تازه سرليکونه
د (نبوي سيرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مختصر نبوي سیرت ( دېرشمه برخه/ د حُنَیْن غزا)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 11, 2024
  0
لیکوال: شیخ موسی بن راشد عازمي
 ترجمه: سلطان محمود صلاح/تعلیم السلام ویب پاڼه
 
مختصر نبوي سیرت
( دېرشمه برخه )
 
د حُنَیْن غزا
 
o د آتم هجري کال د شوال میاشتي په (۶مه) رسول الله صلی الله علیه وسلم طائف ته د نژدې پرتې درې (حُنین) پر لور وخوځېد.
 
o د حُنَین پر لور د رسول الله صلی الله علیه وسلم د حرکت لامل دا و چي خبر شو طائف مېشتي هوازن قبیلې د محمد صلی الله علیه وسلم پر خلاف د جګړې له پاره زیات شمېر جنګیالان تیار او راغونډ کړي دي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وار ړومبی کړ او مخکي تر دې چي هغوی پر مکه برید وکړي اسلامي لښکر د دوی پر لور ورغی.
 
o هوازن قبیلې شل زره جنګیالان راغونډ کړي وو، مېرمني، ماشومان او څاروي یې لکه اوښان او پسونه هم ورسره وو، مشري یې د مالک بن عَوْف پر غاړه وه.
 
o نبي صلی الله علیه وسلم له دوولس زره غازیانو سره له مکي روان شو، له دې ډلي لس زره هغه غازیان وو چي له مدینې د مکي د فتحي له پاره ورسره راغلي وو او پاتي دوه زر نور د مکي له هغو کسانو وو چي نبي صــــلی الله علیه وسلم له فتحي وروسته بخښلي او په اسلام مشرف شوي وو.
 
o نبي صلی الله علیه وسلم له مکي د روانېدو پر مهال عَتَّاب بن أَسِیْدٍ رضي الله عنه د والي، حاکم یا امیر په توګه وټاکه، نوموړی د اسلام په تاریخ کي د مکي لومړنی امیر دی.
 
o نبي صلی الله علیه وسلم د حُنَین پر لور د لاري په اوږدو کي هغه لویه ونه ولیده چي ذات أنْوَاط بلل کيده او عربانو به لمانځله، ځانونه به یې د تبرک په نیت ورباندي موښل.
 
o د مکې نویو مسلمانانو (هغه چي د فتحي له ورځي وروسته په اسلام مشرف شوي وو، خو ایمان یې لا کمزوری و) رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل: یا رسول الله!موږ ته هم د دې خلکو د ذات انواط په شان ذات انواط وټاکه.
 
o د دوی په دې خبري سره رسول الله صلی الله علیه وسلم په غصه شو، وې فرمایل: اللهُ أَكْبَرُ، إِنَّهَا السُّنَنُ، قُلْتُمْ ـ وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ ـ كَمَا قَالَتْ بَنُو إِسْرَائِيلَ: ﴿ٱجۡعَل لَّنَآ إِلَٰهٗا كَمَا لَهُمۡ ءَالِهَةۚ﴾[الأعراف] الله اکبر، تاسو خو داسي خبره وکړه لکه د موسی علیه السلام قوم چي کړې وه؛ ورته ویلي یې وو: موږ ته د دوی (بت لمانځونکو) په څېر یو معبود غوره کړه.
 
o نبي صلی الله علیه وسلم د حُنین درې ته ورسېد، سهار وختي یې خپل لښکر آماده کړ؛ بیرغونه او ډلګي یې جوړ کړل، ټول غازیان یې په منظمو لیکو کي ترتیب او تنظیم کړل.
 
o رسول الله صلی الله علیه وسلم خالد بن ولید رضي الله عنه د خپلو شهسوارو(سپرو مجاهدینو) قومندان وټاکه او خپلو اصحابو ته یې د فتحې زیری ورکړ، ورته وې فرمایل که صبر او مقاومت مو وکړ بری ستاسو دئ.
 
o د غازیانو له ډلي هغه چي لا یې ایمان په زړونو کي پخې رېښې نه وې ځغلولي د اسلامي لښکر د شمېر په زیاتوالي غره شول، سره وې ویل: واللهِ لا نُغْلَبُ الْیَوْمَ مِنْ قِلَةٍ: قسم په الله چي نن به مو د شمېر کموالی د ماتي  لامل نه وي. ګواکي د دوی تکیه تر ډېره پر شمېر وه.
 
o مسلمان غازیان روان شول او  د حُنَین درې ته چي یوه ډېره ژوره دره وه، ورکوزېدل، په دې نه وو خبر چي د هوازن خلکو د درې په لاندینۍ برخه کي کمین ورته نیولی دی.
 
o مسلمانان چي د درې منځ ته کوز شول، د هوازن جنګیالانو په یو وار برید پرې وکړ، له هري خوا ورباندي راتوی شول، خالد بن ولید هم داسي کلک ګوزار وخوړ چي راپرېوت.
 
o د بني سُلَیْم سپرو مخ په شا تېښته پیل کړه، د مکې نوي مسلمانان هم ورپسې په منډه شول او په دې توګه په اسلامي لښکر کي ماتي ګډه شوه او هر لور ته تښتېدل.
 
o براء بن عازب رضي الله عنه وایي: مسلمانان له داسي غشي ویشتونکو سره مخامخ شول چي یو غشی یې هم خطا نه لګېده، پر مسلمانانو یې د غشو باران وکړ او سخته دقیقه نښه یې ویشتله.
 
o نبي صلی الله علیه وسلم د درې په ښي اړخ کي ثابت قدمه ولاړ و، ډېر کم شمېر مهاجرین، انصار او د خپلې کورنۍ غړي یې ورسره په میدان پاتې وو، له دې ډلي د ابوبکر، عمر او علي رضي الله عنهم نومونه د یادولو دي.
 
o نبي صلی الله علیه وسلم همدلته تښتېدلیو مسلمانانو ته داسي غږ وکړ: «اِلَيَّ عِبادَاللهِ، هَلُمُّوا اليَّ، أنا رسول الله، أنا مُحَمَّدٌ». اې د الله بندګانو! زما خوا ته راشئ، په منډه زما خوا ته راشئ، زه رسول الله یم، زه محمد یم، صلی الله علیه وسلم.
 
o د نبي صلی الله علیه وسلم په دې آواز سره هیچا هم غوږ ونه ګراوه، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم په داسي حال کي چي پر خپله قاطره سپور و د مشرکینو پر لور ورودانګل او فرمایل یې: «أَنَا النبيُّ لا كَذِبْ... أَنَا ابنُ عبدِ المُطَّلِبْ». بې شکه چي زه نبي یم او زه د عبدالمطلب زوی (لمسی) یم.
 
o عباس رضي الله عنه د نبي صلی الله علیه وسلم د قاطرې پړی یا واګي نیولي وې، د نبي صلی الله علیه وسلم د تره زوی ابوسفیان بن حارث رضي الله عنه یې د قاطري رکاب نیولی و، دواړو هڅه کوله قاطره د دښمن پر لور  ډېره ګړندۍ مخکي لاړه نه شي.
 
o بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم له قاطري کوز شو، له خپل رب یې د نصرت دعاء وکړه، وې فرمایل: «اللَّهُمَّ نَزِّلْ نَصْرَكَ، اللَّهُمَّ إِنْ تشأ لَمْ تُعْبَدْ بَعْدَ اليَوْمِ ». رواه مسلم: خدایه! خپل نصرت دي راباندي نازل کړه، خدایه! که ستا اراده وي (که موږ مات شو) نو بیا به دي له نن وروسته عبادت ونه شي!
 
o رسول الله صلی الله علیه وسلم جګړې ته ادامه ورکړه، ورسره پاتي اصحابو رضي الله عنهم هم جګړه کوله، نبي صلی الله علیه وسلم په دومره مېړانه، همت او شجاعت جګړه کوله چي اصحابو به په دې سختو شېبو کي په ده صلی الله علیه وسلم ځانونه ساتل؛ پناه به یې وروړله.
 
o علي بن أبي طالب رضي الله عنه ویلي: جګړه به چي ډېره سخته شوه، لښکرې به سره لاس په لاس شوې، نو موږ به رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورټول شو او دی صلی الله علیه وسلم به مو د ځان ساتني له پاره لکه سپر غوره کړ.
 
o بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل تره عباس رضي الله عنه ته چي لوړ آواز یې درلود وفرمایل: یا عَبَّاسُ نَادِ أصحاب السَّمُرَةِ و هي الشجرة». عباسه! د وني (چي تر لاندي یې د رضوان بیعت شوی و) خاوندانو ته غږ کړه.
 
o نو عباس رضي الله عنه هغو اصحابو ته غږ کړ چي تر ونه لاندي یې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د رضوان بیعت کړی و، مسلمانانو چي د عباس غږ واورېد، بېرته د رسول صلی الله علیه وسلم پر لور راتاو شول.
 
o مسلمانانو د بېرته راګرځېدو په مهال ویل: لبیک، لبیک، او دومره په بیړه به راتاوېدل چي ځینو پر اوښ سپرو به هڅه کوله د خپل اوښ مخه راوګرځوي چي نه به راګرځېد، نو له ډېرې بیړې به یې ورنه ټوپ کړ، اوښ به یې پرېښود او خپله به یې د عباس په خوا ورمنډه کړه.
 
o عباس رضي الله عنه چي د وني خاوندانو (د رضوان بیعت شرف درلودونکو) ته چیغه وکړه، مسلمانان یې په اورېدو داسي راتاو شول چي عباس رضي الله عنه یې په اړه وايي:دوی چي زما دا چیغه واورېده داسي په مینه او بیړه راتاو شول لکه غوا چي د خپل خوسکي پر لور منډه کړي، دا د رضوان بیعت ته د وفاء یوه نمونه وه.
 
o دلته د جګړې اور زور واخست، نبي صلی الله علیه وسلم د خپلي قاطري له شا کتل او وې فرمایل: «الآنَ حَمِیَ الْوَطِیسُ» رواه مسلم: اوس نو جګړه سره شوه.
 
o بیا نبي صلی الله علیه وسلم څو شګي واخستې او د کفارو مخونو ته یې وروشیندلې او وې فرمایل: «شاهَتِ الْوُجُوهُ». مخونه یې تور. په دې سره د هر کافر جنګیالي سترګي او خوله له شګو او خاورو ډکه شوه.
 
o ورپسې نبي صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «انهزموا و ربِّ الکعبةِ، انهزموا و رَبِّ الکعبةِ». رواه مسلم: د کعبې په رب قسم چي مات شول، د کعبې په رب قسم چي مات شول. بیا الله تعالی د خپل رسول صلی الله علیه وسلم او مؤمنانو د ملاتړ له پاره پرښتې راکوزي کړې.
 
o الله تعالی فرمایلي: لَقَدْ نَصَرَكُمُ اللَّهُ فِي مَوَاطِنَ كَثِيرَةٍ وَيَوْمَ حُنَيْنٍ إِذْ أَعْجَبَتْكُمْ كَثْرَتُكُمْ فَلَمْ تُغْنِ عَنْكُمْ شَيْئًا وَضَاقَتْ عَلَيْكُمُ الْأَرْضُ بِمَا رَحُبَتْ ثُمَّ وَلَّيْتُمْ مُدْبِرِينَ. ثُمَّ أَنْزَلَ اللَّهُ سَكِينَتَهُ عَلَى رَسُولِهِ وَعَلَى الْمُؤْمِنِينَ وَأَنْزَلَ جُنُودًا لَمْ تَرَوْهَا وَعَذَّبَ الَّذِينَ كَفَرُوا وَذَلِكَ جَزَاءُ الْكَافِرِينَ.(۹ /۲۵- ۲۶.
 
ترجمه: یقینا چي الله په ډېرو ځایونو کي ستاسو مرسته وکړه او د حنین په ورځ هم، هغه مهال چي خپل ډېرښت غره کړي وی، خو هیڅ څه یې له تاسو دفع نه کړی شو او ځمکه سره له پراخوالي یې پر تاسو تنګه شوه، بیا (دښمن ته) شا اړوونکي شوی.بیا الله خپله ډاډېینه پر خپل رسول او پر مؤمنانو نازله کړه او هغه پوځونه یې راولېږل چي تاسو نه لیدل او هغه کسان یې تعذیب کړل چي کافران شوي وو او همدا د کافرانو سزا ده.
 
o د حُنین په غزا کي ملائکو جګړه نه ده کړې، بلکي یوازي د دې له پاره رالېږل شوي وې چي کفار وډار کړي او په زړونو کي وېره واچوي.
 
o له ابن عباس رضي الله عنهما په روایت ثابته ده چي ملائکو د بدر له ستري غزا پرته په بله هېڅ یوه غزا کي جګړه نه ده کړې، دا یوازي د بدرالکبری ځانګړتیا ده چي پرښتې په کي جنګېدلي دي.
 
o ملائکي چي راکوزي شوې کفار هري خواته په منډه شول، په همدې مهال رسول الله صلی الله علیه وسلم پوښتنه وکړه چي خالد بن ولید چيري دی؟ که ګوري هغه په داسی حال کي چي سخت ټپي شوی خپلي سپرلۍ ته تکیه وهلې او د خوځېدو نه دی.
 
o نبي صلی الله علیه وسلم یې خوا ته ورغلی، مبارک لاس یې د هغه پر ټپ کيښود او دماوه یې څو د خالد رضي الله عنه ټپ جوړ روغ شو او دا د نبي صلی الله علیه وسلم یوه بله معجزه وه.
 
o مسلمانانو کفار پسي واخستل، وهل یې، وژل یې او نیول یې، څو کفارو د جګړې له ډګره پښې سپکي کړې، مېرمني، اولادونه او څاروي یې ټول پرځای پرېښودل.
 
o مسلمانانو له کفارو ډېر غنیمتونه ونیول، دا غنیمتونه دا وو: څلور ویشت زره اوښان، څلوېښت زره پسونه، څلور زره اوقیه ۲۴ قیراطه سپین زر(یوه اوقیه څلوېښت درهمه یا ۲۰۰،۸ ګرامه کیږي).
 
o د کفارو ښځي او ماشومان ټول مسلمانانو اسیران کړل، نبي صلی الله علیه وسلم امر وکړ چي دا ټول غنیمتونه دي په جِعْرانه کي یوځای راغونډ کړی شي، ټول هملته راټول کړی شول او ساتونکي ورته وټاکل شول.
 
o نبي صلی الله علیه وسلم دا غنیمتونه تقسیم نه کړل، امر یې وکړ چي د طائف پر لور تښتېدلي او هملته ځای پر ځای شوي کفار دي تعقیب شي.
 
نوربیا... 
www.taleemulislam.net
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته