علامه اقبال رحمه الله د حل لار داسې ښودلې :
غافل مَنَشین نه وقتِ بازی ست
وقتِ هنر است و کارسازی ست
یعني : دا وخت د غفلت نه دی او نه هم د مستیو او د لوبو بلکي دا وخت د هنر، کارسازي، اختراعاتو او پرمختګ دی ځوان د مشرانو پرتله قوت جسماني او مشقت سره مقابلې کولو توان ډېر لري دای کوی شي چي هر ناممکن کار ممکن کړي نو باید تم نشي.
ړومبى موږ باید د الله په دین متحد شو،زه پښتون، تاجک، اوزبک، نه بلکه له هرڅه مخکي مسلمان یم، دوهمه په همدې بنسټ د خپل نوي نسل بهترینه اسلامي تربیه وکړو چي هغوي په اصلي معنی مسلمانان لوی شي، ځکه د همدوي په لاسونو کي زموږ راتلونکي ده اسلام د قران او حدیث د سوري لاندې سپيڅلې کړنلاره لري چي زموږ د عروج لامل ګرځېدى شي بيلګې یې موږ په ماضي کي لېدلی دي، همدا مزل او موخه وګرځوو، لرې نه ده چي د نړۍ په سر بیرته خپل حاکمیت او واک ترلاسه کړو.
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله (ګڼه۲۷)
www.taleemulislam.net