لیکوال: شیخ موسی بن راشد عازمي
ترجمه: سلطان محمود صلاح/ تعلیم السلام ویب پاڼه
مختصر نبوي سیرت
( اوُه دېرشمه برخه )
د نبي صلی الله علیه وسلم ناروغتیا
o نبي صلی الله علیه وسلم د صفر میاشتې په وروستیو شپو ورځو کي د خپل ژوند په وروستي رنځ رنځور شو، دیارلس ورځې ناروغ و، د رنځ پیل یې دا و چي په مبارک سر یې درد شو.
o نبي صلی الله علیه وسلم د عائشې رضي الله عنها کره و چي مبارک سر یې په درد شو، د همدې رنځورتیا په موده کي یې په خپل نوبت د هري مېرمني کور ته تشریف ووړ.
o نبي صلی الله علیه وسلم چي د میمونې رضي الله عنها کور ته ورغی رنځ او درد یې زیات شو، همدلته یې له خپلو مېرمنو اجازه وغوښتله چي د رنځ موده د عائشې رضي الله عنها کره تېره کړي، څو هملته یې خدمت او درملنه وشي! مېرمنو یې اجازه ورکړه.
o نبي صلی الله علیه وسلم د عائشې رضي الله عنها کره و چي رنځ یې زیات شو، سخته تبه ورباندې راغله، د مبارک بدن حرارت یې ډېر شو.
o ابو سعید خدري رضي الله عنه ورته وویل: یا رسول الله! دا څومره سخته تبه دې ده! نبي صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: «اِنَّا کَذلِکَ یُضَعَّفُ لَنَا البَلاءُ و یُضَعَّفُ لَنَا الأجْرُ».رواه ابن ماجه: موږ (انبیاء علیهم السلام) همداسې یو، هم مو ازموینه سخته وي او هم مو اجر څو چنده.دا حدیث په بل روایت داسې راغلی دی: «إِنَّا كَذَلِكَ يُشَدَّدُ عَلَيْنَا الْبَلَاءُ وَيُضَاعَفُ لَنَا الْأَجْرُ».
o رسول الله صلی الله علیه وسلم به د بیمارۍ په دې شپو ورځو کي هم په لمانځه کي د خلکو امامت کاوه، خو کله یې چي رنځ زیات شو، نور یې جومات ته د تګ توان نه و، نو ابوبکر رضي الله عنه ته یې امر وکړ چي د خلکو امامت وکړي.
o بیا یوه ورځ د نبي صلی الله علیه وسلم صحت نسبتا ښه و، نو په داسې حال کي جومات ته ووت چي پر فضل بن عباس رضي الله عنهما یې تکیه کوله، منبر ته پورته شو او د خپل مبارک ژوند وروستۍ خطبه یې خلکو ته واوروله.
o نبي صلی الله علیه وسلم په دې خطبه کي د ابوبکر رضي الله عنه د فضیلت یادونه وکړه، د انصارو فضیلت یې بیان کړ او له هغوی سره یې د نېکۍ توصیه وکړه، د أسامه بن زید رضي الله عنهما فضیلت ته یې اشاره وفرمایله او څرګنده یې کړه چي نوموړی د امارت او قیادت پوره وړتیا لري.
o د بیهقي په دلائل النبوة کتاب کي راغلي چي نبي صلی الله علیه وسلم خپل مبارک ځان د قصاص له پاره خلکو ته وړاندې کړ (که څوک د کوم ډول وهلو یا بل کوم تېري کومه ادعاء ورباندې لري، کولی شي همدا اوس له نبي صلی الله علیه وسلم خپل حق واخلي او د قصاص حکم عملي کړي)، خو دا ډېر کمزوری روایت دی، اسناد یې نهایت ضعیف بلل شوی دی.
o په همدې خطبه کي نبي صلی الله علیه وسلم خپل امت له دې منع کړ چي د ده مبارک قبر د مسجد په توګه غوره کړي، دا یې په ډاګه کړه چي ډېر بد دي هغه خلک چي د خپلو انبیاوو علیهم السلام قبرونه یې په جوماتونو (د سجدو ځایونو) بدل کړي دي.
o رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «اللَّهُمَّ لَا تَجْعَلْ قَبْرِيَ وَثَنًا، لَعَنَ الله قَوْماً اتَّخَذُوا قُبُورَ أَنْبِيَائِهِمْ مَسَاجِدَ". و في روایة عِیدا». رواه أحمد: خدایه! زما قبر د بُت په څېر مه ګرځوه (چي خلک یې عبادت وکړي)، الله تعالی پر هغو خلکو لعنت ویلی چي د خپلو انبیاوو علیهم السلام قبرونه یې د عبادت او مېلو ځایونه جوړ کړي.
o ابن القیم وایي: د نبي صلی الله علیه وسلم دا امر په دې دلالت کوي چي امت یې باید مبارک قبر داسې ونه ګرځوي چي د لمونځونو له پاره د عیدونو او جشنونو په څېر ورته راغونډیږي.
o نبي صلی الله علیه وسلم تر هغې دا کوشش کاوه چي په جومات کي د خلکو د لمانځه امامت وکړي، څو درد او رنځ یې دومره زیات شو چي نور له کوره د وتلو نه و.
په لمانځه کي د ابوبکر رضي الله عنه امامت
o همدا وه چي نبي صلی الله علیه وسلم ابوبکر رضي الله عنه ته دنده وسپارله په لمانځه کي د خلکو امامت وکړي، دا مطلب په هغو مبارکو احادیثو کي راغلی چي بخاري او مسلم روایت کړي دي.
o نبي صلی الله علیه وسلم له رحلت دری ورځې مخکي خپلو اصحابو رضي الله عنهم ته دا توصیه وکړه چي تل د الله تعالی په اړه نېک ګومان ولري، فرمایي: «لا يَمُوتَنَّ أَحَدُكُمْ إلَّا وَهو يُحْسِنُ الظَّنَّ باللَّهِ». د تاسو هر یو دې د مرګ تر ورځې په الله تعالی نېک ګومان کوي.
o امام نووي رحمه الله وایي: په دې مبارک حدیث کي له قُنُوط (ناهیلۍ) منع شوې ده، په الله تعالی نېک ګومان دا دی چي د رحمت او مغفرت هیله یې ولري، دا یې باور وي چي الله تعالی رحمت ورباندې کوي او ګناوې یې وربښي.
o له رحلت دوې ورځې وړاندې نبي صلی الله علیه وسلم خپل رنځ او درد څه کم ولید، نو په داسې حال کي د باندې ووت چي پر دوو تنو یې تکیه کړې وه او مبارکي پښې یې له ډېر رنځ او کمزورۍ ورپسې کښولې.
o نبي صلی الله علیه وسلم چي جومات ته ورسېد ابوبکر رضي الله عنه د خلکو امامت کاوه، په لمانځه ولاړ وو، ابوبکر چي پوه شو نبي صلی الله علیه وسلم تشریف راوړ، نو وې غوښتل په شا شي، خو نبي صلی الله علیه وسلم اشاره ورته وفرمایله چي له ځایه دې مه خوځېږه، او نبي صلی الله علیه وسلم د ابوبکر چپې خوا ته کیناست.
o په لمانځه کي د عمر رضي الله عنه د امامت خبره او دا چي نبي صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «یأبی اللهُ والمسلمون الا أبابکر: الله تعالی او مسلمانان له ابوبکر پرته بل امام نه غواړي» دا یو ضعیف حدیث دی چي امام احمد او نورو روایت کړی دی.
o د یکشنبې په ورځ د نبي صلی الله علیه وسلم له رحلت یوه ورځ مخکي د نبي صلی الله علیه وسلم رنځ زیات شو، صحي حالت یې خراب شو، د اسامة رضي الله عنه تر مشرۍ لاندې تیار شوی لښکر چي خبر شو، له لارې بېرته مدینې ته راستون شو.
o نبي صلی الله علیه وسلم د دوشنبې شپه ډېره سخته تېره کړه، صحت یې نهایت خراب و، سهار مهال لږ را په حال شو.
o همدا سهار نبي صلی الله علیه وسلم د خپلې حجرې پرده پورته کړه، خلکو ته یې وکتل چي صف صف په ابوبکر صدیق رضي الله عنهم پسې په لمانځه ولاړ دي، د اصحابو د دې اجتماع په لیدو سره نبي صلی الله علیه وسلم له خوښۍ تبسم وکړ.
o انس رضي الله عنه وایي: د نبي صلی الله علیه وسلم مبارک مخ دومره ښکلی او نوراني راته ښکارېده ته به وایې د مصحف پاڼه ده، نژدې وه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په لیدو له ډېرې خوشالۍ لمونځونه پرېږدو.
o بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم اصحابو رضی الله عنهم ته وفرمایل چي: د نبوت لړۍ نوره ختمه ده، له دې وروسته به یوازې زیري یعنې نېک او ښه خوبونه وي چي مؤمنان به یې ویني.
o خلکو چي رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې حالت کي ولید ګومان یې وکړ چي صحت یې ښه شوی، او په همدې ګومان په ډېره خوشالۍ خپلو کورونو او کارونو ته لاړل.
o ابوبکر رضي الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم وغوښتل چي سُنْح سیمه کي د خپلې کورنۍ لیدو ته د ورتګ اجازه ورکړي. نبي صلی الله علیه وسلم یې غوښتنه ومنله او اجازه یې ورکړه.
نوربیا...
www.taleemulislam.net