تازه سرليکونه
د (نبوي سيرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مختصر نبوي سیرت ( ۳۹ برخه ) د نبي (ص) د رحلت په
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 1, 2024
  0
لیکوال: شیخ موسی بن راشد عازمي
 ترجمه: سلطان محمود صلاح/ تعلیم السلام ویب پاڼه
 
مختصر نبوي سیرت
 
( نه دېرشمه برخه )
 
د نبي صلی الله علیه وسلم رحلت
 
د نبي صلی الله علیه وسلم د رحلت په اړه د اصحابو دریځ
 
o د نبي صلی الله علیه وسلم د رحلت خبر په مدینه کې خپور شو، اصحابو رضي الله عنهم چي له خپل نبي صلی الله علیه وسلم سره له حده زیاته مینه درلوده، نو د رحلت دا غموونکی خبر یې هر یوه ته لکه تندر داسې و.
 
o اصحاب رضي الله عنهم د نبي صلی الله علیه وسلم د لیدو له پاره د عائشې رضي الله عنها کره ورتلل او ویل یې: نبي صلی الله علیه وسلم به څنګه مري، هغه خو پر موږ شاهد او موږ پر خلکو شاهدان یو؟!
 
o عمر رضي الله عنه چي کله د نبي صلی الله علیه وسلم لیدو ته راغی او وې لید، نو وې ویل:هی، هی رسول الله صلی الله علیه وسلم بېهوشه شوی، سخته بېخودي ورباندې راغلې!!
 
o بیا د عائشې رضي الله عنها له خونې ووت توره یې له تېکي راویستله او خلکو ته یې اعلان وکړ؛ قسم په الله که مې واورېدل چا ویلي و چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفات شوی، سر به یې په دې توره قلم کړم!
 
o عمر رضي الله عنه دا هم ویل: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفات شوی نه دی، بلکې د موسی علیه السلام په څېر خپل رب ته ورغلی، قسم په الله چي رسول الله صلی الله علیه وسلم بېرته راځي لکه موسی چي بېرته راغلی و، زه به د هغو لاسونو او پښې پرې کړم چي ویلي یې وو او یا یې دا ګومان کړی و رسول الله صلی الله علیه وسلم وفات شوی!
 
o د نبي صلی الله علیه وسلم د رحلت غم دومره دروند و چي عمر رضي الله عنه غوندې پیاوړی شخصیت یې دې حالت ته رسولی و!
 
o ابوبکر رضي الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د رحلت په مهال په مدینه کې نه، لکه چي وویل شول د رسول الله صلی الله علیه وسلم په اجازه سُنْح کې د خپلې کورنۍ لیدو ته ورغلی و.
 
o یو صحابي ورغی او ابوبکر رضي الله عنه یې د نبي صلی الله علیه وسلم له رحلت خبر کړ، او دا یې هم ورته وویل چي خلک په داسې حال کې دي چي یو الله ښه ورباندې پوهیږي.
 
o ابوبکر رضي الله عنه فورا په خپل آس پښه واړوله او په بیړه مدینې ته راغی، نبوي جومات ته ننوت، که ګوري خلک ژاړي او عمر رضي الله عنه توره په لاس خلکو ته خبرې کوي.
 
o ابوبکر رضي الله عنه دې یوه ته هم ونه کتل، فورا د نبي صلی الله علیه وسلم لیدو ته ورغی، هغه مبارک پر خپل کټ پروت و، ابوبکر رضي الله عنه ورغی او د نبي صلی الله علیه وسلم مبارک مخ یې لوڅ کړ.
 
o ابوبکر رضي الله عنه وویل: إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّآ إِلَيهِ رَٰجِعُونَ (موږ ټول د الله یو او ټول د هغه لوري ته ورتلونکي یو)، په ژړا و، ورپرېوت او رسول الله صلی الله علیه وسلم یې مچي کړ، ویل یې: سپېڅلی ژوندی وې او سپېڅلی وفات شوی یا رسول الله! (صلی الله علیه وسلم) په الله مې دې قسم وي چي الله به دوه مرګه درنه کړي، خو دا مرګ چي الله مقرر کړی و دا دی د دې خوند دې وڅکه، له دې وروسته به هیڅکله مرګ ونه وینې! بیا یې د نبي صلی الله علیه وسلم مبارک مخ بېرته ورپټ کړ (صلی الله علیه وسلم).
 
o ابوبکر رضي الله عنه خلکو ته ورغی، هغوی له ډېره غمه په ځان نه پوهېدل، چا ته دا خبر د منلو نه و او څوک حیران دریان و، غم لکه تندر داسې ورباندې راپرېوتی و، عمر رضی الله عنه توره په لاس ولاړ و او هغه کسان یې ګواښل چي ویل یې نبي صلی الله علیه وسلم رحلت کړی.
 
o ابوبکر رضي الله عنه ورته وویل: عمره حوصله کوه! چوپ شه! خو عمر رضی الله عنه یې خبره ونه منله، چوپ نه شو، نو ابوبکر رضي الله عنه خلکو ته مخ کړ.
 
o ابوبکر رضي الله عنه خلکو ته خبرې پیل کړې، خلکو غوږ ورته ونیو، ورته متوجه شول، عمر رضي الله عنه یې پرېښود د ابوبکر رضی الله عنه خوا ته ورغلل، ابوبکر ورته وویل: اې خلکو! چا چي د محمد صلی الله علیه وسلم عبادت کاوه دا دی محمد صلی الله علیه وسلم وفات شو، او چا چي د الله تعالی عبادت کاوه، الله حي (تل ژوندی) دی هیڅ مرګ نه لري.
 
o لکه چي الله تعالی فرمایلي: «وَمَا مُحَمَّدٌ إِلَّا رَسُولٌ قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِهِ الرُّسُلُ ۚ أَفَإِن مَّاتَ أَوْ قُتِلَ انقَلَبْتُمْ عَلَىٰ أَعْقَابِكُمْ ۚ وَمَن يَنقَلِبْ عَلَىٰ عَقِبَيْهِ فَلَن يَضُرَّ اللَّهَ شَيْئًا ۗ وَسَيَجْزِي اللَّهُ الشَّاكِرِينَ (آل عمران: ۱۴۴)».
 
ترجمه: او محمد خو فقط یو رسول (استازی) دی چي تر ده مخکې هم ډېر رسولان تېر شوي، نو که هغه (محمد) ومري یا ووژل شي، آیا تاسو په خپلو پوندو په شا ګرځئ؟! او څوک چي په خپلو پوندو په شا وګرځي الله ته هیڅ تاوان نه شي رسولی، او الله به ډېر ژر شاکرانو ته اجر ورکړي.
 
 ابن عباس رضي الله عنهما وایي: خلکو چي دا آیت د ابوبکر له خولې واورېد داسې وو ته به وایې له دې مخکې یې هیڅ اوریدلی نه و، او یا یې په نزول هیڅ خبر نه وو!
 
o د نبي صلی الله علیه وسلم د رحلت غم دومره دروند و چي مدینه ټوله په  ژړا او واویلا وه، په رښتیا چي پر دې امت د نبي صلی الله علیه وسلم د وفات له غم او مصیبته ستر غم او مصیبت نه دی راغلی، صلی الله علیه وسلم.
 
نوربیا... 
www.taleemulislam.net
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته