تازه سرليکونه
د (شعر او ادب) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
یو شعر څو خبري ( شپږمه برخه/خلیل احمد (قیس ګوهر)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 26, 2024
  0

 لیکنه: حبیب الله قلم مل/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

یو شعر څو خبري

 (اووهمه برخه) 

خلیل احمد (قیس ګوهر) د شاعرانو او لیکوالو په مینځ کي خاص ځاي لري او د شاعرۍ انداز یې هم خاص دی کله، کله په شعر کي داسي موضوعات وایي چي دي خپله وایی چي زه نه په پوهیږم یعني خارق العاده استعداد لري. د نرم مزاج خاوند دی که  یې په مجلس کي ونه ګډوې خبري نه کوي تل اورېدونکی پاته سوی دی چي دا هم یو کمال دئ، ځکه د ډیرو خبرو کوونکی پر هر چا غمیږي. له نن څخه لس یا یولس کاله وړاندي زموږ د کتابونو پلورنځی په ارګ بازار کي وه یو ماځیګر ورغلم یو ځوان ناست وو، ورور مي راته وویل چي دغه ورور شاعر دي ما ته  ورته معرفي کړی یې چي زما ورور هم شعر لیکي نو دا ته او دا دی، ده هم تر روغبړ او څه مجلس وروسته  له جیبه کوچنۍ توره کتابچه را وایستله او راته وې ویل چي دا یو څو شعرونه مي جوړ کړی دي، کله چي مي یې شعرونه وکتل شعري کیفیت په کښی زیات وو خوښ مي سول او د تشویق یو څو الفاظ مي هم ورته وویل له هغه ورځي څخه بیا تر اوسه سره اشنایان یو .


د نوموړي ژوند لیک او دده په اړه لیکنه وګورئ.


د شاعر لنډه پېژندنه


نوم: خلیل احمد قیس ګوهر


د پلار نوم: غلام سرور 


د نیکه نوم: غلام فاروق


د اوسیدو اصلي ځاي:  ۴ ناحیه


د اوسیدو اوسنۍ ځای: یخ کاریز، ۱۵ ناحیه


عمر:۲۸ کاله


زده کړي: ۱۲ فارغ


شغل: ښوونکی


مدني حالت: متاهل


اولادونه: ۵


د شاعرۍ پیل: ۱۳۹۰ هـ ش


چاپ اثار: یوه شعری ټولګه 


ناچاپ اثار: یوه شعري ټولګه 


شعر د یو أه په توسط راپورته کیږي او همېشه د ټولني د ټولو خلګو مشترک اواز او مشترکه غوښتنه د شاعر له خولې راخېږي نو د قیس ګوهر په شعر کي هم د درد مند زړه اواز له ورایه معلومیږراځئ دا غزل یې ولولو.


راته پـــــــر هر طرف پېغور اوسي
چي د نېستۍ دسمال را خپور اوسي


موږ که په دنیا کي مادي هستي ولرو چي پیسي دي او که معنوي هستي ولرو چي علم دئ کار به مو سم وي ولي په دې دواړو هستیو هم دونیایي چاري سمیږي او هم اخروي.


قیس ګوهر نېستي د ځان لپاره ځکه پیغور بولي چي د دنیا هر څه په هستي سره کیږي همدارنګه اخرت کي که نېستمن وي نو بیا کار دي خراب دی، هستي ده چي د دنیا او اخرت د خوشحالۍ سبب کیږي دا هستي که مادي وي او که معنوي وي.


زه د جـــــــــمال غوښتنه ځکه کوم

تنور خو ګرم پــــــه سره اور اوسي


ګوهر د خپلي غوښتني لپاره نور دلایل نه وړاندي کوي صرف دونه وایی چي زما غوښتنه یو مجبوریت باید چي سرته ورسیږي ځکه که غواړې چي تنور ګرم و اوسي نو باید اور په کښی بل وي.


وایـــم غربت کــــــي دمستۍ ترانې
که څه لوی غم زمـــــا پر کور اوسي


په پورته بیت کي شاعر په نیستي کي د استغنی خبره په جار جار کوي او ددې پروا هم لري چي نیستي څونه غم لري او هستي څومره خوشحالي لري خو د حال په ژبه په دې قانع دئ، چي هستي که مادي وي یا مغنوي د خوښۍ زیری له ځانه سره لري. 

 

هرڅه بـــه وسي خو دانه سي کیدای
چـی بې له تا دي زړه کــي نور اوسي


شاعر د خپل معشوق سره د میني د اظهار په باب وایی چي هر څه امکان لري خو دا امکان نه لري چي بې له تا دي بل څوک دلته و اوسی دانو د شاعر د زړه پټه خبره ده، چي نوموړی کوم یوه ته په زړه کي ځاي ور کړی دئ، نورکسان ددې بیت په لوستلو ځانته معنی پلټي. خو دلته روښانه ده چي شاعر هر وخت او هر ځای زړه نه بایلي.


مستي کوه پیاله پـــــــــر سر واړوه
غم دي د دوست شیطان پـر لور اوسي


په دې بیت کي عجبه ترکیب جوړ سوی دی قیس ګوهر شیطان د ځان دوست بولي خو بیا وایی چي غم دي ددې دوست په لور اوسي چي کله څوک چا ته غم ورکوي؛ نو هغه کله دوست کیداسي نو دا معلومه سوه چي د شیطان سره زموږ دوستي نه ده بلکي زموږ ازلي دوښمن دی شاعر وایی چي دده  پر ضد د الله جل جلاله د معرفت جام پر سر پورته کړه چي معنوي نیکبختي دي په نصیب سي. 


تاچي بد وکړل مـــا خـــــو وبخښلې
مګر دخــــــدای دي پــرتا پور اوسي


د ښو په مقابل کي ښه کول د هرچا کار دی؛ خو د بدو په مقابل کي ښه کول د میړنیو خلګو کار دی او دا نبوي سنت دي، ځکه د مکې د فتحي وروسته رسول الله صلی الله عیله وسلم خپل ټول دوښمانان وبخښل، نو قیس هم په دې ګېڼه ځان سنبال کړی او نورو ته هم دا توصیه کوي.

 
دقیس ګوهر لاس دئ نېستۍ مات کړی
سپین مـــخ سړی وو اوس مختور اوسي


قیس ګوهر د هرو څو بیتو وروسته بیا د نېستۍ خبره کوي شاید نوموړی یا خپله نېستۍ ډېر زورولی وي او یا د دې نیستمني ټولني درد دې ته هڅولی وي چي په خپله شاعرۍ کي څو، څو ځله اشاره ورته وکړي.


قیس ګوهر ته د لازیاتي ښې شاعرۍ تمه کیږي دده د لا بریا په هیله. 

 

نوربيا... 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته