لیکنه: حبیب الله قلم مل/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
یو شعر څو خبري
(څورلسمه برخه)
رحمت الله رحمتي
له نن څخه ۲۵ کاله مخکي په محل نجات کي د قاهر جان محتاج په کوټه کي د ترنم په پروګرام کي یو کس د رحمت الله په نامه یو داسي نظم ووایه چي د حیواناتو یادونه په کښي سوې وه ډير یې ښه وډلی وو خدای وو ریښتیا خوښ مي سو بیا سره ورک وو، نه مو سره لیدل یو وخت هغه ځوان چي کله بهیرونه را پیدا سول، یوه ورځ یې پر دریځ په یوه مشاعره کي یو نظم ووایه، ذهن ته مي راغلی چي دا هغه ځوان دی چي کلونه مخکي یې ما په هغه کوټه کي نظم اورېدلی وو. د ښه راتلونکي هیله مي ورته پیدا سوه ورسره شناخت مو سو بیا یو چا مایوسه کړی وو چي دا اوږده اوږده شیان اوس څوک نه اوري نو غونډو ته نه راتلی بیا تصادف یو ځای ورسره مخ سوم کله چي مي د نه راتګ علت وپوښتی؟ مایوسه وو بیا ما دده د بیرته کار د شروع لپاره یو څه تشویق کړ شاید ماغوندو نورو ملګرو به هم تشویق کړی وو هغه وو چي بیرته یې شاعري او نظمونه شروع کړه او دا دی اوس په ډېر ښه موقف کي کرار لري او په ټولنه کي د ښه نامه خاوند دئ.
رحمت الله رحمتي د ادب د پېکي هغه ګل دئ، چي همیشه یې په خوشبویې دماغونه تر او تازه ساتلي دي او داسي یې د شعر بڼ تازه ساتلی چي په هر موسم چي د عطار په د عطرو ویشونکی دی د نظم په برخه کي ځانته جلا نوم لري او د هر محفل د ځلا او ښکلا باعث سوی دئ دده تر لنډي پېژندني وروسته دده د یو مناجات په اړه بحث کوو.
نوم: رحمت الله رحمتي
دپلارنوم: ملاندامحمداخند
دنيکه نوم: مرحوم حاجي لعل محمد
استوکن ځای: دوهمه ناحيه محله نجات
عمر: ۴۰ کلن
زدکړي ديني: ترنکاح هيدايي
عصري: ترلسم صنفه
مدني حالت: کورداره یا متاهل دئ
اولادونه: ۷
دشاعري پيل: ۱۳۷۷هـ ش کال
چاپ اثار: ۵
ناچاپ اثار: ۲
مناجات
تاپر موږباندي احسان کړي بارباره
زموږ دشکرسجدې واخله باداره
د پوهانو تر مینځ دا خبره مشهوره ده چي " ادب د ادب لپاره او یا ادب د ژوند لپاره " نو رحمتي صاحب هم ټول عمر چي کار کړی دی ادبیات یې د ژوند لپاره کار کړی دئ، شاید دلیل یې هم دا وي چي ادب د ژوند د سمون لپاره راغلی دی، همدا غایه او هدف د ټولو دی، نو رحمتي صاحب د ډیرو نظمونو تر څنګ کله - کله شعرونه لکه: مناجات، حمد او یا نعت هم لیکي خو ډېر ذوق یې د نظم لیکلو سره دی، ماشاءالله په دې کار کي برلاسه هم دی ډیر داسي نظمونه یې لیکلي دي چي د ادب د کور خلګ او غیر یې د اوریدلو لیواله دي. رحمتي په ډېرساده انداز د شعر او نظم په ژبه ږغېږي خو مفاهم یې ډېر لوړ او علي دي. ځانته د شعر ویلو جلا انداز لري. کله - کله د نظم په ځینو بیتو کي په دونه لوړ انداز ږغېدلی وي، چي پر زړونو دونه تاثیر وکړي چي د شعر د ویلو وروسته چي تر ځایه راځي خلګ یا ورته ژاړي او یا خاندي، چي دا کمال په هر چاکي نسته د مناجات پورته بیت یې په ساده انداز او له مفاهیمو ډک دئ.
د الله جل جلاله سره د هغه د کړی احسان یاداوري چي ستا اول احسان دا دی چي موږ دي په مخلوقاتو کي انسانان پیدا کړي یو او بیا دي په انسانانو کي مسلمانان پیداکړی یو او په مسلمانانو کي دي د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم امتیان پیدا کړي یو، نو چي داسي ده بیا باید تاته د سر کښته کېدل د همېشه لپاره وي ستا په وړاندي د عجز سرونه کښته وي. یوازي ته د سجدې لایق یې.
تاوموږ ته داسي دين رااستولی
چي پرهرپند يي کمين راګرزيدلي
صرف له زړونوموکينې واخله باداره
ما مخکي وویل چي رحمتي صاحب په ساده او عام فهمه ژبه ږغېږي او خبري یې علی مفاهیم لري مګر په عینی حال کي بیا ځیني شاعرانه ترکیبونه په ځان کي لري؛ لکه په پورته بیت کي پر پند د کمین را ګرځېدل کمین د حربي کړنو یو چاره ده او پند د علمي کړیو یو چاره ده نوموړي دواړه سره رایو ځای کړي دي او یو شاعرانه ترکیب یې ځني جوړ کړی دئ او په ترتیب سره یې خپل بیت ته خوند په ور بخښلی دئ.
څومرښکلي پيغمبردي دی راکړی
چي ددوکونو رهبردی هم پياوړي
خوغرورموله کلې واخله باداره
رحمتي صاحب د الله جل جلاله د عطاوو څخه چي پر خپل مخلوق یې کړي دي د یو داسي عطاء یادونه کوي چي تر ورځي تر قیامته به یې بله جوړه نه وي چي هغه رحمت العالمین پیغمبر حضرت محمد (ص) دئ، ریښتیا دا داسي انسان وو چي سیال یې په نړۍ کي نسته او نه وو په مخلوقاتو کي. د سخا په وخت کي سخي ترین انسان د جهاد په ډګر کي شجاع ترین قوماندان، د رهبریت پر وخت مدبر مشر د ترحم پر وخت د مهرباني او شفقت سمبول، د انډیوالی او ملګرتیا پر وخت د ښې ملګرتیا بې ساري نمونه، او د خپل امت د خیر غوښتونکي وو، نو رحمتي صاحب ددې هستی یادونه په داسي انداز کوي او وایي چي په وړاندي یې زموږ په سر او کله چي د غرور فکر واخله او پر ځای یې عجز او تواضع وکره. یو لیکوال چي مسلمان هم نه دی یو کتاب لیکلی چي نوم یې ( د نړۍ سل مشهور شخصیتونه) په لومړۍ درجه کي یعنی اول کس یې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم یاد کړی دی، دا داسي ستر انسان وو چي کفري نړۍ هم ګوته په غاښ ورته حیرانه ده.
دا قران موږ ته قبول دي يارحمانه
پر هر قول دي ايمان لرو سبحانه
پردی لاس موله کاسې واخله باداره
رحمتي صاحب د هغه عظیمو هستی یاداوري کوي چي په ریښتیا هم په زیاتو یاد اوریو ارزي د مومن په ژوند کي چي زیات ارزښت لري او د هغه د خوشبختۍ او سعادت باعث سوی دئ، هغه د الله جل جلاله ستر کتاب دی دا ستر کتاب د انسان د سعادت لپاره ډېر څه په ځان کي لري که انسان ددې کتاب پر ارشاداتو خپل ځان برابر وساتي نو هیڅکله به د ناکامیو خواته ولاړ نه سي او د دنیا او اخیرت ښېګني به ورته عطاء سي ددې په توصف کي الله جل جلاله ویلی دي چي ذلک الکتاب لاریب فیه یعني په دې کتاب کي هیڅ شک او شبهه نسته.
رحمتي صاحب د نورو شاعرانو او پوهانو په رقم د اولس په غم کي ډوب دی او له هغه درده دریږي چي دده اولس ور سره لاس او ګریوان دی، هغه درد پردی لاس دی ریښتیاهم موږ افغان همېشه د پردیو څخه زورېدلی، ژړېدلی او د خاورو سره خاوری سوي یو هر پردي تر خپله وسه زموږ د ناکامۍ او خپل د کامیابۍ کارونه کړی دي. هر وخت پردیو لاسو زموږ ګریوان څیرلی دی هر وخت پردي لاس زموږ د خوار مظلوم اولس د خولې ګوله کښلې ده او هر وخت پردي لاس زموږ هستي په نېستي بدله کړې ده نو رحمتي د خواست په دود د الله جل جلاله څخه د پردي لاس د لنډېدو خواست کوي.
تا کړه را لکه هندا ري صفا زړونه
موږ په اورکړه د دنيا لکه سکورونه
دود د زړو له اينې واخله باداره
رحمتي صاحب بیا هم د مناجات په غېږه کي د هغه هستۍ یادونه کوي چي موږ ته الله جل جلاله راکړي دي هغه لکه صفا زړونه دا هغه هستي ده چي کله د یو انسان نصیب سي که کافر وي که مسلمان د هغه څخه به نور مخلوق د ارام ساه اخلي ځکه صفا زړه غواړي چي نړۍ دي ښېرازه اباده او د نفرت لمن دي ټوله وي. شاعر دلته یادونه کوي چی یا الله جل جلاله تا په خپل کمال موږ ته پاک زوړونه را کړه خو موږ په خپل بې کمالۍ هغه د اور په تورو سکرو بدل کړ؛ نو خود به د هوسایې پرځای د درد په ایرو کي پراته یو . شاعر د مناجات په دود دا خواست کوي چي د نفرت، بې اتفاقۍ او زموږ د ناکامۍ هغه دود چي زموږ د زړو پر هندارو پروت دئ هغه په خپل کامل قدرت پورته کړه او په بدل کي یې محبت، اتفاق او د ورور ولي خوږه وږمه زموږ د زړو پر خزان وهلي بڼ راولې. او د زړو پیکه والي په روښنایی رابدل کړه.
که دنفس په دام کي ګير زه رحمتي يم
چي اخير له خپلي ژبي توهمتي يم
نودا ژبه مي له خولې واخله باداره
په اخیر کي رحمتي صاحب د مناجات په دود بیا له الله جل جلاله څخه غواړي چي د نفس په دام کي ګیر نه سي ځکه ده ته معلومیږي چي د د نیا د مریضیو مور د نفس په دام کي لویدل دي، هره فتنه او هر افت له همدې ځایه شروع کیږي، اوس چي کوم انسانان د هلاکت په غیږ کي په مختلفو ستونزو کي راګیر دي یوازنی علت یې د نفس خواهشات دي. چون د هری ښېګڼي او بد ګڼي محور ژبه ده نو دی وایی که د هلاکت کندي ته لوېږم مخکي له دي مي د ژبي قلم مات کړه یعني ستاوخواته مي په سپین مخ در حاضر کړه نه دا چي په اخیرت کي خجل او شرمنده یم.
د رحمتي صاحب د نورو خوښیو ښېګڼو او پنځونو په هیله.
www.taleemulislam.net