تازه سرليکونه
د (ادبي ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دوه غرونه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 14, 2023
  0

دوه غرونه


لیکنه: عبدالقیوم مینه وال/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

څوزره کاله وړاندي  يوه غره بل ته وويل: زه او ته د جلال او جمال څومره ستر منارونه يو. مځکه زما او ستا په لاسونو تکيه ده. هسک زما او ستا سلام کوي. وګوره! زه او ته په لمنو کي څومره ستر او درانه کاڼي لرو. د اسمان ستري او باراني وريځي هم زما او ستا په غېږه کي فنا اخلي.

د دې خړي او سپېرې مځکي پرمخ ټولو شيانو ته زه او ته ژوند ورکوو او هم دغه زه او ته يو، چي ژوند ته رنګ او خوند ور بخښو. دباران مرغلين  څاڅکي زما او ستا پر  ږيره را توييږي . يخي او ذلالي او به زما او ستا له تنه د اوارو دښتو پر لور بهيږي. وګوره څومره ستر شان دی زما او ستا لپاره . ته پوهېږې! ايا موږ ‌‌ډېر ستر نه يو ؟

دوهم غره ورته وويل: ستا خبري پرځای او سمي دي. زه دا هرڅه منم خو تانه دي اورېدلي، چي وايي: يو وخت به د مځکي پر مخ داسي باد راسي، چي دغه ستر غرونه به له ريښو وباسي او د وړو خليو ( خاشو) په څېر به يې له ځان سره وړي . 

له کومي ورځي چي لومړي غره دغه خبره اورېدلې، ده تر اوسه يې له سترګو اوښکي څڅيږي او له ويري کف اخيستی دی. 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته