غزل
لیکنه : حفصه حوراء/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
نا امیده ســــي، ارمان په کاڼو ولي
زړونه وگټي خـو ،ځان په کاڼو ولي
دوجدان قضاء لوټمارهوس ته ورکړي
ضمير ووژني ،ایـــمان په کاڼو ولي
د انصاف تله دداسې چاپه لاس شي
ډم ته چک وهي، آذان پـه کاڼو ولي
څه ختيځ او څه لویدیځ سره يوشوي
زما گران افغانستان په کــاڼو ولي
دلته څوک دي نا آشنا جنون اخیستی
په تصویر کې يو انسان په کــاڼو ولي
حوراء داخلک له حق سره په جنگ دي
چې په ژبه دې بیان په کاڼو ولـــــي