لیکنه: غونچه ګل ارمان
نوميالی هندي عالم، سيد ابوالحسن علي ندوی رحمه الله په خپل کتاب "مسلم ممالک میں اسلامیت اور مغربیت کی کشمکش" کې د لويديز تمدن پر وړاندې د اسلامي نړۍ دريځ په درېوو ډولونو ويشي:
۱- هغه چې لويديز تمدن په پټو سترګو ردوي.
۲- هغه چې لويديز تمدن په پټو سترګو مني.
۳- هغه چې د لويديز تمدن ښه اخلي، او بد يې پريږدي.
------
که زمونږ تېرې پېړۍ او ان اوسنۍ پېړۍ ته وګورو، اسلامي نړۍ د لومړي او دوهم دريځ د خپلمينځي ټکر شاهده وه او ده. که غواړو چې د دغو دوو افراطي نظرونو تر مينځ انډول رامينځ ته کړو، هم مسلمان پاتې شو، او هم پر مخ لاړ شو، ولس بايد په درېيم دريځ وروزو. په دې معنی چې د لويديز علم زده کړو او خامخا يې زده کړو، او فرهنګ يې پرېږدو او خامخا يې پرېږدو. د دغه کار اړتيا نن تر بل هر وخت زياته ليدل کيږي.
-------------------