ژباړه: محمد عیسیَ / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
زموږ ټولنیز مشکل دا دئ هغه اشخاص چي د دین تعبیر، تفهیم او تطبیق کوونکي وي د هغوی شهرت په یو خاص فن کي وسي او د دغه خاص فن شهرت د هغه د نورو کمالاتو په اظهار کي خنډ سي. د دغو اشخاصو په لړۍ کي امام الائمه سراج الامة امام ابوحنیفه رحمه الله هم شامل دئ. امام صاحب رحمه الله په فقه کي د فوق العاده خدمت تر څنګ په علم کلام، سیاست او عربیت کي د قدر وړ خدمات ترسره کړي دي. خو بد بختانه لکه څنګه چي د خلافت د قیام او ساتني دپاره د امام صاحب رحمه الله سیاسي فعالیت او سیاسي فکر په اړه د یادوني وړ ترکیز نه دئ سوی داغه رقم په علم کلام او عقیده، معرفت او حقیقت بیني کي د امام صاحب رحمه الله نه هېرېدونکي هلي ځلي هم د خلګو په وړاندي په فوق العاده توګه نه دي روښانه سوي. په عام فقهی مسائلو کي چي یو شخصیت د امت هر اړخیزه رهنمائی کړې وي نو هغه به د ایمان او عقیدې په باب ولي چپ پاته سوي وي. چیري چي امام صاحب رحمه الله په خپل لیری لید سره د امت د راتلوونکي فقهي خطراتو د مخنیوی سعی کړې ده هلته ئې د غلط نظریاتو، باطل افکارو او غلطو عقائدو د خپرېدو مخنیوی هم کړي دي. په داغه خاطر خو امام صاحب رحمه الله علم کلام او علم عقیدې ته پوره توجو کړې وه، د دغه په واسطه ئې د باطلو ډلو بیخ کني کړې ده. د هغوي د وسوسو حقیقت ئې واضحه کړي. د هغوي سره د مسلسل بحث په نتیجه کي د هغوي زور او شور ئې د منځه ور یوړي. امام صاحب رحمه الله په دې فن کي دومره خدمات ترسره کړل چي د دې فن د امامت درجې ته ورسېدی.
په علم کلام کي د امام صاحب رحمه الله بلند مقام او اختصاصی مهارت:
د متقدمینو او متأخرینو په لسهاؤ کتابو کي د دې شاهدي سته چي امام صاحب رحمه الله د علم کلام په فن کي د امامت درجې ته رسېدلی وو، خپل و پردی ګرده د دې قائل دي. مشهوره تاریخ پوه ابن خلکان په خپل کتاب وفیات الاعیان کي د امام شافعی رحمه الله څخه دا قول رانقلوي چي: الناس کلهم عیال ثلاثة: علی مقاتل بن سلیمان فی التفسیر، علی زبیربن ابی سلمة فی الشعر، علی ابی حنیفه فی الکلام.
ژباړه: په علمي نړۍ کي خلګ، درو خلګو ته اړ دي: په تفسیر کي مقاتل بن سلیمان ته، په شعر کي زبیر بن ابی سلمة ته او په علم کلام کي امام ابوحنیفه رحمه الله ته.
د یوه لوړ او عظیم امام لخوا په علم کلام کي د امام صاحب رحمه الله په مهارت درلودلو باندي اعتراف کول د دې دلیل دئ چي امام صاحب رحمه الله د یاد فن ماهر او امام وو، د امام شافعی رحمه الله په وړاندي ئې د فقهي سره سره په علم کلام او عقیده کي هم پر ټولو باندي فوقیت او سبقت درلودی. دا یواځي د عقیدت اظهار نه دئ بلکي په علم کلام کي د امام صاحب رحمه الله هلي ځلي د اهل حقو نمائندګي او په باطلو ډلو باندي د امام صاحب رحمه الله د دبدبې بیان دئ، همدارنګه د هغه رحمه الله په علم کلام کي د اصولو او قواعدو د تعلیم بیان دئ. مانا وروسته چي څومره هم د عقائدو د صحیح تعبیر او تشریح سوې او په باطلو ډلو چي څومره ردونه سوي دي، ټوله د امام صاحب رحمه الله د هلو ځلو په نتیجه کي سوي دي.
د پنځمي پېړۍ مشهوره متکلم امام عبدالقاهر البغدادی رحمه الله په خپل کتاب "التبصیرة البغدادیة المعروف باصول دین" د امام شافعی رحمه الله د قول نور وضاحت وړاندي کوي، دی وایی: اول متکلمی اهل السنة من الفقهاء ابوحنیفة الف فیه الفقه الاکبر والرسالة فی نصرة اهل السنه.
ژباړه: د اهل سنتو د فقهاؤ څخه لومړی متکلم امام ابوحنیفه رحمه الله وو، هغه په دې فن کي الفقه الاکبر کتاب ولیکي، او د اهل سنت په حمایت کي ئې الرسالة ولیکل. (غالبا د الرسالة څخه ئې و عثمان بتی ته خط مراد وي)
امام صمیری رحمه الله لیکي: ان الامام اباحنیفة کان متکل هذه الامة فی زمانه و فقیههم فی الحلال والحرام.
ژباړه: امام صاحب رحمه الله په خپل وخت کي د امت مسلمه لوی متکلم او په حلال او حرام کي فقیه او مجتهد وو.
شافعی مذهبه مؤرخ او محدث خطیب بغدادی رحمه الله په خپل کتاب "تاریخ مدینة السلام" کي د امام صاحب رحمه الله دا قول رانقل کړی دئ چي هغه وایي: کنت انظر فیالکلام حتی بلغت فیه مبلغا یشار الی فیه بالاصابع.
ژباړه: ما په علم کلام کي فکر او غور کوي، ما دومره مهارت پکښي پیدا کړي چي خلګو به باره زما حواله ورکول.
امام صاحب رحمه الله د څلورو خوا څخه د اهل بدعتو او اهل هواؤ د اوازو او دعوو څخه دا خبره حس کړل چي د علم کلام و طرف ته باید توجو وسي.
د یولسمي پېړۍ محقق او اصولی علامه کمال الدین بیاضی رحمه الله په خپل کتاب "اشارات المرام عن عبارات الامام" کي لیکي: اوحنیفة اول من دون الاصول الدینیة، اتقنها بقواطع البراهین، فی مبادی امر، بعید رأس الماة الاولی، و انما کانت رسائل من تقدمه فی رد الخوارج والقدریة.
ژباړه: امام صاحب رحمه الله لومړنی هغه شخصیت دئ چي د لومړي پېړۍ څخه لږ وروسته د دین اصول مرتبه کړل. د امام صاحب رحمه الله څخه تر مخه چي خلګو په یادي موضوع کي څومره لیکل هم کړي وه هغه یواځي د خوارجو په رد کي وه، په هغه کي داسي خاصي اصولي خبري نه وې.
مأخذ: محاضرات فی العقیدة والکلام و صفات الباری تعالی (لشیخ محقق محمد سجاد الحجابی حفظه الله)
www.taleemulislam.net