تازه سرليکونه
د (ماشوم روزنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د اولاد د تربیې شل ضروري لارښووني
  تعلیم الاسلام
  April 2, 2019
  0
راغونډونه: د تعلیم الاسلام همکاران 2015-09-07
 
۱ . د کوچني د شیدو له پاره باید وخت مقرر وي تر څو صحت ئې برابر سي . 
 
۲ . د کوچني نظافت او صفايي به په زیات اهتمام کوي .
 
۳. کوچني ته تر اندازي زیات سینګار او ښایست مه ورکوئ که هلک وي وریښتان ئي مه ور غټوئ ، که انجلۍ وي تر څو چي د ستر او پردې لایقه نه وي زېور مه په پوري کوئ ، یو خو ئې د ځان خطره وي او بل ئې د کوچنیوالي څخه په زړه کي د زیوراتو شوق پيدا کېږي. 
 
۴. د کوچنیانو په لاس سره غریبانو ته ډوډۍ ،  کالي ، پیسې ، د خوړلو او څښلو شیان ور کوئ چي د سخا عادت يکښي پیداسي ځکه چي بخل یو ډېر بد او خبیث عمل دئ تر څو دغه عادت په دغه کوچني کي پیدا نه سي .
 
۵ . که هلک وي  نو د سپینو جامو رغبت د ده په زړه کي پيدا کړئ . 
 
۶ . د دوی ټولي غوښتني مه ور پوره کوئ په دې سره ئې عادت خرابيږي . 
 
۷ . د په زوره خبرو او نارو ‎څخه ئې منع کوئ خصوصاً که ښځه وي . 
 
۸ . ددې شیانو څخه ئې همېشه په نفرت کوئ لکه قهر ، غضب کول ، درواغ ویل ، حرص کول ، غلا کول ، چغلي کول ، خپله خبره اړول ، د ځانه خبرو جوړول ، بې فائدې ډیرې خبرې کول ، دوکه ورکول او په ښه او بدو خبرو کي فکر نه کول له دغو شیانو څخه به یې منع کوئ.
 
۹ . که یو شي مات کړي یا یو څوک ووهي مناسبه زجر ور کول ښه کار دئ ، ځکه چي پر داسي اعمالو سربېره و کوچني ته ناز ور کول کوچنی د همېشه له پاره خرابوي . 
 
۱۰ . چي عمر ئې اووه کاله سي د لمانځه عادت ورکړئ او لمونځ به مو د مخه لا ور زده کړی وي . 
 
 
۱۱ . چي د مدرسې د تلو سي اول قرآن مجید په زده کړئ .
 
۱۲ . څومره چي کېداي سي د دینداره او صالح استاذ څخه به سبق په وایاست چي عقیده ئې سمه سي ، یعني هغه مسائل چي د یوه مسلمان له پاره لازم دي زده کړي لکه د حق تعالی جل جلاله، رسول الله صلی الله علیه وسلم او ملائکو پېژندل، د لمانځه ، اوداسه او داسي نورو دیني شعایرو .... که خدای مه کړه عقیده ئې وروسته خرابه سوه ټول وبال ئې پر مور او پلار دئ . لهذا په د غه امورو کي به هیڅ سستي نه کوئ او نرمي به هم نه ورسره کوئ . 
 
۱۳ . اولاد ته ضرور یو داسي هنر او کمال ور زده کړئ چي د ضرورت او نفقې له پاره په دغه هنر سره پیسي پيدا کړي خپله ګذاره او د خپل اولاد ګذاره په وکړي .
 
۱۴ . کوچنیان عادت کړئ چي په خپل لاس سره کار وکړي چي سستي او ټنبلي ئې عادت نه سي او د کور کارونه وکړي . 
 
۱۵ . نجونو ته ووایاست  کوم کارونه چي د پخلي ، ډوډۍ پخول ، ګنډل ، د جامو جوړول چي په کور کي کیږي په هغه کي فکر ووهي او زده ئې کړي .
 
۱۶ . چي یو کوچنی ښه کار وکړي شاباس ورته ووایاست بلکي یو څه انعام  هم ورکړئ او که یو بد کار وکړي لومړی ئې په پټه پوه کړه بیا که نه سمېده یو مناسبه زجر ورته ورکړه (بې اندازې زیات او هر وخت وهل ټکول ماشوم ته زیان رسوي).
۱۷ . یو وخت و کوچني ته یو افغانۍ یا دوې ور کوه چي د خپلي خوښي شي په خپله واخلي ، خو کوچنی باید په دې عادت کړئ چي هیڅ شي ستاسو په پټه وانه خلي . 
 
۱۸ . و کوچنیانو ته د خوراک مسنونه طریقه ور زده کول په مجلس کي د مجلس آداب ، ور زده کول لازمي خبره ده او مسنوني دعاوي ور زده کول لکه د آذان دعاء ، کور ته د ننوتلو دعاء او دا ډول ئې باید ټوله دعاوي زده وي چي الله تعالی جل جلاله ئې د پېریانو او نورو مضرو شیانو څخه وساتي .
 
۱۹ . و کوچني ته په مجلس کي د ناستي ولاړي طریقه ور زده کړئ او هم دغه رنګه د مشرانو احترام کول لازي امر دئ ( که هغه ګاونډیان او که د کور مشران وي ) څه نوري مهمي نقطې د کتاب په سر کي د ځوانۍ د حفاظت په مضمون کي ذکر دي . 
 
۲۰ . کوچنی د مخه تر بلوغ په شرعي احکامو نه دئ مکلف. مور او پلار که غیر شرعي عمل په کاوه ګناه ئې د مور او پلار ده ، مثلاً مور کوچني مخ پر قبله د قضاء حاجت له پاره کښیناوه یا کوچني هلک ته ئې د سرو زرو انګشترۍ ور په ګوته کول یا د کوچنۍ نجلۍ ورېښتان ئې د هلک په شان ور جوړول یا د غیر اسلامي لباس ور اغوستل چي هغه د کفارو سره مشابهت ولري ، د دې ټولو اعمالو ګناه ئې د مور او پلار ده . 
 
ماخذ : تحسین النکاح، صفحه : ۱۱۳/ مؤلف: مفتي ګل احمد کندهاري
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته