تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
غوره لارښووني
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 26, 2024
  0

لیکنه: نعمت الله شاکر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


غوره لارښووني 


لومړۍ توصيه


د واده يا نورو خوښيو او غم پر وخت د خپلو دوستانو او ملګرو څخه مرسته وغواړئ، چي په خدمت کولو کي همکاري درسره وکړي. تاسو ممکن دا احساس ولرئ، چي ستاسو په خوښيو يا غم کي د نورو خدمتونه به ستاسو پر دوستانو وغميږي؛ خو داسي نده، بلکي ستاسو دوستان پدې ډير خوښيږي، چي تاسو په ډاډه زړه ږغ پر وکړئ او د همکارۍ غوښتنه ځني وکړئ.


دوهمه توصيه


 د دوستانو په خوښيو کي داسي ګډون کوئ، چي د خوښۍ خاوندان ستاسو د ليدلو پر وخت داسي احساس وکړي، چي تاسو د هغوی په خوښي تر هغو زيات خوښ ياست. د دوستانو د غم پر وخت غمجن واوسئ؛ خو کوښښ وکړئ، چي هغوی وږغوئ، هغوی ته ډاډ ورکړئ او دا ورته وواياست، چي الهي فيصلې تغير نکوي، مسلمان د الهي ازموينو سره مخ دی او صبر د رسولانو سنت دی. د هغوی د غوښتني پرته داسي همکاري او خدمت وکړئ، چي مداخله نه بلل کيږي او د هغوی ستړيا او پريشاني کمه سي.


درېيمه توصيه


 څوک چي خوښيو ته دربولئ، نو د خوښۍ بلنليک او مربوط کارټونه ور ورسوئ، تر څو د بلني پر وخت په ډاډه زړه درسي. ځيني کسان د زياتو مصروفيتونو لامله ټولو دوستانو ته د خوښۍ بلنليکونه او کارټونه نسي رسولای، نو د ټليفون، واټسف يا نورو شبکو له لاري ئې دعوتوي او ورته وايي، چي ستاسو کارټونه راسره دي، کله چي سالون ته راغلاست درسپارم ئې؛ خو دا مناسبه لاره نده. که تاسو وخت او امکانات نلری، چي ټولو دوستانو او ملګرو ته بلنليکونه او کارټونه ورسوئ، نو د انتخاب لپاره څو لاري لرئ، يوه پکښي غوره کړئ: د لومړۍ توصيې په اساس له ملګرو او دوستانو څخه د خدمت او همکارۍ غوښتنه وکړئ او د هغوی په ذريعه ټولو ملګرو او دوستانو ته بلنيليکونه او کارټونه ورسوئ. بله لاره داده، چي بلل سوو دوستانو ته وواياست، چي ستاسو بلنليکونه راسره دي، که يو څوک راواستوی او درئې وړي، نو هغه که دوست وو، پدې خبره خوښيږي او حتماً يو څوک در استوي او بلنيکونه تر لاسه کوي. بله لاره داده، چي د دوستانو د مسيرونو مطابق په مختلفو ځايونو کي بلنليکونه کښيږدي او دوستانو ته هماغه ځايونه وښياست، چي خپل بلنليکونه تر لاسه کړي، دا درې سره طريقې تر هغه ښه دي، چي بلل سوي اشخاص د سالون مخته په تاسو پسي سرګردانه وي، تاسو د مختلفو مصروفيتونو لامله ټليفون نه اوکې کوئ، يا مو هم ټليفون بند وي.

 

www.taleemulislam.net

 

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته