څونده چي صدقه زیاتيږي، رزق هم هغونده ورسره زیاتیږي، نو صدقه دي ډېره کړه.
څونده چي په لمانځه کي عاجزي او خشوع زیاتیږي، هغونده د لمانځه خوند ورسره زیاتیږي، سکون پیدا کیږي.
آخ! څونده چي د مور او پلار سره نیکي کول زیاتیږي، هغونده ژوند رنګین او مالا مال کیږي.
خو فکر مو کړی دی، موږ د صدقې پر ځای پر انټرنیټ پیسې لګوو او د لمانځه او مور او پلار وخت مو بیا و فیسبوک او وټس اپ ته ورکړی دی.
د حلالي نفقې لار را معلومه ده، خو موږ حرامو ته مخ کړی.
آه ښه موږ خو به و جنت ته تلونکې لار ورکه کړې نه وي؟ زموږ خو به قیامت هېر سوی نه وي؟
www.taleemulislam.net