تازه سرليکونه
د (نبوي سيرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مختصر نبوي سیرت (دوه دېرشمه برخه) د نبي صلی
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 20, 2024
  0
لیکوال: شیخ موسی بن راشد عازمي
 ترجمه: سلطان محمود صلاح/ تعلیم السلام ویب پاڼه
 
مختصر نبوي سیرت
(دوه دېرشمه برخه )
 
د نبي صلی الله علیه وسلم د زوی ابراهیم زیږېدل
 
o د آتم هجري کال په ذي القعده میاشت کي د محمد صلی الله علیه وسلم زوی ابراهیم د خپلي مور ماریه قبطیه په کور کي چې په العالِیه کي نبي صلی الله علیه وسلم ورته برابر کړی و، دنیا ته راغی.
 
o د ابراهیم مور ماریه قبطیه یوه وینځه وه چې د مصر واکمن مُقَوقِس نبي صلی الله علیه وسلم ته ورکړې وه، نو هغه  د نبي صلی الله علیه وسلم وینځه وه؛ نه مېرمن.
 
o امام مسلم په خپل کتاب کي د انس رضي الله عنه دا روایت راوړی دی چې وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «وُلِدَ لِيَ اللیلةَ غُلاَمٌ، فَسَمَّیْتُه باسمِ ابي ابراهیمَ». نن شپه زما زوی پیدا شو چي د خپل نیکه ابراهیم په نوم مي ونوماوه.
 
o د انصارو مېرمنو هرې یوې دا هڅه کوله ابراهیم ته د تي ورکولو (رضاعت) شرف وګټي، ځکه مور یې ماریه پوره شیدې نه لرلې، نو نبي صلی الله علیه وسلم خپل زوی ابراهیم أم سَیف ته ورکړ چې شیدې (تی) به ورکوي.
 
o انس رضي الله عنه وایي: هیڅوک مي پر خپل عیال او اولاد له رسول الله صلی الله علیه وسلم زیات مهربان نه دي لیدلي، وخت ناوخت به خپل زوی ابراهیم ته ورته، غیږ کي به یې اخست او مچي کاوه به یې.
 
د پلاویو کال
 
o نهم هجري کال رابره شو، سیرت او تاریخ پوهان دغه کال د عام الوفود (پلاویو کال) په نوم نوموي، نبي صلی الله علیه وسلم  د تبوک غزا له مودې پرته دغه کال مکمل په مدینه کي پاتې شو او له مختلفو سیمو راتلونکي پلاوي به یې حضور ته منل.
 
o د قبایلو د مشرانو له (۶۰) زیات وفدونه مدینې ته د اسلام راوړلو په نیت راغلل، نهم کال په رښتیا چې د پلاویو د استقبال او راتګ کال و.
o په نهم هجري کال کي مدینې ته د راغلیو پلاویو له ډلي دا پلاوي یادولی شو:
 
- د باهِله پلاوی.
 
- د بني تَمِیم پلاوی.
 
- د بني اسد پلاوی.
 
- د بَجِیلَه او أَحْمَس پلاوی.
 
- او نور...
 
د نجاشي وفات
 
o د نهم هجري کال په رجب میاشت کي د حبشې امپراطور نجاشي اصْحَمَه رضي الله عنه هملته حبشه کي وفات شو او نبي صلی الله علیه وسلم یې د جنازې غائبانه لمونځ وکړ.
 
o جابر بن عبدالله رضي الله عنهما وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «مَاتَ الْيَوْمَ رَجُلٌ صَالِحٌ، فَقُومُوا فَصَلُّوا عَلَى أَخِيكُمْ أَصْحَمَةَ». متفق علیه. نن یو صالح سړی وفات شوی، راځئ د خپل ورور اصحمه د جنازې لمونځ وکړئ.
 
o ابوهریره رضي الله عنه وایي: نجاشي چي وفات شو، رسول الله صلی الله علـیه وسلم یې همغه ورځ موږ ته غمشریکي وویله او وې فرمایل: «استغفروا لأخیکم». د خپل ورور له پاره د مغفرت دعاء وکړئ.
 
o جابربن عبدالله رضي الله عنهما وایي: «نبي صلی الله علیه وسلم د نجاشي د جنازې لمونځ ادا کړ، موږ ورپسې صفونه جوړ کړل، چې زه (جابر) په دوهم یا درېیم صف کي ولاړ وم.
 
نوربیا... 
www.taleemulislam.net
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته