لیکنه: شکر الله رسولي
دا عجبه خبره ده، چي نن ورځ یې مسلمانان د خپل ځان د خلاصون لپاره کاروي:
که چیري دوی ته ووایې، چي ولي موسیقي اورې؟ موسیقي اوریدل پریږده:
نو په جواب کي درته ووایې (زه ملا نه یم).
که چیري دوی ته ووایې، چي ولي ږیره خریې؟ ږیره پریږده د نبي صلی الله علیه وسلم پر لار روان سه:
نو جواب به درکړي، چي (زه ملا نه یم).
که چیري یوې خور ته ووایې، چي ولي حجاب نه کوې؟ نو وایي: (زه ملا نه یم).
که زوم ته وویل سي، چي په شریعت برابر واده وکړه او یا که ناوي ته وویل سي:
پر شریعت برابر کالي او حجاب وکړه او وریښتان دي پټ کړه، سمدستي به درته ووايي: (زه ملا نه یم).
او که چیري ورته نصیحت وکړي، نو په جواب کي درته وایي: ته له کومه وخته ملا سوی یې؟
او نوري خبري...
آیا د الله د اوامرو اطاعت یوازي د ملایانو طالبانو لپاره دی؟!
آیا د داسي خبرو کوونکی ځان ته د مسلمان نسبت نه کوي؟ آیا د الله د رضا او د جنت غوښتونکی نه دی!؟
نو بايد په هوښ کي سي!
ځکه چي جنت د هغو کسانو لپاره دی، چي د الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم اطاعت کوي او جنت د متقیانو او پرهیزګارانو لپاره دی، لکه څنګه چي الله تعالی فرمایي:
(وَسَارِعُواْ إِلَى مَغْفِرَةٍ مِّن رَّبِّكُمْ وَجَنَّةٍ عَرْضُهَا السَّمَاوَاتُ وَالأَرْضُ أُعِدَّتْ لِلْمُتَّقِينَ ) .[آل عمران: ۱۳۳]
ژباړه: او تیزي وکړئ په مغفرت کي و طرف ته ستاسو د رب او د جنت لوري ته هغه جنت چي د هغه عرض د اسمانو او مځکي برابر دی دا جنت د متقیانو لپاره تیار سوی دی.
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۸ ګڼه