ماشوم
لیکنه: عبدالقیوم مینه وال/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
هغه ورځ مي ښه ياد ده چي هغه! زموږ په کور کي لکه د لومړي سهار ګلاب و غوړېدى. هغه وخت زه هومره خوښ وم چي نور مي هرڅه هېر ول. دا مي هم ښه ياد دي چي د هغه د خوشالۍ په سهار مي د راټولو سوو ماشومانو لمني له خنداګانو ډکولې.
هغه ورځ مي هم ښه ياد ده، چي هغه لکه: د څو ورځو زمول سوى ګلاب ورژېدى. هغه داسي ولاړ، لکه نه چي و راغلى. د هغه په تلو زه دومره و ځورېدم لکه څومره چي ما خندلي و. د هغه په تلو مي هومره اوښکى توى کړې لکه څومره د خندا ګلابونه، چي ما د هغه د راتلو پر مهال په شونډو جوړ کړي ول.
هغه وخت زه نه پوهېدم. زه كوچنى نه وم مګر فکرمي ماشوم و. هغه وخت دا فکر مانه کاوه، چي زه د اومو خټو څه په يوه جوړه سوې کوزه، چي ماتېدل يې حتمي دي ولي هومره زړه وتړم، چي ما تېدل يې له ياده وباسم او په ماتېدلو يې هومره اوښکي توى کړم چي ما له ځان سره يوسي.ځکه، چي کلال هره ورځ نوي لوښي جوړه وي او زاړ ه له منځه وړي.
هغه خپل دغه قانون زموږ د ژړا او خندا لپاره نه ماتوي. اوس چي تر ډېره ځايه زه د ژوند په قانون پوهه سوى يم، هغه زړه ناپوهي بيا نه تکراره وم. د ګلابونو له رنګونو او وږمو خوند اخلم مګر زړه نه په تړم. په تلولويې اوښکي تويوم مګر لېونتوب نه کوم. ووايه ګرانه، څرنګه اوس به پوهېدلي يې، چي زه څه وايم او له تا سره مي کومه خبره شريکول غوښتل.
www.taleemulislam.net