سورة الفاتحة
لیکنه: ویس احمد ابراهيم / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
- د قران کريم اول سورة دئ، چي ټوله يو ځايي په مکة معظمة کي نازل سوی دئ.
سورة الفاتحة اووه آية دئ او يوه رکوع لري.
دې سورة ته اُم الکتاب (يعني د کتاب مور) هم وايي.
نور نومونه ئې دا دئ:
اُم الكتاب
السبع المثاني
الحمد
الشفاء
سورة الصلاة
الأساس
په سورة الفاتحة کي لاندي موضوعات ذکر سوي دي.
۱- د الله (رب العزة) اوصاف او ستاينه.
۲- د يوه الله تعالی عبادت کول او د هغه څخه غوښتل.
۳- او د هدايت طلب کول فقط د الله (رب العزة) څخه.
ځيني علماء ليکي چي ټول قرآن مجيد د همدې مبارک سورة تفسير دئ.
ماخذ:
معارف القران، تفسیر ابن کثیر او تفسیر طبري
www.taleemulislam.net