تازه سرليکونه
د (تعليم الاسلام مجله) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مجله کي د خپل کاروبار د اعلان ګټي
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  October 6, 2020
  0

مجله کي د خپل کاروبار د اعلان ګټي 


مطیع الله (عابد)


                                                                                                                       
که څه هم نن د  ټکنالوژی نړۍ ده، خو بیا هم د بازارموندني ماهر او مسلکي کسان دا خوښوي، چي خپل د کاروبار اعلانونه په مجله کي نشر کړي. ددې لپاره دوی زیات دلایل بیانوي، موږ به یې دلته له یو څو څخه بحث وکړو: 

 

۱. د مجلې اعلان اوږد مهاله وي: دمجلې اعلانات زیات وخت ژوندي وي. تاسو به داسي مجله هم لیدلې وي، چي درې کاله مخکي چاپ سوې وي او اوس یې تاسو اعلانات لولی.

 

۲. د مجلې اعلانونه ارزانه دي: که تاسو د خپل شرکت بروشرونه چاپ کړی، تر مجلې ګران درته پرېوزي. مجله خلک لولي، هلته به ستاسو اعلان په مخه ورسي، خو ستاسو بروشرونه خلک نه غواړي. مجله خلک له ځان سره ساتي، خو ستاسو بروشرونه که ولولي، بیا یي غورځوي.

 

۳.  د مجلې څخه زیات کسان ګټه اخلي: یو کس مجله رانیسي، د کور ټول غړي یې ورسره وګوري یا د ښوونځی ملګري ورسره ګوري. که په اوسط ډول سره ووایو، نو یوه مجله کي ستاسو چاپ سوی اعلان تر شپږو کسانو پوري رسېدای سي.

 

۴. مجله د ټولو لپاره ده: مجله د باغچې په څېر ده؛ اسلامي، ټولنیز، اصلاحي او رنګا رنګ معلومات لري، نو لوستونکي یې هم بېلا بېل دي. او د ټولني هره طبقه خلک یې مطالعه کوي.

 

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

مأخد تعليم الاسلام مجله 26 ګڼه

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته