د قران کریم ظاهري آداب
لومړى: په اوداسه به په ډېر عزت او ادب مخ پر قبله کښېني.
دوهم: د تلاوت په وخت کي به تلوارنه کوي په ترتيل او تجويد سره به يې وايي يعني په آرمتيا سره. سره د دې چي د حروفو د مخرجونو د اداء کولو خيال به ساتي.
دريم: د ژړا کوښښ دي کوي که څه هم په تکليف سره ځان ژړه غونى کړي.
څلورم: د رحمت او د عذاب د آيتونو حق دي اداء کوي لکه مخکي چي تېر سول.
پنځم: که چيري د ريا شک وي يا د بل مسلمان د تکليف او زيان وېره وي نو کرار دي يې وايي که نه نو په زوره دي يې وايي.
شپږم: قرآنکريم به په ښکلي آواز وايي ځکه د قرآنکريم په تلاوت کي د آواز پر ښکلا باندى په ډېرو حديثونو کي ټينګار سوى دئ.
د قران کريم باطني آداب
لومړى: د تلاوت په وخت کي به په زړه کي د قرآنکريم درنښت او لويي ساتي، چي د څومره لويي مرتبې کلام دئ.
دوهم: د الله جل جلاله لوى شان، لوى والى او لوړوالى به په زړه کي ساتي، چي د چا کلام دئ.
دريم: زړه به د وسوسو د خطرنو څخه پاک ساتي.
څلورم: په معنى کي دي يې غور او فکر کوي په خوند دي يې تلاوت کوي، ځکه نبىصلی الله علیه وسلم يو ځلي ټوله شپه د دې آيت په لوستلوسره تېره کړه:
إِنْ تُعَذِّبْهُمْ فَإِنَّهُمْ عِبَادُكَ وَإِنْ تَغْفِرْ لَهُمْ فَإِنَّكَ أَنْتَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ. (المائده ۱۱۸)
ژباړه :(اې الله جل جلاله!) که ته دوى په عذاب کړې نو دوى ستا بندګان دي او که بخښنه ورته وکړې نو بېشکه ته غالب او د حکمت څښتن يې.
سعيد بن جبير رضي الله عنه يو واري ټوله شپه په دې آيات تېره کړه:
وَامْتَازُوا الْيَوْمَ أَيُّهَا الْمُجْرِمُونَ. (یس ۵۸)
ژباړه : اې مجرمانو! نن ورځ (د قيامت په ورځ) (د فرمانبردارو انسانانو) څخه جلا سئ.
پنځم: کوم آيتونه چي تلاوت کوې نو زړه دي د هغوى تابع و ګرځوه د مثال په ډول که چيري د رحمت آيت ولولې نو زړه دي د خوشحالۍ ډک کړه او که د عذاب آيات راسي نو زړه دي د وېري څخه ورپوه.
شپږم: غوږونه به دومره متوجه کړي چي ګويا الله جل جلاله پخپله کلام فرمايي او دى يې اوري. الله جل جلاله دي يوازي پخپله مهربانۍ او فضل سره د دې آدابو سره د تلاوت توفيق ما او تاسو ته راکړي.
مسئله : دومره اندازه قرآن يادول چي لمونځ په روا کېږي پر هر مسلمان باندي فرض عين دي او د ټوله قرآنکريم يادول فرض کفايي دي که خداى جل جلاله مکړه هيڅوک حافظ نه وي ټوله مسلمانان ګنهکاران کېږي بلکي زرکشي رحمة الله علیه د ملا عالي قارى رحمة الله علیه څخه نقل کړى دئ: چي په کوم ښار يا کلي کي د قرآنکريم لوستونکى نه وي نو ټوله ګنهکاران دي اوس د ګمراهۍ او جهالت په زمانه کي عامه آوازه دا هم ده چي د قرآنکريم يادول بې فايدې کار دئ او د قرآنکريم الفاظ په تکرار سره لوستل بې عقلي بلل کېږي، د الفاظو يادول يې د دماغ کمزورى بلل کېږى او د وخت ضايع کېدل بلل کېږي، که چيرى زموږ دا د بې دينۍ وبا خپره وي پر دغه موضوع به مي يو څه په تفصيل سره ليکلي واى خو دلته هره ادا مرض دئ او هر فکر د باطل لورى ته راخېژى پر کوم شى باندى ژاړې او د چا څخه شکايت کوې.
فَاِلى المشتکى والله المستعان.
ماخذ: فضايل اعمال، کندهارۍ پښتو