تازه سرليکونه
د (اسلام او ساينس) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
موسیقي په اسلام او ساینس کي/ شپاړلسمه برخه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 5, 2024
  0

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

 

موسیقي په اسلام او ساینس کي

(۱۶)

د موسیقۍ د حُرمت په هکله (۳۸) مبارک حدیثونه

 

۷: حدیث: روی ابن المبارک عن مالک بن انس عن محمد بن المنکدر عن انس بن مالک قال قال رسول الله ﷺ من قعد الی قینة یستمع منها صب الله فی اذنیه الانک یوم القیامة.


رواه احمد و فی جامع الصغیر للسیوطی.و هکذ روی قاضی ابوبکر ابن العربی فی کتابه – احکام القران – و هکذ ابن عساکر فی – تاریخ-
ژباړه: که یو څوک و غزلو ته کښیني او وايي وري، نو د قیامت په ورځ به الله جل جلاله دده په غوږو کي ویلی سرپ ور توی کړي.


۸: حدیث: روی ابن غیلان عن علی ان النبی ﷺ قال:  بعث لکسر المزامیر. کنزالعمال ، رواه الاجری فی تحریم النرد... و ابوبکر الشافعی فی الغیلانیات.

 

ژباړه: د حضرت علی کرم الله وجهه څخه روایت دی چي رسول الله ﷺ  و فرمایل چي زه د موسیقۍ د آلاتو د ماتولو لپاره رالېږل شوی یم.


۹: حدیث: عن نافع مولی ابن عمر ان ابن عمر سمع صوت زمارة راع فوضع اصبعیه فی اذنیه و عدل راحلته عن الطریق و هو یقول یا نافع اتسمع فاقول نعم فیمضی حتی قلت لا فوضع یدیه و اعاد راحته الی الطریق و قال رایت رسول الله ﷺ سمع صوت زمارة راع فصنع مثل هذا. سنن ابو داؤد حدیث صحیح، صحیح ابی داؤد ۴۱۱۶، مسند احمد، (بحواله محمد عبدالمعز صاحب)، دا حدیث ابن حجر عسقلانی، علامه ابن ناصر، علامه سیوطی او مولانا خلیل احمد سهارنپوری صحیح بللی دی.


ژباړه: د حضرت نافع رحمة الله علیه څخه روایت دی چي حضرت عبدالله بن عمر یو ځل یوه شپانه د(نی او مُرلۍ) اواز واورېدئ، نو خپلې ګوتي ئې پخپلو غوږونو کي داخلي کړلې، او پر خپل سواري سپور شو، او بیائې وویل چي نافع ته اواز اورې؟ ما ورته وویل هو! او ته ځې، بیا می ورته وویل اواز نه راځي، وروسته ئې خپلې ګوتي د غوږو څخه ایسته کړې او وه ئې ویل: چي ما رسول الله ﷺ ولیدی چي کله ئې د شپانه د نی اواز واورېدی نو داسی عمل ئې وکړ.


۱۰: حدیث: عن عمران بن حصین رضی الله عنه مرفوعا ان رسول الله ﷺ قال فی هذه الامة خسف و مسخ و قذف فقال رجل من المسلمین یا رسول الله ﷺ و متی ذالک؟ قال اذا ظهرت القیان والمعازف و شربت الخمور.


رواه الترمذی فی سننه (۶۰۲)، وقال بعده: (سألت محمد ای البخاری – عن هذا الحدیث؟ فقال: یروی هذا عن الاعمش من حدیث عبدالرحمن بن سایط عن النبی ﷺ مرسلا، قال محمد: و عبدالله بن عبدالقدوس مقارب الحدیث- ورواه ابن ابی الدنیا فی ذم الملاهی – ۲- والرویانی فی مسنده (۱۴۲) والخطیب البغدادی فی تاریخ (۷۳۲) والدانی فی الفتن (۳۴۰)


ژباړه: د عمران بن حصین رضی الله عنهڅخه روایت دی چي رسول الله ﷺ وویل: په دې امت کي به خسف، مسخ او د ډبرو باران به وي، یوه کس ورڅخه پوښتنه وکړه، چي یا رسول الله ﷺ دا به کله وي؟ نو رسول الله ﷺ ورته جواب ورکړئ چي کله موسیقۍ والا ښځي او باجه وهل عام سي او ډېر شراب څیښل کیږي.

 

نور بیا...

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته