تازه سرليکونه
د (نبوي سيرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مختصر نبوي سیرت ( ۴۰وروستۍ برخه ) د نبي (ص) غسل
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 7, 2024
  0
لیکوال: شیخ موسی بن راشد عازمي
 ترجمه: سلطان محمود صلاح/تعلیم السلام ویب پاڼه
 
مختصر نبوي سیرت
(څلوېښتمه او وروستۍ برخه)
 
د نبي صلی الله علیه وسلم غسل
 
o د همدې ورځې په سبا د سه شنبې په ورځ له ابوبکر رضی الله عنه سره د خلیفه په توګه بیعت وشو،  نو د نبي صلی الله علیه وسلم کورنۍ وغوښتل نبي صلی الله علیه وسلم ته غسل ورکړي، خو د ترتیباتو په اړه یې اختلاف سره پیدا شو.
 
o ویل یې: قسم په الله چي نه پوهېږو څه وکړو؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ته همداسې خپلو مبارکو جامو کي غسل ورکړو او که د نورو مړیو په څېر یې مبارکي جامې ورنه وباسو؟!
 
o دوی لا پرېکړې ته نه وو رسېدلی چي پر ټولو خوب راغی، ویده شول، او په همدې حال کي یو غږ واورېدل شو چي ورته وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم ته په خپلو مبارکو جامو کي غسل ورکړئ.
 
o چي له خوبه راویښ شول، یو بل ته ېې د دې آواز خبره وکړه، نو پاڅېدل او نبي صلی الله علیه وسلم ته یې په مبارکو جامو کي پټ غسل ورکړ، مور او پلار مې ترې قربان وصلی الله علیه وسلم.
 
o دې کسانو ته دا شرف حاصل شو چي نبي صلی الله علیه وسلم ته غسل ورکړي:
 
- علي بن أبي طالب، عباس او زامن یې: فضل، قُثم،او أسامه بن زید او د نبي صلی الله علیه وسلم خادم شُقران رضي الله عنهم أجمعین.
- عباس او زامنو یې فضل او قُثم رضي الله عنهم نبي صلی الله علیه وسلم په یوه اړخ او بل اړخ اړاوه، اسامه او شُقران رضي الله عنهما اوبه ورباندې اچولې او علي بن أبي طالب رضي الله عنه نبي صلی الله علیه وسلم ته غسل ورکاوه. صلی الله علیه وسلم
 
- د رسول الله صلی الله علیه وسلم غسل چي وشو، نو په دریو سپینو جامو کي په کفن شو، مور او پلار مې ترې قربان، بیا یې مطهر جسد پر خپل کټ د عائشې رضي الله عنه په خونه کي کيښودل شو، صلی الله علیه وسلم.
 
د نبي صلی الله علیه وسلم د جنازې لمونځ
 
o نبي صلی الله علیه وسلم ته چي غسل ورکړل شو او مطهر جسد یې د عائشې رضي الله عنها په خونه کي پر خپل کټ کيښودل شو، نو خلکو ته اجازه ورکړل شوه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د لمانځه له پاره ورشي، دا لمونځ په جمع (جماعت) نه و، بلکي هر وګړي به ځان ځانته لمونځ ورباندې کاوه.
 
o حافظ ابن کثیر ویلي: دا یوه اتفاقي خبره ده، هیڅ اختلاف په کي نه شته چي د نبي صلی الله علیه وسلم د جنازې لمونځ په جماعت نه، بلکي ګوښی ګوښی ادا شوی دی.
 
د نبي صلی الله علیه وسلم تدفین
 
o اصحاب رضي الله عنهم چي پر نبي صلی الله علیه وسلم له لمانځه فارغ شول، نو مشورې یې پیل کړې چي نبي صلی الله علیه وسلم چيرته دفن کړي؟ په دې اړه هم د دوی تر منځ اختلاف راپیدا شو.
 
o نو ابوبکر رضي الله عنه ته یې خبر ورکړ چي څه وکړي؟ ابوبکر رضي الله عنه وویل: ما له نبي صلی الله علیه وسلم اوریدلي فرمایل یې: «ما قبض اللهُ تعالى نبيًّا، إلَّا في الموضعِ الذي يُحِبُّ أنْ يُدْفَنَ فيه».رواه الترمذي: الله تعالی د هر نبي روح په هغه ځای کي قبضوي کوم یې چي د هغه د دفن کولو له پاره خوښ کړی وي.
 
o په همدې سره د نبي صلی الله علیه وسلم له پاره د عائشې رضي الله عنها په خونه کي پر همغه ځای قبر وکیندل شو چيرته یې چي مبارکه روح قبض شوې وه، قبر ته یې عباس، علي او فضل رضي الله عنهم ورکوز شول.
 
o د نبي صلی الله علیه وسلم خادم شُقران د نبي صلی الله علیه وسلم په قبر کي یوه سور رنګه ټوټه یا کپړه وغوړوله او بیا یې رسول الله صلی الله علیه وسلم قبر ته ورکوز کړ، مور او پلار مې ترې قربان وصلی الله علیه وسلم.
 
o قُثم بن عباس رضي الله عنهما هغه شخص دی چي د نبي صلی الله علیه وسلم د تر ټولو وروستي  دیدار شرف لري؛ تر قُثم رضي الله عنه وروسته بل څوک د نبي صــــلی الله علیه وسلم په دیـدار نه دي مشرف شوی. نبي صلی الله علیه وسلم د چهارشنبې په شپه دفن شو، صلوات الله و سلامه علیه.
 
د نبي صلی الله علیه وسلم په رحلت د اصحابو رضي الله عنهم خواشیني
 
o اصحاب رضي الله عنهم د نبي صلی الله علیه وسلم په رحلت له حده زیات خفه او خواشیني وو، انس رضي الله عنه وایي: فَمَا رَأَيْتُ يَوْمًا كَانَ أَقْبَحَ، وَلَا أَظْلَمَ مِنْ يَوْمٍ مَاتَ فِيهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: په ژوند کي مې د نبي صلی الله علیه وسلم د وفات تر ورځې زیاته بد رنګه، توره او تیاره ورځ نه ده لیدلې.
 
د سپیڅلي نبوي سیرت دا ګلورینه لړۍ همدلته پای ته ورسیده والحمد لله رب العالمین.
 
پای
 
www.taleemulislam.net
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته