه الله جل جلاله ناراضه کيږي، چي له یو چانه الله جل جلاله  ناراضه شي، نو د هغه دنیا او اخیرت خرابیږي. الله جل جلاله دې موږ له داسي حالت څخه وساتي.


یوه ‌‌‌‌‌‌ډله بدمرغه او جاهل کسان شته چي ما په خپلو سترګو لیدلي دي او د بعضو مې کیسې اورېدلي دي، چي خپل مور او پلار ته احترام څه چي ورته وایي ته ته څوک یې؟ بې سواده. ما خو پوهنتون ویلی تحصیل مو کړی ته ما ته خبري کوې. 


نو ګرانو خوږو دوستانو زموږ د پرمختګ او د خوشالۍ راز زموږ پلار او مور دي باید په هر حالت کي یې له یاده ونه باسو، همېش یې په یاد ولرو.
هر هغه څه چي زموږ په خوږه اسلام کي د بشریت لپاره راغلي دي، زموږ او ستاسو د خوشالۍ او کامیابۍ سبب ګرځي. نو دوستانو هڅه وکړئ چي اسلامي ژوند غوره کړئ.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته