لیکوال: شیخ موسی بن راشد عازمي
ترجمه: سلطان محمود صلاح/ تعلیم السلام ویب پاڼه
مختصر نبوي سیرت
( پنځه دېرشمه برخه )
د وَدَاع حج
o د لسم هجري کال په ذي القعده میاشت کي خلکو ته اعلان وشو چي نبي صلی الله علیه وسلم دا کال حج اداء کوي.
o په دې سره زیات شمېر خلک مدینې ته راټول شول، ټولو هیله درلوده په دې مراسمو کي د نبي صلی الله علیه وسلم د اتباع او پیروۍ شرف ترلاسه کړي. جابر وایي: ټول مدینې ته راغونډ شول چا چي وس درلود پاتې نه شو.
o دا حج د حَجَّةُ الْوَدَاعِ په نوم یادیږي، ځکه نبي صلی الله علیه وسلم د همدې حج په مهال له خلکو سره وداع (خدای په اماني، په مخه ښه) وکړه او وروسته یې بل حج په نصیب نه شو.
o د دې حج په سفر کي له نبي صلی الله علیه وسلم سره له سلو زرو زیات خلک ملګري وو، او په دې حج کي نبي صلی الله علیه وسلم خپلې نهه واړه مېرمني رضي الله عنهن أجمعین له ځان سره ملګري کړي وې.
o نبي صلی الله علیه وسلم د مدینې د میقات (ذي الحُلیفه) په لور روان شو، هملته یې د احرام له پاره غسل وکړ، بیا عائشې رضي الله عنها خوشبويي ورباندي ولګوله، ورپسې یې احرام وکړ، مور او پلار مي ترې قربان شه.
o همدلته ذی الحُلیفه کي د ابوبکر صدیق د مېرمني اسماء بنت عُمیس رضي الله عنهما زوی (محمد) پیدا شو، نبي صلی الله علیه وسلم اسماء ته امر وکړ چي غسل وکړي، څه ټوټه وکاروي او احرام وتړي.
o بیا نبي صلی الله علیه وسلم تلبیه وویله، خلکو هم ورسره ویله، په همدې مهال کي جبریل علیه السلام د نبي صلی الله علیه وسلم حضور ته راغی او امر یې ورته وکړ چي خپلو اصحابو ته په لوړ آواز د تلبیې ویلو امر وکړي.
o نبي صلی الله علیه وسلم د قِران حج نیت کړی و، کله چي د سَرِف سیمي ته ورسېد عائشه رضي الله عنها حائضه شوه، نو نبي صلی الله علیه وسلم امر ورته وکړ چي د بیت الله شریف له طواف پرته دې نور ټول مناسک اداء کوي.
o نبي صلی الله علیه وسلم د لسم هجري کال د ذي القعدې په څلورمه، د یکشنبې په ورځ مکي ته ورسېد، او غرمه مهال مسجد حرام ته داخل شو.
o نبي صلی الله علیه وسلم د عبد مناف دروازې له لاري چي همغه د بني شیبة دروازه ده مسجد حرام ته ننووت، دغه دروازه نن سبا د باب السلام په نوم یادیږي، بیا یې عمره اداء کړه.
o نبي صلی الله علیه وسلم چي عمره وکړه، د مکي ختیځي خوا ته په أبْطَح سیمه کي هستوګن شو، څو د ذي الحجې په آتمه چي د ترویه ورځ ده منی ته لاړ.
o نبي صلی الله علیه وسلم د ذي الحجې په آتمه چي د پنجشنبې ورځ وه د ماسپښین، مازدیګر، ماښام او ماسختن لمونځونه او د ذې الحجې د نهمي چي جمعه وه د سهار لمونځ په منی کي وکړ.
o نبي صلی الله علیه وسلم د ذي الحجې په نهمه چي د جمعې ورځ وه له لمر ختو وروسته عرفات ته روان شو، زوال مهال د عُرَنَه د ځمکي منځنۍ برخي ته ورسېد.
o نبي صلی الله علیه وسلم په داسي حال کي چي پر خپله قصواء نومي اوښه سپور و؛ هملته عُرَنَه کي خپله مشهوره خطبه؛ د عرفات خطبه وویله.
o رسول الله صلی الله علیه وسلم په عرفات کي ډېره ستره او جامع خطبه وویله، د اسلام بنسټونه یې په کي څرګند کړل، د شرک او جاهلیت ټول قواعد او بنسټونه یې ونړول.
o دلته د نبي صلی الله علیه وسلم د هغې تاریخي او تلپاتې خطبې بیانول ممکن نه دي، که څوک یې تفصیلات غواړي زما (مؤلف)کتاب «اللؤلؤ المکنون في سیرة النبي المأمون» کتاب ته دې مراجعه وکړي.
o رسول الله صلی الله علیه وسلم چي د عرفات خطبه وویله، د ماسپښین او مازدیګر لمونځونه یې یوځای او قصر (دوه رکعتي) اداء کړل او د دواړو لمونځونو تر منځ یې هیڅ نفلي لمونځ ونه کړ.
o بیا نبي صلی الله علیه وسلم پر خپله قصواء نومي اوښه سپور شو او د عرفات د درېدو ځای (موقف) ته لاړ، مخامخ قبلې ته ودرېد او تر لمر لوېدو یې په ولاړه خپل رب تعالی ته دعاء، سوالونه، عذر او زارۍ کولې.
o نبي صلی الله علیه وسلم فرمایلي چي تر ټولو غوره دعاء د عرفې د ورځي دعاء ده، نبي صلی الله علیه وسلم همدلته عرفات میدان کي و چي د الله تعالی دا مبارک قول ورباندي نازل شو: الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الْإِسْلَامَ دِينًا...(۵ /۳)
ترجمه: نن مو ستاسو دین درته بشپړ کړ او خپل نعمت مي درباندي پوره کړ او اسلام مې د دین په توګه درته غوره.
o لمر چي ښه سیي ولوېد، رسول الله صلی الله علیه وسلم له عرفاته د مزدلفې په لور وخوځېد.
o نبي صلی الله علیه وسلم په مزدلفه کي د ماښام او ماسختن لمونځونه یوځای او قصر (مسافرانه) وکړل، بیا یې تر سپېده داغ استراحت وکړ، چي سهار شو پاڅېد د سهار لمونځ یې وکړ، دا د نحر (قربانۍ یا ستر عید) ورځ وه چي د حج اکبر د ورځي په نوم هم یادیږي.
o وروسته نبي صلی الله علیه وسلم پر خپله قصواء اوښه سپور شو، مبارک مخ یې قبلې ته کړ، دعاء یې وکړه، تکبیر(الله اکبر)، تهلیل (لا اله الا الله) او د توحید کلمې یې ویلې څو ښه رڼا شوه.
o رسول الله صلی الله علیه وسلم د قربانۍ یا ستر عید په ورځ عبدالله بن عباس رضي الله عنهما ته امر وکړ چي د جمرو شګې ورته راټولي کړي، نو هغه اووه وړې شګي ورته راټولي کړې.
o بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم له لمر ختلو مخکي له مشعر حرام (مزدلفې) روان شو، او په دې سره یې د مشرکینو د هغه عادت مخالفت وکړ چي له دې ځایه به له لمرختلو وروسته روانېدل.
o نبي صلی الله علیه وسلم مخکي لاړ څو له ستري جَمْرې(جَمْرَة العَقَبَةالکُبْری) ته ورسېد، هلته د درې په لاندینۍ برخه کي داسي ودرېد چي بیت الله شریف یې چپې او منی یې ښۍ خوا ته وه، او په داسي حال کي یې جمرې ته مخ کړ چي پر اوښه سپور و.
o دغه مهال برېځر (غرمه) و، نبي صلی الله علیه وسلم همدا ستره جمره د درې له منځه په اوو شګو وویشتله، له هري شګي سره به یې تکبیر (الله اکبر) وایه او فرمایل به یې: «خُذُوا عَنِّي مَناسِكَكم». مناسک (د حج اړوند اعمال او احکام) له ما زده کړئ.
o بیا نبي صلی الله علیه وسلم په منی کي د قربانۍ د ذبح کولو ځای ته ورغی، او په خپل مبارک لاس یې (۶۳) اوښان حلال کړل، د قربانۍ دې اوښانو به هر یوه ځان ورته رامخکي مخکي کاوه څو له نورو قرباني شي.
o رسول الله صلی الله علیه وسلم چي د حج د قربانیو له حلالولو فارغ شو، حلاق (ویښتان خرېیونکی) یې راوغوښت، مبارک سر یې کل کړ، او دغه بختور حلاق (کلوونکی) مَعْمَر بن عبدالله عَدَوِي رضي الله عنه نومیده.
o انس رضي الله عنه وایي: ما رسول الله صلی الله علیه وسلم ته کتل چي حلاق یې مبارک ویښتان خرېیل، اصحاب یې شاوخوا ولاړ وو او د رسول الله صلی الله علیه وسلم مبارک ویښتان یې داسي په خپلو لاسونو کي راټولول چي یو ویښته به یې هم نه پرېښود پر ځمکه پرېوزي.
o نبي صلی الله علیه وسلم د مبارک سر تر کلولو(خرېیلو) وروسته کمیس واغوست، او عائشې رضي الله عنها خوشبويي ورباندې ووهله.
o نبي صلی الله علیه وسلم مبارک سر کل کړ، کمیس یې واغوست او خوشبويي یې ووهله.
o بیا پر اوښه سپور شو بیت الله شریف ته لاړ او د افاضې طواف یې وکړ، پر اوښه سپور و څو خلک یې ولیدلی شي او ټولو ته ښکاره وي.
o په طواف پسې یې د زمزم اوبه وڅښلې، بیا په همغه ورځ بېرته منی ته ستون شو.
o رسول الله صلی الله علیه وسلم به د تشریق په دری واړه ورځو کي له زوال وروسته جمرې ویشتلې.
o نبي صلی الله علیه وسلم خپل مبارک حج په طواف وداع سره پای ته ورساوه، او خلکو ته یې وفرمایل: «لا ينفِرنَّ أحدٌ منكم حتَّى يكونَ آخرَ عهدِه الطَّوافُ بالبيتِ». متفق علیه. هیڅوک دې د بیت الله له طواف مخکي خپلو سیمو ته نه ستنیږي.
o وروسته نبي صلی الله علیه وسلم په داسي حال کي چي څه اندازه د زمزم اوبه یې ورسره واخستلې د مدینې په لور روان شو.. دا وه د نبي صلی الله علیه وسلم د هغه مبارک حج لنډه کیسه چي حجة الوداع بلل کیږي.
نوربیا...
www.taleemulislam.net