تعليم الاسلام دارالافتاء
د صادرې شميره : (۱۱۹۳)
نوم: جان اغا
د اوسېدو ځاى( کندهار افغانستان )
سوال : زما ملګری دا عادت لري چي خپل نوکان په غاښونو پرېکوي، کوم وخت چي نوکان غټ سي ددې پرځای چي د ناخونګیر څخه کار واخلي د غاښونو استفاده کوي دا مسئله څنګه ده؟
جواب : حامداً و مصلياً
په غاښو د نوکانو پرې کول ناسم او مکروه دي، ځکه چي په طبي لحاظ له دې څخه ناروغي پیدا کیږي. باید ډډه ځني وسي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١):وقطع الظفر بالأسنان مكروه لانه یوجد البرص. الفقه الاسلامی: ج۱، ص۳۰۹. طبع بیروت.
جواب: مولوي سيد عبدالباري
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي عبدالغفار حسيني
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان