د علم لغوي څرگندتيا
رالیږونکي : بصیر یوسفزي /تعلیم الاسلام ویب پاڼه
علم یوه عربي کلیمه ده چي پوهېدلو، زده کوو درک کولو اوخبرېدلو ته وایي چې په انگلیسي کي (Since) ورته وایي.
د علم اصطلاحي څرگندتيا (تعریف):
علم په اصطلاحي توگه ډېر تعریفونه لري خو تر ټولو مهم تعریف يې دادي.
د بهرني واقعیتونو زده کړي او پوهي ته علم وایي.
دعلم او ایډیالوژی ترمنځ توپیر:
په ډېرو وختوا ځايو کي خلک فکر کوي چي علم او ایډیالوژي یوشان دي او فرق نه لري، مګر په حقيقت کي د دغو دوو تر منځ ډیر ژورتوپیرونه وجود لري چي په دې لاندي مثال کي یې په پوره زیات څيړلای سو.
که چیري موږ د افغانستان په اړه بحث کوو او غواړو، چي دافغانستان د تاریخ، جغرافیې، ملیتونو، کلتور، سیاست، پیداوارو زراعت او پوهانو په اړه څېړنه وکړو دې ته علم وایي ځکه چي موږ په دې کي يوازي خپل په سترگو لیدلی شیان او حالت څېړو زموږ داڅېړنه د علم یوه برخه ده، ځکه موږ د یوه څېړونکي او ليدونکي په څېر پاته سوي يو او هغه څه چې مو لیدلي دي د خپلو احساساتو له ښکاره کولو څخه پرته موبیان کړي دي۔
مگر کله چي مو د دې څېړنو په اړه خپل نظر، نیوکه او مشکلاتو دحل لاره بیان کړې ده نو موږ د علم له چوکاټه پښه د باندی ایښې او نظراو ایډیا مو ښکاره کړې ده دغه پدیدې ته ایډیالوژي وایي.
نوکولای سو چي د علم او ایډیالوژی ترمنځ توپیر په لاندي څوټکو کې څرگند کړو.
الف : علم د واقعيتونو په هکله څېړنه ده، مگر ایډیالوژی دواقعیتونو په هکله باور دي۔
ب : علم واقعیتونه کشفوي ، مگر ایډیالوژي واقعیتونه جوړه وي یا تخلیق گره ده.
ج : عالم له تجربې، کتني او څېړني څخه وروسته نظر ورکوي مگر مفکر (ایډیالوگ) په ذهن او پوهه حقیقت بیان وي.
مفكر ټول شیان له خپل فكره څخه وایي او د خپل فکر، د ثبوت لپاره د هغې خبرې د ثبوت تر وخته پوري له خپلي خبري څخه دفاع کوي او اصلاح او سمونه پکښي راولي.
ماخذ: اسلامي نړۍ لید
www.taleemulislam.net