لیکنه: نعمت الله شاکر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
خجالت د کيفيت او ماحول په اساس څو ډوله دئ؟
ځيني وخت له انسانه داسي کار وسي، چي په هغه کار خجل سي، که څه هم څوک د هغه په کړنه باندي ناخبره وي، دا د قوي ايمان نښه ده؛
ځيني وخت د نورو په مخکي له انسان څخه داسي کار وسي، چي د کوونکي د خجالت سبب سي، که څه هم هغه کار په يوازيوالی کي د خجالت باعث نه وي؛
ځيني وخت يو څوک د بل چا په کار خجل سي، چي د خجالت سبب ئې هغه قوي اړيکي يا هم د هغه شخص تعريف وي، چي ده نورو خلکو ته کړی وي؛
ځيني وخت يو څوک د بل چا لخوا خجل سي.
د خجالت هر ډول جلا کيفيت لري او خجالتونه د دوام په اعتبار هم مختلف ډولونه لري، ځيني خجالتونه ممکن تر څو ورځو پوري اثرات ولري او د ځيني خجالتونو اثر ممکن تر ډيره وخته دوام وکړي.
ځيني خجالتونه د شخص په اساس هم توپير لري، يعني ديوه شخص کوچنی عمل ممکن د بل چا تر لوی عمل زيات او مؤثر خجالت واقع کړي.
نوټ: د چا کوچنۍ اشتباه غټه ګڼل او غټه اشتباه کوچنۍ ګڼل ستاسو شخصيت او اړيکي اغيزمنوي.
www.taleemulislam.net