تازه سرليکونه
د (قران کريم) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د سورة الزخروف لنډه پېژندنه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 9, 2024
  0

لیکنه: ویس احمد ابراهيم / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د سورة الزخروف لنډه پېژندنه

 

سورة الزخروف د مصحف او تلاوت په اعتبار ۴۳ سورة دئ چي په مکة معظمة کي نازل سوی دئ.


سورة الزخروف ۸۹ آية لري او ۷ رکوع.


د دې مبارک سورة نوم د ۳۵ آية شريف (وَزُخْرُفًا ۚ وَإِنْ كُلُّ ذَٰلِكَ لَمَّا مَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا ۚ وَالْآخِرَةُ عِنْدَ رَبِّكَ لِلْمُتَّقِينَ) څخه اخستل سوی دئ.


ژباړه: او د زرو (يعني د طلا ښايسته) کالي، او دا ټوله د ژوند (يعني په فزيکي توګه ښکارېدونکي) سامان دي او اخرت خو ستاسو د رب سره (دی چي هغه) له پاره د پرهېزګارانو دی.


د زخرف معنی سينګار، ښايست او زينت دئ.


په سورة الزخروف کي لاندي موضوعات ذکر سوي دي


۱-  الله (رب العزة) قرآن کريم په عربي ژبه نازل کړی دئ تر څو تاسو پوه سئ، او همدغه قرآن په ام الکتاب کي دئ.


۲-  الله تعالی تر رسول الله ﷺ تر مخه ډېر نبيان را استولي وه او په ټولو باندي د خپل قوم خلګو استهزاء کړې وه. او هغه قومونه په قوت او زور کي ډېر لوړ وه، خو الله تعالی تباه او هلاک کړل.


۳-  الله عزوجل هر شی جوړه پيدا کړي دي او ستاسو لپاره ئې کښتۍ او چهارپاهان پيدا کړل چي باندي سپرېږي.


۴-  مشرکینو ته خپل د دين هيڅ ثبوت نه سته، بلکي خپل د پلار په دين روان دي کوم چي غلط دئ.


۵-  د سيدنا ابراهيم عليه السلام مکالمه خپل د پلار او قوم سره.


۶-  سيدنا موسی عليه السلام او د فرعون و قومي مشرانو تر منځ مکالمه.


۷-  د مريم (عليها السلام) زوی د حضرت عیسی عليه السلام قصه.


۸-  د الله تعالی الوهيت.


په سورة الزخروف کي الله (رب العزة) د نبيانو د قوم په هکله فرمايلي دي چي دوی به د الله تعالی د رسول تکذيب کوی او مسخرې به ئې پر کولې، نو الله عزوجل هم دوی تباه کړله.


د بيلګي په توګه، د سيدنا موسی عليه السلام قصه، چي الله تعالی فرمايي:


او یقيناً موسی (عليه السلام) مو فرعون او د قوم و سردارانو ته د نښانو سره ور واستوئ، او ده مبارک ور ته وويل چي زه د الله تعالی استازی يم. نو چي کله ئې هغه نښانې او معجزې ور ښکاره کړې، دوی په خندا سول. نو بيا الله تعالی همدغه فرعون او د قوم سرداران ئې په عذاب کي راګير کړل. دوی په دې عذاب کي وه چي موسی (عليه السلام) ته ئې فرياد شروع کی، چي خپل رب ته ووايه چي دا عذاب را څخه ايسته کي، نو به ستا په قول وکو لکه څنګه چي ته وايې. نو چي کله الله تعالی د دوی څخه عذاب ايسته کئ، بيرته خپل ګمراهۍ ته وګرځېدل او قول ئې مات کړی.


فرعون خپلو خلګو ته وويل، ايا دا مصر زما نه دئ، چي داسي ويالې ئې لاندي بهېږي؟! زه ښه يم که دا کس چي بيان لا سم نه سي کولای؟! که دی رښتيا د الله تعالی رسول وای نو به د سرو زرو کړی (لاس بند) ور سره وای، يا به هم ملائکي ور سره راغلي وای.


نو په دا رقم ئې خپل قوم غلطوي او هغو خلګو هم ورسره ومنل. بېشکه چي هغه يو فاسق قوم وو. او موږ هم دوی غرق کړل.

 

www.taleemulislam.net

 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته