تازه سرليکونه
د (اسلام او ساينس) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
موسیقي په اسلام او ساینس کي/ دوویشتمه برخه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 22, 2024
  0

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

 

موسیقي په اسلام او ساینس کي

(۲۲)

۳۳: حدیث:


 حضرت عُمر رضی الله عنه روایت کوي چي ما د رسول الله ﷺ څخه واورېدل چي ده وویل: په تحقیق سره یقینا د هري ږنګولې سره شیطان دی.( ابو داؤد)


۳۴: حدیث:


حضرت ابن عباس رضی الله عنه روایت کوي چي نبی کریم ﷺ یوه شپه د یوه سړي غزل واورېدل او وروسته ئې وویل چي ددې سړي لمونځ نه قبلیږي، ددې سړي لمونځ نه قبلیږي، ددې سړي لمونځ نه قبلیږی. (نیل الاوطار)


۳۵: حدیث:


حضرت ابن عُمر رضی الله عنه روایت کوي چي رسول الله ﷺ  غزل ویل او هم غزل اورېدل منع او حرام کړه او همدارنګه رسول الله ﷺ بې بنسټه اوازې او افواه هم منع کړې. (ُکف الرعاع)


۳۶: حدیث: 


حضرت ابوهریره  رضی الله عنه روایت کوي چي رسول الله ﷺ و فرمایل چي ږنګوله (چي د حیواناتو په غاړه کوی ئې) یوه د شیطان د موسیقۍ د آلاتو څخه ده.( ابوداؤد)


۳۷: حدیث:


 حضرت معاویه  رضی الله عنه پخپله خطبه کي وویل:


په تحقیق سره رسول الله ﷺ اوه(۷) شیان منع کړي وه، او زه هم دا اوه څیزونه منع کوم چي هغه شیان عبارت دي له:


د ماتم او غم پر مهال ساندي او چیغي وهل، غزل ویل، ...(الطبرانی)


۳۸: حدیث: 


حضرت ابو بُرزاه روایت کوي چي موږ د نبی کریم ﷺ سره په یوه سفر کي وو چي د دوو کسانو غزل مو واورېدل، چي دوی په غزلو کي یو د بله سره ځواب وایه، رسول الله ﷺ وویل چي دا څوک دي؟ دوی (صحابه کرامو) وروښودل او د هر یوه نوم ئې ورته واخستی؛ رسول الله ﷺ لعنت ووایه او وې ویل، ای الله جل جلاله دوی و جهنم ته سرکُل(سرچپه) ورواچاوه. (مجموع الزوائد)


او داسي نور مبارک حدیثونه.

 

نور بیا... 

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته