په ډیموکراسي کي د تشرېع (قانون جوړنې) مصدر عقل دی نه الهې وحې ، په ډیموکراسۍ کې هر هغه څه ته ښه ویل کېږي، چي عقل يې ښه وګڼي او هغه شي بد دی، چې عقل یې بد وګڼي، چې د همدغو مصالحو په نظر کې نیولو سره قوانین وضع کیږي.
خو د اسلام په مقدس دین کي عقل د قانون مصدر نه دی ځکه شریعت تر عقل فوق دی نو ځکه د الله تعالی شریعت قانون دی، عقل نه معیار دی او نه هم د قانون مصدر دی بلکې د شرعي احکامو د پېژندلو لپاره د عقل څخه کار اخیستل لازمي او ضروري دي او همدا عقل د تکلیف لپاره معیار دی، اسلامي شریعت د انساني عقل د رهبرۍ لپاره راغلی دی ځکه انساني عقل صحیح لارښووني ته اړتیا لري.
عقل د لاندې و جوهاتو له امله په اشیاوو او افعالو د حکم کولو صلاحیت نلري.
۱. عقلونه توپیر لري کیداسي یو عقل یو فعل سم وبولي خو هغه عمل بل عقل خراب وبولي.
۲. عقل کیداسي د انساني خواهشاتو څخه متأثره سي.
۳. عقل د حالاتو او شرايطو او زمانې په بدلون سره بدلون مومي یعني نن به یو کار ښه ګڼي خو سبا به هماغه عمل بد وګڼي.
۴. په اسلام کي پر اشیاوو او افعالو باندي د حلال او حرام حکم الله عزوجل ته ځانګړی دی نه عقل ته.
نظام الحکم في الاسلام