لیکنه : مفتي احسان الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د ټکنالوجي له دوره وړاندي مخکنيو علماو د هر دوربین او پرمختللې وسېلې بغیر ، یواځي د سترګو د نظر، او خپل ژور فکر په وسېله ، د فلک د علم په برخه کې داسي عجيبي او او نادري کارنامي تر سره کړې ، چې د ټکنالوجي سمبال علما ورته ګوته په غاښ دي ، بلکي د جدید ساینس ټول پرمختګونه قدیمو اصولو نتیجه ده ، خو نني علما د ګالیلیو له دوربین نه هم په څو چنده غوره او ښه دوربینونه کاروي ، له دغه دوربینو نه په رصدګاو کي د ستورو ، سپږمکیو او نورو سیارو ، نقل و حرکت په ډیر دقت سره څاري او مطالعه يې کوي ، تر دې پوري چې د فلک علما د پرمختللیو دوربینو په واسطه ، د پنځه زره ملیونو نوري کلونو په مصافې هر څه ښه واضح کتلای او څارلای سي . (او دا هم ښکاره خبره ده، چي نور یا رڼا په یو ثانیه کې چې 300,000 کیلومتره مصافه طی کوي ).
د شیخ ابو ایمن خلیل احمد عبد اللطیف کیرانوري د قول مطابق ، په آسیا کې تر ټولو ستر دوروبین ، د هند په جنوب کې موجود دی ، د دغه دوربین قطر ۲۳۴ سنټمیټره دی ، او د ښيښې وزن يې څلور زره کیلو دی ، خو تر دې هم لوی او ستر دوربین ، د امريکا د کلفورنیا په ایالت کې موجود دی ، د دې قطر ۴۹۸ سنټمیټره دی .
د دغه لویو دوربینونو په استعمال، او همدا شان د فضايي سپږمکیو په توغولو سره ، په فضا کې عجیب او غریب ستوري سیارې او سپږمکۍ کشف سوې ، د کشف دا لړۍ لا هم جریان لري ، د دغو دوربینونو او مصنوعي سپږمکیو په برکت ، په اوسني دور کې دا خبره واضحه سوه ، چې لمر ، او لمریز نظام او ټول کهکشانونه (galaxys)، تر اسمان لاندي په فضا کې موجود ، په ډیر ګړندي او تیز حرکت سره روان دوان دي ، په لمریز نظام (Solar System) کې ، عطارد تر ټولو تیز حرکت کونکی ستوری بلل سوی ، چې تقریبا په یوه ثانیه کي 47,87 کیلومتره مصافه طی کوي ، او پلوټو بیا تر ټولو سوست حرکت لرونکې ده ، چې په یوه ثانیه کي 4,74 کیلومتره مزل کوي ، او دا هم واضحه ده ، چې ټولي سیارې مداري حرکت هم لري: ﴿ وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ كُلٌّ فِي فَلَكٍ يَسْبَحُونَ ﴾ [الأنبياء: ۳۳] .
په هغه کون (Cosmos) کې ، چې زموږ په سترګو لیدل کیږي (observable Universe) ، تر اوسه پوري ۱۷۰ ملیاره کهکشانوه (galaxy) کشف سويدي ، او د زیاتره کهکشانو قطر له 1.000 بیا تر 100.000 فلکي فرسخ او یا 3,26 نوري کلو سره برابر دی .
د ناسا NASA په نامه امریکايي اداري په 2106-03-26 دا خبره نشر کړه ، چې تر اوسه پوري ۲۰۰ ملیار کهکشانونه کشف سويدي ، البته داسي دوربینونو ته تر اوسه پوري زموږ لاس رسی نسته ، چې دا ټول کهکشانونه ورباندي وليدلای سو ، نو ځکه ټول کهکشانونه موږ ته واضح نه ښکاري .
یاد ساتئ! چې دا به اخیري حد او پوله نه وي ، تر څو چې د پر مختللو دوربینو په استعمال د انسان سترګلید زیاتیږي ، تر هغو د لا نور کهکشانو د کشف امکان هم ورسره ډیریږي .
خو له دې ډیرو وسائلو سره بیا هم ، کله چې انسان یو کهکشان کشف کړي ، وروسته بل کهکشان پیدا سي ، معنا دا چې د الله رب العزت کائنات او موجودات دومره زیات او بې شمیره دي ، چې د انسان علم او معلومات ورځني قاصر دي .
زموږ کهکشان (galaxy) چې په هغه کې زموږ شمسي نظام هم شامل دی ، د دې کهکشان قطر د سل زره نوري کلو په مصافت اوږد والی لري ، د موسوعة الافلاک د لیکوال په وینا ، تر اوسه پوري تر ۱۰۰ څخه زیات د شمسي نظام په اندازه نظامونه کشف سوي دي ، چې هر یو يې د لمر تر هغه ، په سلهاو او زرونو ځله ډیر لوی او پراخ دي .
په دې کون کي (چي زموږ په سترګو ښکاري) تر اوسه محقیقینو په ملینو کهکشانونه ، او په هر کهکشان کې ، په ملینو ستوري کشف کړي دي ، چې یو له هغو نه د (المرأة المسلسلة: Andromeda Galaxy) په نامه کهکشان دی ، دا له موږ نه د دوه ۲ ملیونه نوري کلو په واټن لېريوالی لري ، او یو بل کهکشان د (الحلزونیة: Spiral galaxy) په نامه سره یاديږي ، هغه بیا له موږ نه ۱۳ ملیونه نوري کلونه بُعد لري ، له دې نه هم یو بل لېري کهکشان موجود دی ، چي تر اوسه يي نوم نه دی یاد سوی ، هغه بیا له موږ نه ۱۰ بلیونه نوري کاله لېريوالی لري .
دې وسیع، لوی او پراخ کون ته په کتلو سره ، د انسان پر ژبه داسي الفاظ راځي چې : فما أعظم شانک يا خالق السموات والأرض ؟!
د دوهم جنګ جهاني نه وروسته ، د لویو توغندیو اجاد مخ په وده سو ، په دغه وخت کې داسي توغندي جوړ سول ، چې ۲۰۰ کیلومتره مصافه به يي وهله ، دا مرحله نوره هم مخ په وده سوه ، تر دې پوري چې په ۱۹۵۷م د اکتوبر پر ۴ تاریخ، روسانو دسپوتنک-1 (Sputnik-1) په نامه مصنوعي سپږمۍ په نړۍ کي ړومبی ځل فضا ته وتوغوله ، ددې سپږمکۍ وزن ۸۴ کیلو ګرامه و .
دامریکا متحده ایالاتو بیا د (بایونیر-10) او دا شان د (فویاجر-1) او له هغه وروسته د (فویاجر-2) په نامه سپږمکۍ په ۱۹۷۷م کې وتوغولې ، او په ۱۹۸۹م کې يې خپل هدف تر لاسه کړ ، زمکي ته يې ډیر زیات معلومات را ولیږل .
د انسان په لاس جوړه سوې سپږمکۍ (فویاجر-1) په اول ځل د ۲۰۱۳م د سپتمبر په ۱۳ مه د لمریز غلاف نه باهر ووته له ، په انساني تاریخ کي دا ړومبی ځل و چې تر لمریز نظام (Solar System) ها خوا مصنوعي سپږمکۍ خپله وظیفه تر سره کړي ، په دې سره (فویاجر-1) په انساني تاریخ کې ، تر ټولو اول د لمریز نظام نه خارج د وظیفې اجرا کولو ویاړ تر لاسه کړ .
پیونیر-10 (Pioneer 10) سپږمکۍ په ۲۰۱۵ م کال کې له زمکي نه د ۱۰ ملیاره کیلومتره په واټن تاویدله ، دا هغه مصافه ده ، چې د زمکي او لمر تر منځ دواټن په پرتله ۱۰۰ ځله واره زیاته ده .
او فویاجر-1 (Voyager-1) بیا په ۲۰۱۵م کال کې له زمکي نه دومره لېري سوه ، چې د لمر او زمکي د مصافې په برابر ۱۳۰ واره بعد ته ورسېدله .
فویاجر-1 (Voyager-1) په یو کال کي د 3.6 فلکي کلو په اندازه مزل کوي ، او فویاجر-2 (Voyager-2) بیا په یو کال کي د 3.3 فلکي کلو په اندازه مصافه وهي ، او یو فلکي کال د ۱۵۰ ملیونه کیلومتره سره برابر دی .
د زمکي د کرې پر شاوخوا که څه هم د مصنوعي سپږمکیو وجود مخ په زاتيدو دی ، خو د یو تحقیق له مخې تقریبا 13,000 سپږمکۍ په فضا کي موجودي دي ، چې له دې جملې نه يې درې نیم په ښه انداز د کار وړ دي .
ساینس پوهان کوشش کوي چې د زمکي نه ما سوا ، په یو بل ستوري کي د انسان او یا هم د حیوان وجود کشف کړي ، خو تر اوسه دا کوششونه له ناکامۍ سره مخ دي ، لیکن بیا هم دوی خپلي چاري جاري ساتلې ، او خیال يې دی چې کېدای سي په یو ستوري کي د زمکي په شان انسان او یا بل حیوان پیدا کړي ، خو څومره چې د ساینسدانانو تحقیقات زیاتیږي ، دغومره خبره ورته پېچلې کیږي ، او د الله د قدرت او علم په وړاندي یې عجز لا ثابتیږي .
تر اوسه پوري چې د فلک د علم څومره جدید تحقیقات مشاهدات سوي دي ، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د احادیثو تکذیب او مخالفت يي یوه زره هم نه دی کړی ، او نه يې هم د خپل علم او تحقیق له امله د حدیثو د علم کومه خبره په بله کړې ، بلکي څومره چې تحقیق زیاتیږي ، د غومره د نبي علیه الصلاة والسلام د علم او معلوماتو تاید ورباندي کیږي ، د الله پر کتاب ، او د رسول صلی الله علیه وسلم پر خبرو لا ایمان مضبوطیږي .