لیکنه: مولوي محمد عمر خطابي حفظه الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
حج د هجرت په نهم کال فرض سوی دی البته ځني وايی د هجرت په لسم کال فرض سوی دی .
د هجرت پر نهم کال رسول الله ﷺ ابوبکر رضی الله عنه د حج امیر وټاکی او دا پیغام يې هم ورته ورکړ چي هلته په حج کي اعلان وکړي چی د سږ کال وروسته بیا نه څوک پر کعبه شریفه لوڅ طواف کولای سي او نه کوم مشرک بیا حج ته راتللای سي .
د هجرت په لسم کال رسول الله ﷺ پخپله د زيات شمېر صحابه کرامو رضی الله عنهم په ملتیا د حج فریضه اداء کړه او دې حج ته حجـــــة الوداع یعني د رخصت کولو حج هم وایي .
د ذوالقعدې پنځه ورځي پاته وې چي رسول اللهﷺ د مدینې منورې څخه د مکې مکرمې په لوري سفر پیل کړی او د ذوالحجې په څلورمه نېټه و مکې مکرمې ته ورسېدی .
د راتلونکي ایت په نازلېدلو حج فرض سوی دی .
وَلِلَّهِ عَلَى النَّاسِ حِجُّ الْبَيْتِ مَنِ اسْتَطَاعَ إِلَيْهِ سَبِيلًا وَمَنْ كَفَرَ فَإِنَّ اللَّهَ غَنِيٌّ عَنِ الْعَالَمِينَ (٩٨ ال عمران )
ژباړه : او د الله جل جلاله د پاره پر خلکو پر هغو کسانو چي بیت الله ته د تلو لاري توان لري حج فرض دی او که څوک کفر وکړي یعني حج اداء نه کړي نو د حج نه اداء کولو زیان خپله هغه ته رسیږي ځکه الله جل جلاله غني دی و هیچا ته اړتیا نه لري .
په دا ایت کي د حج د اداء کولو حکم سوی دی .یوه صحابي د رسول الله ﷺ څخه پوښتنه وکړه چي ایا دا حج هر کال پر موږ فرض دی ؟
رسول اللهﷺ ورته وویل : یا ! بلکي په ټول عمر کي یو ځلي فرض دی خو ددې صحابي په دې پوښتنه رسول اللهﷺ ودردېدی او ورته ويې ویل : که زه درته ووایم هو ! هر کال در باندي فرض دی نو بیا به هر کال در باندي فرض سي خو کولای به يې نه سی .
رسول اللهﷺ پر خپل امت ډېر مهربان وو داسي پوښتنه يې نه خوښوله چي هغه د امت د پاره ستونزي او مشکلات را منځ ته کړي نو ځکه يې دا صحابي پر دې پوښتنه زجر کړی .
په مخکني ایت کي حج پر هغو کسانو فرض سوی دی چي هغوی حج ته د تلو لاري توان ولري ځکه الله جل جلاله وایي : مَنِ اسْتَطَاعَ إِلَيْهِ سَبِيلًا.
یوه صحابي د رسول اللهﷺ څخه پوښتنه وکړه چي د سبیل څخه څه سئ مراد دی چي لکبله يې پر یو چا حج فرضیږي ؟
رسول الله ﷺ ورته وویل : سبیل زاد او راحِلې ته وايي یعني که څوک د حج د سفر د تلو، راتلو د سفر خرڅ او سپرلۍ ولري چي موخه ځني دحج پر سفر باندي توان دى نو پر هغه حج فرض دی .
په اوسني وخت کي د لیري ملکونو خلک حج ته په موټرانو او آلوتکو کي ځي نو څوک چي د پورونو او عیال د نفقي څخه علاوه دونه پېسې ولري چي د موټر یا آلوتکي د تلو، راتلو ټکټ په کولای سي ، د سفر خرڅ او هغه پېسې چي په جبري ډول د حکومتو لخوا د حاجیانو څخه اخیستل کیږي ولري پر هغه حج فرض دی .
ماخذ: د حج ښه ملګری