تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبوي سیرت: پر یمین د کیسری یرغل (۲۳)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 23, 2018
  0

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

(د کیسری مشاورینو کسری ته وویل چي د یمن په مځکه کي زموږ د جنګ هیڅ فایده نسته)

 

نن ورځ هم د دنيا د لويو او قوي مملکتو دا قانون او عادت دى: په کوم ملک کي چي خپلي خاصي ګټي او فايدې و نه لري هغه ښه و نه څيړي حساب ورته و نه کړي هيڅکله خپل عسکر او  فوجونه هلته نه ليږي، خو دا چي ځيني کسان د هغو په هدف او مقصد نه پوهيږي يا ځان نه په پوهوي دا د هغو جهالت دى، که نه هيڅوک خپل عسکر د بل په ملک کي زما او ستا دپاره نه وژني. 

 

خير: څرنګه چي کسرْی پاچا ؤ او نه يې غوښتل چي څوک په خالي لاس پريږدي نو يې امر وکړى چي و ده  ته د سپينو زرو لس زره درهمه او يوه ښه جوړه کالي ورکړى، فوراً دا پيسې او کالي ورکړل سوه، مګر سيف د دې دپاره نه ؤ راغلى چي پيسې واخلي بلکه هغه د يمن پاچهي غوښتل، کوم وخت چي سيف د کسرْی د قصر څخه را و وتى د دغه وُرکړه سوو پيسو په وېشلو يې شروع وکړه خلك پر راټول دي او دﺉ پیسې ورکوي، دا خبر وکسرْی ته ورسېدى چي هغه نفر پيسې و نورو خلكو ته ورکوي کسرْی و ويل: دا ځوان د يوه حاله څخه خالي نه دى بيرته يې را ولى، سيف چي يې را وستى کسرْی ويل: ولي؟ ما تا ته هديه درکړه او تا هغه و خلكو ته تقسيم کړه د دې سبب څه دى؟ سيف و ويل: اې شاهنشاه! زه د سرو او سپينو زرو سره علاقه نه لرم زه د داسي مځکي څخه راغلى يم چي غرونه يې سره او سپين زر دي، [اصلاً ده په دغه خبره سره غوښته چي په کسرْی کي طمعه پيدا کړي او د ده مرسته وکړي] 

 

نو ويل زه د بل غرض دپاره راغلى وم زما زر نه دي په کار، په دغه خبره سره په کسرْی کي هم طمعه پيدا سوه، بيا يې د مشاورينو سره مشوره وکړه هغو ورته و ويل: موږ خو تر اوسه پوري نه ؤ خبر چي په يمن کي سره او سپين زر سته دا نوى خبر دى، کسرْی و ويل: تاسي نه وليدى چي دراهم يې  و خلكو ته ور غورځول؟ دا د دې علامه ده چي دئ و دراهمو یا پیسو ته اړ او محتاجه نه دى، اوس نو کسرْی او د ده مشاورين په تردد کي دي چي د سیف مرسته او کومک وکړي که يا؟ هلته خو په دوى کي طمعه هم پيدا سوې ده، په آخر کي يې پر دې فيصله وکړه چي موږ په بنديخانو کي داسي خلك لرو چي پر هغو د وژلو امر سوى دى چي بايد اعدام کړل سي دغه خلك به را وباسو او لښکر به ځني جوړ کړو د سيف بن ذي يزن سره به يې ولېږو، که دوى پر حبشه کاميابه سوه يمن ستا سو او که مړه سوه دا هغه شئ دى چي موږ يې د هغو د پاره غواړو، کسرْی و ويل: دا ښه فکر دى نو يې د بنديخانو څخه داسي خلك را ټول کړه چي د وژلو امر پرسوى ؤ، په دغو خلكو کي غله، مجرمان، قاتلان او سياسي بنديان موجود وه، د دغو ټولو نفرو شمير و اتو سوو نفرو ته ورسېدى کسرْی د خپل لښکر د مشرانو څخه يو نفر چي نوم يې (اُخرُز) ؤ د دغه لښکر مشر مقرره کړى. 

 

اُخرُز په جنګ پوه، قوي او  تجربه کاره سړئ ؤ، د دغو اتو سوو نفرو څخه يې لښکر جوړکړى او د سيف بن ذي يزن په ملګرتيا يمن ته رهي سو، دغه نفر په اَتُو کښتيو کي سپاره سوه، اول فُرات ته ور داخل سوه او بيا خليج العرب ته او بيا بحرُ العرب ته ترڅو چي و عدن ته ورسيدل، هلته حبشيانو ته هم دا خبر و رسيدى چي د کسرْی لښکر را رهي دى هغو هم د لښکر په جوړولو شروع وکړه، سيف بن ذي يزن هم په يمن کي د خپلو طرفدارانو چي عرب وه او د حبشيانو په حکم نه وه راضي په را ټولولو شروع وکړه چي د دغه فارسيانو د لښکر مرسته وکړي، څو په آخرکي د دغو دوو لښکرو په منځ کي جنګ شروع سو چي يو د حبشې لښکر ؤ او بل د فارسيانو لښکر ؤ.

 

د حبشې د لښکر مشر په خپله مسروق د يمن پاچا ؤ او د فارسيانو د لښکر مشر اُخرُز ؤ، اُخرُز ډير قوي او شديد سړئ ؤ ويل کيږي: د ده غشى او ليندۍ د ډير قوت په سبب بېله ده څخه بل چا نه سواى استعمالولاى، اوس چي جنګ شروع دى اُخرُز ولاړ دى د جنګ حالاتو ته ګوري او څارنه يې کوي د جنګ نقشه جوړوي، اُخرُز پوښتنه وکړه ويل: د حبشيانو پاچا پيژنى؟ سيف ويل هو هغه سړئ وينې چي ورېښمين کالي يې اغوستي دي پر فيل سپور دى او پر تندي يې سور ياقوت دى؟ اُخرُز ويل هو، سيف ويل: دغه نفر يې پاچا دى، اُخرُز ويل: اوس يې پريږده تر هغو چي د فيل څخه کښته کيږي، بيا و اُخرُز ته و ويل سوه چي د فيل څخه را کښته سو پر آس سپور سو، ويل اوس يې هم پريږدى څه وخت وروسته اُخرُز ته و ويل سوه چي اوس پر غاطره يا قچره سپور سو، 

 

ويل: ها د خره پر لور؟ اوس يې حال ګورى، اُخرُز د خپل لښکر شا ته ولاړ ؤ د هغه ځاى څخه يې غشى ورته برابر کړى مسروق يې د دوو سترګو په منځ کي هغه د ياقوت پرځاى و ويشتى او غشى د مسروق د سر تر هغه بل طرف و وتى، د ابرهه زوى مسروق و وژل سو او د ده په مرګ د حبشې لښکر ماته وخوړل او د فارسيانو لښکر پر يمن مسلط سو، کوم وخت چي فارسيان کاميابه سوه نو يې د یمن حکومت او اختیار وسيف بن ذي يزن ته ور نه کړى بلکه دوى په خپله حکومت جوړ کړى او سیف په نامه سره پاچا ؤ، او دغه خبره تر اوسه پوري په يمن کي متل ده چي وايي: دا غوټه د سيف بن ذي يزن غوټه ده خلاصېدل نه لري. 

 

د يمن د خلكو دا عادت ؤ کوم وخت چي به دوى ته داخلي مشکلات پېښ سوه نو به يې د خارجيانو څخه کومک و غوښتى خو کوم وخت چي به هغه خارجيان راغله د دوى مشکل به تر هغه اول هم زيات سو، هو د يمن خلك اوس د حبشې د حکومت څخه خلاص سوه مګر د فارسيانو تر تسلط لاندي سوه.

 

 بيا نو کسرْی د خپل طرفه څخه يو والي پر يمن مقرره کړى چي نوم يې مُرزُبان ؤ، کوم وخت چي مُرزُبان مړ سو بيا د هغه زوى تَوبُو جان د يمن والي مقرره سو، څه موده وروسته د کسرْی د طرفه دغه تَوبُو جان ايسته سو او د هغه پر ځاى يې باذان د يمن والي مقره کړى چي د يمن دغه واليان ټول فارسيان او کسرْی ته تابع وه.

 

نور بیا...


ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته