تازه سرليکونه
د (قران کريم) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د سورة محمد لنډه پېژندنه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 20, 2024
  0

لیکنه: ویس احمد ابراهيم / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د سورة محمد لنډه پېژندنه


سورة محمد د مصحف او تلاوت په اعتبار ۴۷ سورة دئ، چي د هجرت وروسته په مدينة منورة کي نازل سوی دئ.


سورة محمد ۳۸ آية دئ او ۴ رکوع لري.


د دې سورة نوم د دوهم آية کريمې څخه اخستل سوی دئ، چي الله تعالی فرمايي:


وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّـٰلِحَـٰتِ وَءَامَنُوا۟ بِمَا نُزِّلَ عَلَىٰ مُحَمَّدٍۢ وَهُوَ ٱلْحَقُّ مِن رَّبِّهِمْ ۙ كَفَّرَ عَنْهُمْ سَيِّـَٔاتِهِمْ وَأَصْلَحَ بَالَهُمْ


ژباړه: او هغه کسان چي ايمان راوړي او صالح اعمال وکي او په هغه څه ايمان راوړي چي پر محمد ﷺ مو نازل کړي دي، او هماغه (يعني قرآن کريم) مو د رب له جانبه حق دی، نو (الله ﷻ) به ئې خطاوي ور معاف کي او حالتونه به ئې ور اصلاح کي.


د دې سورة دوهم نوم القتال (جنګ) دئ.


په سورة محمد کي لاندي موضوعات ذکر سوي دي


۱-  هغه کسانو چي ايمان ئې راوړی، نيک اعمال ئې وکړل او په هغه څه چي په محمد ﷺ باندي نازل سوي دي په هغه ئې هم ايمان راوړی، نو د دوی له پاره د ګناهونو بخښه ده.


۲-  د قتال او جنګ په باب لارښووني.


۳-  شهيدان به په جنت کي وي او وختي به لا خپل په مقام خبر وي.


۴-  تېر قومونه د مکې تر مشرکينو غټ او زوره ور وه، خو بيا هم هلاک سوه.

 

۵-  د منافقينو خواص.


۶-  د دنيا ژوند يوازي زينت او ښايست دئ.


۷- که د کفارو سره په مقابله کي سواست، نو سمه مقابله ورسره وکئ، او د الله تعالی په لاره کي جنګ او قتال کول، ډېر لوی اجر لري.


۸- د الله تعالی سره مرسته وکئ (يعني اطاعت ئې وکئ)، تر څو کاميابه سئ.


۹- او که څوک د الله (رب العزة) اطاعت نه کوي، نو د مرګ سره به سم ملائکي هغه پر مخ او پر شا وهي.


۱۰- الله تعالی غني دئ او تاسو فقيران ياست، او که مو مخ واړوئ نو به مو الله تعالی په بل قوم سره بدل کي، چي هغه به ستاسو په رقم نه وي.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته