پر اسلام مین
دوست محمد عرفان / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
څوک دئ د مال څوک د دنیا څوک د دولت په ارمان
موږ امتیان يو د سلطان د شفاعت په ارمان
**
چي مو د مرګ صحنه د سترګو څخه لیري نه ده
د مخلوقاتو د لوئ رب د مغفرت په ارمان
**
چي مو مشغول وي تل په حمد و ثنا ژبه و زړه
د پاک الله (جل جلاله) د سپین قران د شهادت په ارمان
**
چي مي د زړه په کور کي نور د محمد (صلی الله علیه وسلم) د نوم دئ
ټوله امت يو د يو بل د صداقت په ارمان
**
زما عرفان ټوله ښکلا ده د قران په رڼا
ځک چي روح مي د الله د محبت په ارمان