رالېږونکی: فرید احمد فراهي
په پښتو ژبه خبري کول اسانه دي ، خو لیکل یې یو څه ستونزمن دي . دا ځکه چي په پښتو کي څو ډوله (یې ګاني) شتون لري چي د هغوی بې ځايه کارول د لیکني مطلب اړوي . نه یواځي په لوستلو کي ستونزي را منځ ته کوي بلکه د مطلب معنی هم اړوي . ددې لپاره چي په لوستلو کي ستونزي را منځ ته نه شي او د مطلب معنی د لیکونکي د ذهن سره برابر ولوستل شي ، ډیره زیاته اړینه ده چي هره (ی) پر خپل ځای و کارول شي ،چي په دې ترتیب به د مضمون ارزښت لا زیات لوړ شي .
په پښتو کي پنځه یې ګاني شتون لري چي هغه دادي:
ی ، ي ، ې ، ۍ ، ئ
لمړی بې ټکو ( ی ) :
د نارینه نومونو لپاره ،په صفتونو او کار کولو (فعل) کي په پورته آوازکارول کیږي لکه :
سړی ، سوټی ، دبلی ، منګی ، ګلالی ،بچی ، زمری ،لوی ، نری ، لالی ،خټکی ، کابلی ،کندهاری ،هراتی ، مزاری او داسی نور ....
دوهم څنګ پر څنګ ټکي لرونکې ( ي ) :
په صفتونو ، کار کولو (فعل) او نارینه جمعي نومونو کي په کښته آوازکارول کیږي لکه :
سړي ، سوټي ، منګي ،نري ، خټکي ،تللي دي ، رابه سي ، راځي ، ځي ، خوري ، چیښي ، کالي ، خپلوي ، دوستي او داسی نور ...
دریم سر پر سر ټکي لرونکې ( ې ) :
په ښځینه نومونو او صفتونو کي په اوږد او پورته آواز کارول کیږي لکه :
شلومبې ، پټاټې ، پستې، ادې ، مستې ، شیدې ، لندې، خورې ، ځې ، راځې ، خوږې، و لاړې ، ، کږې ، زیږې ، ورستې ، او داسی نور ...
څلورم لکۍ لرونکې ( ۍ ) :
په ښځینه (مونث) نومونو کي په لږ اوزد آواز کارول کیږي لکه :
هګۍ ، بګۍ ، ډوډۍ کابلۍ، ، نجلۍ ، سپوږمۍ ،هیلۍ ، ګلالۍ، مزارۍ ، نتکۍ ، جلبۍ ، خوارکۍ ، خورکۍ ،کندهارۍ ، هراتۍ او داسي نور ...
پنځم همزه لرونکې ( ئ ) :
په جمع فعلونو او نارینه کاروکونکي نومونو کي کارول کیږي لکه :
ښوونکئ ، ځغستونکئ ، را تلونکئ ، خوړونکئ ، ژړیدونکئ ، او رونکئ ، ګورئ ،اورئ ، ځئ ، راځئ ، حساب ور کوئ ، حساب اخلئ ، حساب منئ ،کښېنستئ ، ولاړئ ، راغئ او داسی نور ...
--------------
امریه ( ئ) لکه: راسئ ، ولاړ سئ ! کښينئ !