دوستي مه کوئ
د بخيل او کنجوس انسان سره دوستي مه کوى .
د ناروا شاهدي ورکونکي سره دوستي مه کوى .
د هغ چا سره چي مور او پلار ورڅخه منع کړي ياست دوستي مه کوئ خو ، چي دغه منع يې د اسلام په چوکاټ کي وي يعني که يې د اسلام څخه يې مخالف امر يا نهي کولې نو بيا د مور او پلار ا طاعت پر انسان لازم نه دئ لکه چي الله جل جلاله فرمايي : وَإِن جَاهَدَاكَ لِتُشْرِكَ بِي مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ فَلَا تُطِعْهُمَا إِلَيَّ مَرْجِعُكُمْ فَأُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ .( سورة العنکبوت اية ٨)
مه هېروه
١ - خپل مرګ مه هېروه او مؤمن مسلمان هم همېشه خپل مرګ نه هېروي . لکه حضرت علي رضي الله عنه چي فرمايي : زېږېدل د مرګ زېرى دئ او مرګ يو ناخبره ملګرى دئ .
٢ - خپل الله جل جلاله مه هېروه او مه ځني غافله کېږه ، ځکه چي الله جل جلاله ستاڅخه غافله نه دئ .
٣ - پردى پور مه هېروه ، ځکه د يو بنده تر حق الله جل جلاله و بل بنده ته نه ورتيريږي ، بلکي هغه کس هم ، چي د الله جل جلاله رضاء يې هم ترلاسه کړې وي ، پر هغه باوجود هم الله جل جلاله تر ټولو شيانو ورتېرېږي خو د پنده تر حق نه ور تيريږي البته شهيد ته هم د بنده تر حق نه ور تيريږي .
٤ – خپله وعده او ژمنه مه هېروه ، ځکه چي بيا په انسان کي يوه علامه د منافق پيدا کېږي لکه چي نبي عليه السلام فرمايي :
آيَةُ الْمُنَافِقِ ثَلاَثٌ إِذَا حَدَّثَ كَذَبَ ، وَإِذَا وَعَدَ أَخْلَفَ ، وَإِذَا اؤْتُمِنَ خَانَ. (رواه البخاري)
زباړه : د منافق علامې درې دي ، کله چي خبري کوي نو درواغ پکښي وايي او کله چي وعده وکړي نو مخالفت پکښي کوي او کله چي امين وګرځول سي نو خيانت کوي . نو که په يو چا کي د غه ټولي علامې موجودي وې هغه شخص منافق دئ او که چيري يوه يادوې پکښي موجودي وي نو په هغه شخص کي علامې د نفاق پيداسوي دي او منافق نه سو ورته و يلاى.
په يوه بل حديث کي دا جمله هم پکښي زياته سوې ده ، چي د حديث په پاى کي نبي صلی الله عليه وسلم فرمايي : واذاخصم شتم کله چي يو شخص جنګ کوي نو ښکنځل هم کوي .
د مور او پلار لارښوونه مه هېروه په دې شرط که يې امربالمعروف او نهى عن المنکر کول .
٥- د ژوند اساسي هدف دي مه هېروه يعني د ژوند اساسي هدف خو جنت او د الله جل جلاله او د هغه د رسول صلی الله عليه وسلم رضاء ده نو دا مه هېروه .
٦- پر خپلو خپلوانو وصله رحمي مه هېروه :
ځکه چي الله جل جلاله فرمايي : وَالَّذِينَ يَصِلُونَ مَا أَمَرَ اللّهُ بِهِ أَن يُوصَلَ وَيَخْشَوْنَ رَبَّهُمْ وَيَخَافُونَ سُوءَ الحِسَابِ . (سورة الراعد اية ٢١)
ژباړه : الله د مؤمنانو په اوصافوکي يودغه صفت بيانوي چي دغه مؤمنان هغه کسان دي چي دوئ د خپلوئ اړيکي ساتي هغه اړيکي چي الله جل جلاله يې په وصل کولو امر کړى دئ او د خپل رب څخه بېرېږي او د بد حساب څخه بېرېږي .
ماخذ: تعليم الاسلام مجله، ۸ ګڼه