شکر وباسه
لیکنه: علي الله متوکل/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
زموږ ستر رب په خپل محکم کلام کي یوه لارښوونه راته کوي: لَئِن شَکَرْتُمْ لأَزِیدَنَّکُمْ.
ژباړه: که تاسي شکر وکړئ، نو پر تاسي به لا زیاته پېرزوینه وکړم
شکر ایستل مو ذهن در اراموي، د نورو ګامونو انرژي در پکښي په جوش راولي او د مخته تګ لار درته هواره وي. کله مو خپل نعمتونه او د الله احسانونه شمېرلي دي؟ خبر یاست څونده کسان وږي بیديږي، څونده کسان بې کوره دي او څونده کسان دا اوس په روغتونونو کي پراته دي د ژوند هیڅ امید نه لري.
آرتور آش د ټنیس لوبي وتلی لوبغاړی وو. لومړنی تور پوستی دئ، چي د امریکا په ډېویس کپ لوبډله کي لوبېدلی او یوازینی تورپوستی دئ، چي ویمبلډن لوبه ئې ګټلې. په ۱۹۸۳ کال کي د یو جراحي عملیاتو په ترڅ کي ورته د ایډز ناروغي پېښه سول. ناروغۍ د مرګ پر بستر پرې ایست. د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه ئې مینه والو د خواخوږی لیکونه ورته را لېږل.
یوه ورته لیکلي وه: ”خدای ولي ته د داسي دردناکي او وژونکي ناروغۍ لپاره انتخاب کړلې؟“
آرتور په جواب کي ورته ولیکل: ”په نړۍ کي ۵۰۰ میلیونه ماشومان د ټنیس لوبه شروع کوي، پنځه میلیونه کسان ئې لږ لږ زده کړي، د دغو له منځه یوازي پنځه زره نفره په دې توانيږي، چي د ټنیس په لوبو کي و لوبېږي. ددې ټولو له منځه یوازي پنځوس کسان و ویمبلډن لوبو ته لاره پیدا کوي، څلور کسان و نیمه پای لوبو ته وزي او دوه کسان و فاینل لوبو ته لاره مومي او یوازي یو کس کولای سي، چي اتلولي خپله او د بریا کپ په خپلو لاسونو کي پورته کړي. ما هم دا اتلولي په خپل ژوند کي تر لاسه کړې ده. کله چي خدای د میلیونونو انسانانو په منځ کي و ماته دومره توان راکړ، چي د ویمبلډن د لوبو اتل سم، نو نن په دې ناروغۍ ولي خپه سم؟“
پر انسان چي د الله له لوري نعمتونه لورول کیږي، هغه وخت ځان تر ټولو غوره نه احساسوي، هرڅه خپله بیداري او چالاکي ګڼي، خو کله چي ډېرو لږو ستونزو کي هم ولوېږي، نو د اسمان و خواته متوجه سي، فریاد او ګیریانی شروع کړي.
په هر شي کي مثبت اړخ پلټل د شکر کښلو لپاره ښه وسیله ده؛ ملګری مي کورته نژدې یوه ښوونځی کي ښوونکی وو، دنده ئې و بلي لېسې ته تغیر سول. وام دنده دي له کوره لیري سول، ویل: هو، اوس د قدم وهلو ښه موقع په لاس راغلل. زه ئې یوې ښې خبري ته متوجه کړم، که په دې خواشینی سي، چي ولي مي دنده لیري سول، نو ممکن پر تګ راتګ، دنده او ورځنیو چارو هیڅ خوند وا نه خلي، خو ده یو مثبت ټکی پکښي پیدا کړ. دوه نیم کاله ورسته ئې ۱۳ کیلو وزن کم سوی وو.
د یو چینایي بزګر کېسه ده، چي یو زوړ آس ئې د کروندې د کارونو لپاره درلود. آس، له بزګر څخه و تښتېدئ، د کلي خلک و بزګر ته ددې بدبختی د خواخوږی لپاره راټول سول. بزګر ورته وویل: ”دا چا ته نه ده معلومه ، چي دا به بدبختي وي او که نیک بختي!؟“
یوه اونۍ وروسته هغه آس له یوې ډلي غرني آسانو سره راستون سو، دا ځل د کلي خلک و بزګر ته د مبارکۍ لپاره راټول سول. بزګر ورته وویل: ”دا چا ته نه ده معلومه، چي دا به بدبختي وي او که نیک بختي!؟ “
یوه ورځ د بزګر زوی پر یوه غرني آس سپور سو، آس له انسانانو سره عادت نه درلود، منډه ئې کړه، هلک له آس څخه راولوېد، پښه ئې ماته سول. د کلي خلک د بزګر و خواخوږی ته راغلل، بزګر ورته وویل: ” دا چا ته نه ده معلومه ، چي دا به بدبختي وي او که نیک بختي!؟“
یو څو اونۍ وروسته کلي ته عسکر راغلل، د کلي ټول روغ رمټ ځوانان ئې د دښمن و مقابلې ته یووړل. د بزګر زوی ئې پرېښود، ځکه پښه ئې ماته وه. بزګر له ځانه سره وویل: ” دا چا ته نه ده معلومه ، چي دا به بدبختي وي او که نیک بختي!؟“
زموږ په ژوند کي څه پېښيږي؟ موږ ته نه معلوميږي، د هر تاوان سره غم کول او هره خوښي باندي زیات خوشحاله کېدل نه دي پکار؛ له افراط او تفریط څخه وتلی او د الله و پرېکړو ته تسلیم سوی ژوند پکار دئ، ځکه موږ ته راتلونکي پيښي نه معلوميږي. ټول پوهیږو، پر تاوان باندي افسوس کول، د تاوان مخه نه نیسي.
څه چي له موږ سره سته په هغه راضي کېدل لویه شتمني ده. له نورو سره ځان پرتله کول، لویي غوښتني درلودل، ځان بدبخته ګڼل یا پر خپل حال شکر نه ادا کول لویه بدبختي ده.
یو کس خپله لږ شتمني په کڅوړه کي اچولې وه، مایوسه ئې خپلي کڅوړي ته کتل، چي په دا دونده پراخه کڅوړه کي زه یوازي همدا لږه شتمني لرم. دې وخت کي یو پوه کس دده و حالت ته متوجه سو. کڅوړه ئې ځني وځغلول، منډه منډه، خو وې نه سوای کولای چي هوښیار ونیسي. له ځانه سره نور هم مایوسه سو، هرڅه له لاسه ووتل. پر خپله لار و کورته روان سو، ګوري چي لاره کي ئې کڅوړه پرته ده، کڅوړه ئې واخیستل، په کړس کړس ئې وخندل، له ځانه سره ئې وویل، زه بیرته شتمن سوم. هوښیار سړي هرڅه د دیوال تر شا څارل، له ځانه سره ئې وویل: "د شکر او ځان خوښ ساتلو تر ټولو غوره لار همدا ده، چي پر خپل شته شتمنۍ شکر و باسو."
مولانا جلاالدین بلخي رحمة الله علیه وایي: یوازي پیسې درلودل رزق او شتمني نه ده، بلکي پوهه، عقل، ادب، څهره، اولادونه او علم هم شتمني ده، او تر ټولو لویه شتمني د ښو ملګرو لرل دي.
نعمتونه دي وشمېره، وګوره چي څونده شتمن یې. د خپل رب په وړاندي د شکر سر ټیټ کړه. الله به نور هم درکړي.
www.taleemulislam.net