تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مور په اړه ویناوي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 30, 2024
  0

لیکنه: انجینر محمد اسلم اسلم/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د مور په اړه ویناوي


مور یوازینۍ ډاکټره ده چي د څیرې له مخي د اولاد په درد پوهیږي.


لومړى درس چي مور او پلار یې باید خپلو اولادونو ته ور وښيي، هغه رښتینولي ده. (شوپنهاور) 


انسان ته د خدای«ج» لومړۍ ډالۍ ژوند، دویمه د مور مینه، درېیمه پوهه او څلورمه پېژندنه ده.(مارک پیرسي)


د مور او پلار لویه هیله د اولادونو زده کړې وي.(پرمودا باترا)


مور او پلار نه شي کولای چي له خپلو اولادونو څه جوړ کړي، دا خپله اولادونه دي چي له ځانه یو څه جوړوي.(ابراهام مازلو)


مور د حق رڼا او د خدای «ج» رضا ده، خدای باید ناراضه نه کړو.(اناتول فرانس)


مور هغه بانک ته ورته ده، چيرته چي موږ خپل غمونه او دردونه خوندي کوو.(دیود تالماج)


د ژړلو لپاره تر ټوله غوره ځای د مور غېږه ده.(جدی)


هېڅکله له داسې یو شخص سره واده ونکړئ چي له خپلې مور څخه کرکه ولری، ځکه چي یوه ورځ به یې له تا هم کرکه پیدا شي. (جیل بینت)


د مور لاسونه له مهربانۍ او شفقت څخه جوړ شوي دي او کوچنیان ډېر په خوښۍ ورباندې خوب کوي. (ویکتور هوګو)


په دې بېخونده او ککړه نړۍ کي هر څه بې اعتباره ښکاري، اما هغه څه چي په سپیڅلتیا کي یي هېڅ شک نشته هغه د مور مینه ده. (جیمز جایس)


مور هر څه ده. د غم په وخت کي ډاډګیرنه، د ستونزو په وخت کي هیله او د کمزورتیا په وخت کي پیاوړتیا. مور د مینې، مهربانۍ، خواخوږۍ او بښنې سرچینه ده. هر هغه څوک چي د مور له نعمت نه بې برخې شي په حقیقت کي هغه سپېڅلی روح له لاسه ورکوي، چي تل دوی ته دعا کوي او د دوی ساتونکي وي. (جبران خلیل جبران)


هر هغه څه چي زه نن یم او یا به په راتلونکي کي جوړ شم، پر ما د مور احسان دی. (ابراهم لینکن)


ما په نړۍ کي تر خپلې مور ښکلې ښځه نه ده لیدلې. زه چي نن هر څه یم دا پرما د خپلې ګرانې مور احسان دی. زه په خپل ژوند کي خپله کامیابي د هغه اخلاقي، ‌ذهني او فزیکي تعلیم ثمره ګڼم چي، ما له خپلې مور څخه تر لاسه کړی دی. (جورج واشنګټن)


هغه څوک چي له مېرمنې هم لوړ شخصیت لري، هغه مور ده. ( … )


انسان خپل برم او عظمت د مور په وسيله تر لاسه کړی دی. (مثيليه)


د ماشومانو برخلیک په مور او پلار پورې تړلی دی. (ويکتور هوګو)


تر ټولو پاکي او مبارکي شیدې، د مور شیدې دي. ( … )


ښځه ټول خیر دی، ځکه هغه یوه مور ده. ( … )


یوه مور له سلو استادانو غوره ده. (جورج هربرت)


یوازېني خلک چي د خپلو خدمتونو په بدل کي د مننې او کور وداني تمه نه لري، هغه مور او پلار دي. (ماکسیم ګورکي)


د مور مینه، ښکلا، جرئت، وفا، آرام …هېڅ یوه ژبه نه شي بیانولي. ( … )


د خپل مور او پلار قدر وکړئ، څو اولادونه مو ستاسو قدر وکړي. ( … )


که ټوله نړۍ د مور په پښو کي کيږدې بیا هم هېڅ دي. (لایب نیتز)


پلار مې ژوند راکړ مور مې ژوند راوښود. (نیوټن)


د مور استقامت غر او محبت یې سمندر دی. (ساخاروف)


مور ژوند، محبت او مینه ده. (ماري اوریه ولتر)


اې! کله چي د مور زړه مات شي ښايي ټولې چارې له ماتې سره مخ شي. ( پل آمیز)


هره مور حتما ښه ښځه ده خو هره ښځه ښه مور نه ده. (لاووازیه)


که مور د اولادنو له جفا نه آه له خولې وباسي عرش په لړزه راځي. (امام محمد غزالي)


یوه مور شل کاله هڅه کوي چي له زوی نه یې سړي جوړ کړي خو ښځه بیا له هماغه سړي نه په شلو دقیقو احمق جوړوي. (رابرت فراست) 


زما مور زما په خاطر په خپل ژوند کي ډېر تکلیفونه او کړاونه ګاللي دي خو زه فکر کوم هغې له همدې تکلیفونو او کړاونو نه خوند اخیست. (مارک تواین)


که مور نه وي د انسان بدن نه جوړیږي او که کتاب نه وي د انسان روح وده نه کوي. (پلوتارخ) 


مورې ته د اسمان هغه مقدس او پاک ستوری یې چي ټول عمر به مې پرسر همداسې ثابت او روښانه اوسې. (کارل ایمرمان) 


د یوې ښځې لپاره د مور کيدل مرحله د کمال مرحله ده. (الکساندر دوما)


مور د انسان جسم زیږوي روح نه. (اشو)


د مور او پلار ټاکل د انسان په لاس کي نه دي؛ خو د خاوند مور او پلار یا د مېرمنې مور پلار ټاکل د انسان په لاس کي دي. (پرل پاک)


افسوس د هغو اولادونو پر حال چي مور یې له چلنده ځوریږي. (حجازي)


دوه شیان دي چي اولادونه له موره بېلوي( پیسې او واده). ( … )


زما لومړۍ موخه دا ده چي په ژوند کي یوه غوره مور و اوسم. (في داناوي)


مور او پلار دي چي هېڅ بدیل نه لري.  

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته