استاد عبدالغفار جبیر صاحب چي د څو کلونو راهیسي د تعلیم الاسلام ادارې سره په لاندي موضوعاتو علمي همکاري کوي:
دا چي نوموړی د چارواکو د خوا د حج څخه د راستنیدو پر مهال د استقبال پر ځای توقیف او بندي سوی او د خپلي سپین سري مور څخه جلا سوی دی الله تعالی دي نوموړی علمي شخصیت د هر ډول مشکل څخه وساتي،
موږ يې په خبر ډیر خواشیني یو، هیله ده چي مسؤلین يې بیرته په احترام سره خوشي کړي.
محترم استاد جبیر صاحب د نړۍ په ادیانو کي ځانګړې پوهه لري او دده په لاس ډيرو غیرو مسلمانانو اسلام قبول کړی دی او نوموړی په درسته نړۍ کي د خپل علمي خدمت په وجه خواخوږي لري.
جبیر صاحب ډیر موده مخکي ویلي وه چي زه ځکه په یوه خوندي ساحه کي اوسیږم چي ما ته عیسیانو ډیر تهدیدونه راکړي دي.
د جبیر صاحب لیکني:
www.taleemulislam.net/lekwalan.php?id=4
د جبیر صاحب کتابونه:
نبي کریم ﷺ د غیرمسلمانانو په آند
پښتو لیک لوست
زما مناظره د عیسايي راهب سره
بایبل پیژندنه
ما ولي اسلام قبول کړ؟
قران او نوي ساینسي څیړني
سوال او جواب (ساینسي لیکني)
ستاسو د دعاګانو په هیله