لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
موسیقي په اسلام او ساینس کي
(۲۵)
د اُمت مسلمه څلور امامان او وتلي عُلماء کرام د موسيقۍ په هکله څه وايي؟
ابن عبدالبر رحمة الله عليه وايي:
د اُمت مسلمه د ټولو علماؤ پر دې اتفاق دی چي ددې څېزونو څخه ګټه لاسته راوړل حرام دی: د سود څخه، د رشوت څخه، پر غزلو، پر قسمت معلومولو، پر علم النجوم ، پر ني وهلو او...( الکافی)
حسن البصری رحمة الله عليه وايي:
ډول او دریا وهل په قطعي ډول سره د مسلمانانو سره کوم تړاو نلري او د عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه شاګردانو دا څیزونه ماتول۔ (شیخ ناصرالدین البانی، الات موسیقی کي حرمت (عربی) ۱۹۹۶، مصرمکتبه الدلیل
حارث ابن اسدالمحاسبی رحمة الله عليه وايي:
زموږ لپاره موسیقي داسي حرامه ده لکه د یوه مردار حیوان غوښي خوړل. (رساله المسترشدین ۱۳۸۳ هج مکتب مطبوعات الاسلامی)
امام غزالی رحمة الله عليه وايي:
د موسیقۍ اورېدل، غزل ویل، د موسیقي آلات، د شهوت نه ډکه شاعري دا ټول د اسلام په تعلمیاتو کي حرام دي. (احیاء العلوم الدین، ۱۹۷۸، کراچي دارُالاشاعت)
حضرت امام ابن قدامه رحمة الله عليه وايي:
د موسیقۍ درې ډوله آلات دي، ځیني د تارو څخه جوړ شویدي، ځیني د لرګي څخه جوړ شوی او څه د طبلې او سارنګۍ څخه جوړ شوی دي، چي دا ټول حرام دي. (المغنی لابن قدامه ج: ۱۰، ص: ۱۷۳)
د مسلمانانو پنځم خلیفه عمر بن عبدالعزیز وايي:
د موسیقۍ شروع شیطان کړېده او اخر کي د خدای د عذاب سبب کیږي.( غذاء الالباب / الامام السفاریني.)
امام اوزاعی رحمة الله علیه وايي:
تاسي هغې میلمستیا ته مه ځئ چي په هغه کي موسیقي او ډول وي.
البانی رح وايي:
څلور سره مذهبونه پر دې باندي متفق دي چي هر ډول موسیقي حرامه ده.( السلسلة الصحیحة: ۱/ ۱۴۵)
محدث علامه ضحاک رحمة الله علیه وايی:
الغناء منفذة للمال مسخطة للرب مفسدة للقلب (تلبیس ابلیس – علامه ابن جوزی – بحواله: اسلام اور موسیقی، ص: ۱۳۶/ مفتی اعظم محمد شفیع رحمة الله علیه .)
ژباړه: موسیقي د مال ضایع ده، د خدای ناراضګي ده او د زړه فساد (خرابوالی ) دی.
حضرت سعید بن المسیب رح فرمايي:
انی لابغض الغناءت و احب الرجز.( مصنف عبدالرزاق، ج: ۱۱، ص: ۶)
ژباړه: زه له موسیقۍ څخه نفرت کوم او (رجز) چي یو ډول حماسي شعرونه دي، هغه خوښوم.
جنید بغدادي رحمة الله علیه وايي:
که چیري یو مرید ستا څخه د قوالي ویلو غوښتنه وکړه نو تاسي پوه سئ چي هغه روحاني نقص لري.( عوارف المعارف)
فضیل ابن عیاض رحمة الله وايي:
موسیقي و زنا ته زینه ده.( عوارف المعارف)
امام النوی رحمة الله علیه وايي:
دا یو غیر شرعي عمل دی، چي موږ یا موسیقي اورو او یا د موسیقۍ آلات استعمالوو، لکه څرنګه چي د شرابو تعلق د شرابي سره دی همداسي د غزل ویلو، ډول وهل او نورو تعلق د موسیقۍ سره دی، د خوشحالۍ یا ختنې (سنتولو) پر مهال د دریا وهلو اجازه سته، البته ډول وهل یا نوره موسیقي دا ناجائز عمل دی.( المغنی ج: ۴، ص: ۴۲۹)
شیخ شهاب الدین سهروردی رحمة الله علیه وايي:
شیخ شهاب الدین سهروردی رحمة الله علیه چي د تصوف د سهروردې روحاني سلسلې بنسټ ایښودونکی دی، ده پخپل کتاب (عوارف المعارف) دوه بابونه د موسیقۍ په هکله ټاکلي دي، په اول باب کي یې د مذهبي اشعارو او ترانو د ویلو پر اجازت باندي بحث کړیدی، شرائط یې هم ذکر کړیدی او په دوهم باب کي یې د موسیقۍ پر حرمت باندي پوره بحث کړیدي. ( عوارف المعارف )
شیخ ابو علی روهاذی رحمة الله علیه وايي:
یو ځل یوه شخص د موسیقۍ آلات غږول، پر دې باندي یې خوند اخيسته او دا دعوه یې کوله چي موسیقي جائز ده دا ځکه چي انسان د روحانیت و لوړ مقام ته رسوي؛ امام العارفین ابوعلی روهاذی رحمة الله علیه ورته په جواب کي وویل:
بلې دا موسیقي تا کوم مقام ته رسوي؟ و جهنم ته!( ابن حجر مکی – کف الرعاع، بحواله: اسلام اور موسیقی / مفتی شفیع رحمة الله علیه)
مجدد الف ثانی شیخ احمد سرهندی فاروقي رحمة الله علیه وايي:
مجدد الف ثانی رحمة الله علیه په مکتوبات شریف کي په مکتوب (۲۶۶) کي فرمايي: مذهبي موسیقي، غزل او رقص یو ډول پالتو تفریح ده، چي په مذهبي اصطلاح کي ورته (لهو او لعب) وايي، په متعددو مبارکو ایاتو او په ډیرو مبارکو احادیثو او د فقهاء په اقوالو کي د موسیقۍ ممانعت راغلی دی، که یو څوک بیا هم دا کوښښ کوي چي موسیقي جائز وګڼي خو اسلام دا هرڅه منع کړیدي، د تصوفو ځيني اشخاص د خپلو مرشدانو ځیني حرکاتو د موسیقۍ بڼه ورکوي چي دا په اصل کي قرآنکریم په (سورت اعراف:۵۱) کي دا هغه کسان دي چي هغوی دین لوبه او ساعت تیری ګرځولی دی. ( مکتوبات امام ربانی: مکتوب : ۲۶۶)
شیخ عبدالعزیز ابن باز رحمةالله علیه وايي:
موسیقي ویل او اورېدل په اسلام کي حرام دي، دا کار د انسان زړه سختوي، خلک د الله جل جلالهد عبادت او ذکر څخه غافله کوي او د لمانځه څخه یې هم غافله کوي.( موسیقی اور ګانا بجانا قرآن و حدیث کي روشنی میں/ ابوسعد/ کراچی دارالتقوی ۲۰۰۳)
نور بیا...
www.taleemulislam.net