تازه سرليکونه
د (قران کريم) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د قران مجید درې ډوله حافظان او عالمان
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 7, 2019
  0

رالېږونکی: انور شاه / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


حسن بصري رحمة الله علیه وایي: د قران مجید حافظان پر دری قسمه دي: 


- یو هغه څوک دی چې قران مجید يې د ځان د پاره سرمایه ګرځولې وي، له یوه ښاره بل ښار ته ځي او د خلکو څخه مال په طلبوي.


- بل يې هغه څوک دی، چې د قران مجید حروف یې په یاد کړي وي خو د قران مجید اوامر او حدود يې هیر کړي او ضایع کړي وي، د خپل ځان څخه يي درباري حافظ او عالم جوړ کړی وي او په دغه خپل حفظ او علم پر خلکو لويي کوي.


- دریم هغه څوک دی، چې د قران مجید په مفهوم يې ځان پوهولی وي، د قران مجید مفهوم، مقصد او معنی يې په یاد کړې وي او هم یې داسي عمل په کړی وي، چې هم دی په خپله عبادت کوونکی وي او هم خلک ورته رابولي، دغه کس د حافظانو او عالمانو په ډله کې هغه تر ټولو ښه او بهتر دی. 


ماخذ: حکمتونه او عبرتونه: ۶۴، مولوي عنایت الله علمي حفظه الله

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته