رالېږونکې: ت. حمیدي/تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د امیرالمومنین حضرت عمر بن خطاب (رضی الله عنه) نصیحتونه
۱: څوک چي ستا په باره کي د الله (جل جلا له) نافرماني وکړي ته هغه ته هغسي سزا نه سې ورکولای پرته له دې چي ته د هغه په اړه د الله (جل جلاله) اطاعت وکړې.
۲: د خپل ورور خبري یو ښه اړخ ته د بیولو پوره کوښښ کوہ...
۳: د مسلمان د ژبي څخه چي کومه خبره وتلې دہ د هغه څخه ښه مطلب اخله د هغه سره د غلط مطلب گمان مه کوه.
۴: کوم سړی چي په خپله داسي کار کوي چي په هغه سرہ نورو ته د بدگمانۍ موقع لاس ته ورسي نو هغه دي پر ځان بدگماني کونکي نه ملامتوي.
۵: څوک چي خپل راز پټ ساتي اختیار به د هغه په لاس کي وي.
۶: له رښتنونو ورونو سرہ د اوسیدو پابندي کوي، د هغوی د نیکي په سیوري کي ژوند تیروی، ځکه چي په پراخۍ او ښو حالاتو کي به هغه ستاسي لپاره د ښایست ذریعه او په مصیبت کي به د حفاظت سامان وي.
۷: تل رښتیا وایه که څه هم په رشتیا وینا سره دي ساه وځي.
۸: په بې فایدې او بې کاره کارونو کي مه مشغولیږه.
۹: کومه خبره چي لا نه ده پیښه سوې د هغه په باره کي پوښتنه مه کوه، ځکه چي کوم څه پیښ سوي دي د هغو ضرورتونو فرصیت له لاڅه وځي.
۱۰: خپل حاجت هغه چاته مه وړاندي کوه چي هغه دا نه غواړي چي ته په دې کي کامیاب سې.
۱۱: د درواغو قسم سپک مه گڼئ که نه تاسي به هلاک سی.
۱۲: له بدکارو سره مه اوسئ که نه تاسو به د هغوی څخه بدکاري زده کړی.
۱۳: د خپل دښمن څخه جلا اوسئ.
۱۴:له خپل دوست سره هم په احتیات کي اوسئ، خو که هغه امانتدار وي نو بیا ددې ضرورت نسته او امانتدار هغه کيدای سي چي د الله (جل جلاله) څخه بیریږي.
۱۵: هدیرې ته چي ولاړ سی نو خشوع اختیار کړئ.
۱۶: کله چي د الله (جل جلاله) د فرمانبرداری کار وکړی نو عاجزي اختیار کړئ.
۱۷: کله چي د الله (جل جلاله) نافرماني وسي نو د الله (جل جلاله) څخه پناه غواړئ.
۱۸: په خپلو ټولو کارونو کي د هغه خلگو سره مشوره کوئ چي د الله (جل جلاله) څخه بیریږي، ځکه چي الله (عزوجل) فرمایي: (إِنَّمَا يَخْشَى اللَّهَ مِنْ عِبَادِهِ الْعُلَمَاءُ) (سورت، فاطر،ایت،۲۸)
ژباړہ: حقيقت دادى چې د الله له بندګانو نه يوازې عالمان له هغه نه وېرېږي.
(اخراجه الخطیب و ابن عساکر و ابن النجار کذا فی الکنز (ج۸، ص۲۳۵).
ماخذ: حیات الصحابه (رضی الله عنهم) ۳ جلد، ص۵۵۴ او ۵۵.
مولف: مولانا محمد یوسف بن الیاس الکاندهلوي رحمه الله
-------------------------------------