تازه سرليکونه
د (شعر او ادب) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ځورېدلی ملت غواړي د خوښۍ ژوند
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 2, 2024
  0

جبیر احمد مشهود/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

ځورېدلی ملت غواړي د خوښۍ ژوند

 

ځورېدلی ملت غواړي د خوښۍ ژوند
سر فِراز د حریت او ازادۍ ژوند

 

تنګ راغلی له جنګونو وحشتونو
غواړي نور ښه د ارام او سوکالۍ ژوند

 

که واړه دي که زاړه دي امن غواړي
خوښ یې نه دی د بدرنګې نا امنۍ ژوند

 

د نفاق بلاوي وژني جوړوي نور
په خپل منځ کي د وحدت او ورورولۍ ژوند

 

ترحُم ، شفقت ، میني ته اړتیاده 
دی زغملی مو شل کاله د سختۍ ژوند

 

په امان دي وي له بدو، بدو سترګو
دی روان د سعادت او نیکمرغۍ ژوند 

 

تغیر کړی دی حالاتو نور مشهوده
خپل وطن کې کړو ازاد د خپلواکۍ ژوند

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته