تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ټولني اصلاح
  تعلیم الاسلام
  November 3, 2015
  0
 
درنو او معززو لوستونکو! 
 
السلام علیکم و رحمة الله و برکاته و بعد!
 
نېکمرغه، خوشاله او هوسا ژوند په اصلاح سوې ټولنه کي نغښتی دی، د دې برعکس په فاسده ټولنه کي د مسلماني کورنۍ اوسېدل ستونزمن، پرېشانوونکي او بدي پایلي لري؛ لکه څه ډول چي په ګرمه، چټله، بدبویه او د حشراتو په ډکه کنډواله کي اوسېدل د ستونزو او پرېشانیو څخه ډک وي؛ ځکه هر لور ته د سړي نظر پر داسي شیانو لګیږي، چي سترګي نفرت ترې کوي دماغ یې د بدبويي څخه یوه لحظه هم د خوښۍ احساس نسي کولای او د موذي حشراتو چاپېریال یې صحت او ژوند ته ګواښ وي.
 
پوښتنه دا ده، چي ټولنه څه ډول او څه مهال اصلاح کېدلای سي؟ ټولنه هغه مهال اصلاح کېدلای سي، چي هره کورنۍ په ځان کي اصلاح راولي او کورنۍ هغه مهال اصلاح کېدلای سي، چي د کورنۍ هر کس تر بل هر چا مخکي ځان اصلاح کړي؛ ځکه ټولنه د کورنیو او کورنۍ د افرادو څخه جوړه وي، نو اړینه ده تر هر چا مخکي د ځان او د خپلي کورنۍ د اصلاح په فکر کي سو. د جهنم د اور څخه د ژغورني حکم هم الله سبحانه و تعالی په همدې ترتیب کړی دی الله جل جلاله  فرمایلي دي:
 
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا قُوا أَنْفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَارًا وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ (التحريم -۶).
ژباړه: اې هغو کسانو، چي ایمان مو راوړی دی! تاسو خپل ځانونه او خپلي کورنۍ د غټ اور څخه وژغورئ کوم، چي د بلیدلو مواد یې خلګ او ډبري دي.
 
د کورنۍ دوه مهم غړي
د کورنۍ د تشکیل اساس د سړي او ښځي تر منځ د نکاح تړون او واده دی، که همدغه دوه عنصرونه اصلاح وه یوه ښه کورنۍ به ځني جوړیږي، نو پر هر کس لازمه ده، چي د ښې کورنۍ د رامنځ ته کولو لپاره ځان اصلاح او ذات الدین (دینداره) ښځه د نکاح لپاره انتخاب کړي؛ ځکه د دینداري مور په غېږ کي ماشوم داسي ښه تربیت مومي لکه په خوږه مځکه او ښکلې فضاء کي، چي نيالګي څونه ښه وده کوي او ثمر ته رسیږي. د دې برعکس که مځکه ښرنه او فضاء کثیفه وي، نو د غنمو فصل په اغزو بدلیږي.
 
اولادونه
د نن ورځي ماشومان او نجوني د سبا ورځي پلرونه او مېندي دي، کوم چي هره جوړه یې د یوې نوي کورنۍ د رامنځ ته کېدو بنیادي حیثیت لري. د ننني ماشومانو که ښه تربیت وسي، ښې کورنۍ به ترې رامنځ ته کیږي او که یې تربیت ته پام ونسي نو بیا د اغزیو له پیوند څخه د مېوې ورکوونکي وني را شنه کېدل خارق العادة کار ښکاري.
 
صالح انسان کوم چي ټولني ته ښکلا ورکوي او هم ټولنه په اصلاح کیږي هغه کس دی، چي صحیح عقیده ولري، صالح عملونه کوي او د ښو اخلاقو او لوړو صفاتو څښتن وي.
 
دیني علم
د صحیح عقیدې درلودل پر علم موقوف دي؛ ځکه که یو کس اسلامي عقاید او کفري عقاید یو د بل څخه ونه پېژني کېدلای سي د ناخبرتیا له کبله داسي شی و نه مني، چي د هغه څخه انکار کول کفر وي یا داسي شی حق وګڼي، چي هغه باطل او کفر وي، دا کس به ځان مؤمن بولي؛ خو د جهالت له کبله به یې کفري عقیده خپله کړې وي.
 
صالح عملونه او ښه صفات هم پر علم موقوف دي؛ ځکه ډېر ځله ځیني کسان د بې علمۍ له کبله د عبادت په نیت یو عمل کوي، چي الله جل جلاله  ځني راضي سي ثواب پر ورکړي؛ خو هغه به عبادت نه وي بلکي یو کس به له ځان څخه جوړ کړی باطل عمل او بدعت وي الله سبحانه و تعالی به په ناراض کیږي.
 
د دیني علم د حصول طریقه
لکه څه ډول، چي نارینه د صحیح عقېدې په درلودلو، د صالحو عملونو په کولو او د ښو صفاتو په درلودلو مکلف دي. د آخرت کامیابي یعنی جنت ته تګ او د جهنم څخه نجات یې پر ایمان او صالحو اعمالو ولاړ دی، ښځي هم همدا ډول دي که ایمان او صالح عملونه ونلري د جهنم اور به یې د اوسېدلو ځای سي. که ایمان، صالح عملونه او ښکلي صفات ولري د جنت ښکلي او تل پاتي نعمتونه او د رب العالمین جل جلاله  رضا یې په برخه کیږي، نو پر هر مسلمان لازمه ده لکه څه ډول، چي د زامنو د دیني پوهي په اړه باید څونه فکرجن واوسي د تعلیم لپاره یې پیسې وښندي، مدرسې ته یې تګ او راتګ تامین او نقلیه وسایط ورته مهیا کړي د لوڼو د دیني تعلیم او اسلامي تربیت په اړه هم فکرجن واوسي. د علم ګیڼه، چي په هر څونه پیسو او محنت د لور لپاره حاصلولای سي خپل ځان او مال ځني ونه سپموي، د لوڼو سره بايد د زامنو په شان خواخوږي ولري بلکي د لوڼو مظلومیت، بې وسعي، د دیني علم څخه محرومي هغوی تر زامنو زیات د خواخوږۍ وړ ګرځولي دي.
 
د اوس وخت د لوڼو ښخولو طریقه
د مکې مشرکانو د جاهلیت په زمانه کي د لور پیدا کېدل د ځانونو لپاره لوی عار او پیغور باله، د لور په خبر دونه خوابدي کېدل، چي د ډېري پریشانۍ څخه به یې مخونه تک تور ګرځیدل او د دې پیغور څخه د خلاصون لپاره به پدې فکر کي کیدل، چي یا یې ژوندۍ تر خاوري لاندي کړي، تر څو له پیغور څخه ځان خلاص کړي یا یې سپکه او ذلیله وساتي د خلکو د پیغور ذلت قبول کړي. د مشرکانو دا حالت الله سبحانه و تعالی داسي بیان کړی دی:
 
 وَإِذَا بُشِّرَ أَحَدُهُمْ بِالْأُنْثَى ظَلَّ وَجْهُهُ مُسْوَدًّا وَهُوَ كَظِيمٌ (۵۸) يَتَوَارَى مِنَ الْقَوْمِ مِنْ سُوءِ مَا بُشِّرَ بِهِ أَيُمْسِكُهُ عَلَى هُونٍ أَمْ يَدُسُّهُ فِي التُّرَابِ أَلَا سَاءَ مَا يَحْكُمُونَ (۵۹ النحل )
 
ژباړه: او څه مهال، چي په دوی کي یوه ته د لور خبر ورکړل سي مخ یې تک تور وګرځي پداسي حال کي، چي دی د غم څخه ډک وي د خلکو څخه پټیږي د هغه بد زیری له کبله، چي ورکول سوی دی، ایا دا اولاد له ځانه سره ذلیله وساتي او که یې په خاورو کي پټ کړي اګاه سئ دا ډېره بده پرېکړه ده، چي دوی یې کوي.
 
د لوڼو په پالنه، اسلامي تربیت او دیني تعلیم کي باید د جاهلیت له ناوړه دود څخه کار وا نه خیستل سي، چي هغوی د جهالت تر خاورو لاندي د بې علمی په ذلت کي وساتي.
 
که څوک خپله بې ګناه ماشومه لور د جاهلانو د پیغور یا د فقر او لوږي د بېري له کبله ژوندۍ تر خاورو لاندي ووژني، پدې کار که څه هم د لور دنیا ور تباه کوي خو د هغې آخرت ته زیان نسي رسولای او که څوک خپله لور هر څونه هم نازوي؛ خو د جهالت تر خاورو یې لاندي کړي د علم د حیات څخه یې بې برخي کړي، پدې کار یې آخرت ور تباه کوي، نو د دنیا تر تباهي د آخرت تباهي ډېره بده ده. 
 
لور په اسلام کي بې قدره نه ده او نه باید د مینځي په شان تنها د خدمت کار ځني واخيستل سي، بلکی لور ته په اسلام کي زیات ارزښت ورکول سوی دی، د ملغلري په شان قیمتي جوهر دی، د حیاء او عفت په صدف کي باید خوندي وساتل سي او د علم په ښکلو ګيڼو ونازول سي د لوڼو سره احسان کول د جهنم د اور په مخ کي سپر ګرځي.
 
 نبي کريم صلی الله علیه وسلم  فرمايلي دي:
" مَنِ ابْتُلِيَ مِنَ الْبَنَاتِ بِشَيْءٍ فَأَحْسَنَ إِلَيْهِنَّ كُنَّ سِتْرًا لَهُ مِنَ النَّارِ " رَوَاهُ الْبُخَارِيُّ.
که څوک په لوڼو مبتلا کړل سي او دی له هغو سره احسان وکړي، هغوی به یې د جهنم په مخ کي پرده وګرځي؛ یعني الله سبحانه و تعالی به یې د لوڼو سره په احسان کولو سره د جهنم له اور څخه وساتي. 
 
د نجونو مدرسه
د تعلیم الاسلام مجلې د پنځلسمي ګڼي په سرمقاله کي د تعلیم الاسلام ادارې لخوا لوستونکو ته د نجونو د تعلیم د یو پلان په اړه خبر ورکول سوی وو. ستاسو څخه د هغه پلان د تحقق او عملي کېدو لپاره د خصوصي دعاګانو غوښتونکي یو، که الله عم نواله یې امکانات برابر او پدې ستر تعلیمي خدمت کي موفقیت را په برخه کړي، نو د همدې لاري به ان شاء الله د ډیرو نجونو لپاره په پرده، حجاب او شرعي محدوده کي دننه د دیني زده کړي امکانات برابر سي. 
 
الله عم نواله دي وکړي، چي ډېر ژر د همدغو مدرسو د لړۍ د پرانيستلو زیری تاسو ته درکړای سو.
 
و الله ولي التوفیق
 
تعلیم الاسلام مجله، ۱۶ ګڼه
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته