تازه سرليکونه
د (ادبي ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
یو شعر څو خبري ( شپږمه برخه/ احمدفاني)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 2, 2024
  0

 لیکنه: حبیب الله قلم مل/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

یو شعر څو خبري

 (شپږمه برخه) 

 

احمد فاني د کندهاري ادب پرلمن یوه روښانه او ځلانده څېره ده، د لوي کندهار ادبي بهیر د فعاله،  زیار کښو او مخکښو کسانو له جملې څخه دئ.


د نوموړي ژوند لیک او د ده په اړه لیکنه وګورئ.


د شاعر لنډه پېژندنه


نوم: احمد فاني


د پلار نوم: نور احمد


د نیکه نوم: نېک محمد


د اوسیدو اصلي ځاي: ده خواجه، ۵ ناحیه


د اوسیدو اوسنۍ ځای: لویه ویاله، ۹ ناحیه


عمر: ۴۵ کاله


زده کړه: لسانس، پښتو ادبیات کندهار پوهنتون

 
شغل: ښوونکی


مدني حالت: متاهل


اولادونه: اته


د شاعرۍ پیل: ۱۳۷۰


چاپ اثار


۱: زړه په لاس کي شعري ټولګه


۲: ولي نه پر دواړو سترګو. (شعري ټولګي)


۳: په ادلیاتو کي د اسطورو اهمیت.(څېړنه)


ناچاپ اثار


۱: ښه شعر څنګه ولیکو 


۲: د شیدا په اشعارو د پوهېدو کوډونه


۳: د معماوو د حل تاکتیکونه 


۴: د ژبپوهني ځیني مسایل 


۵: پر مختلفو کتابونو د سريزو مجموعه


۶: د لنډیو کره جوړښت او ډولونه یې


۷: د پښتو شعر پښتو قافیه.(څېړني)


۸: دریمه شعري ټولګه


۹: زر بیته شعر په یوه قافیه کي


۱۰: لنډه کي شعرونه


۱۱: ژوندۍ خاطرې


۱۲: لنډي ادبي ټوټې(تخلیقات)


ښاغلي فاني د ادب د مینانو لپاره یې خپل زده کړي څه بیرته  د ادب پر مینانو ویشلي دي نو ځکه د کندهاري شاعرانو په منځ کي په استاد شعراء سره هم یادیږي، وخت پر وخت یې د کندهاري شاعرانو لپاره لکچرونه برابر کړي وي او تر خپل وس پوري یې ځان نه دی درېغه ولی.

فاني صاحب یوازي ښه لکچر ور کوونکی نه دی، نه یوازي په شعر ښه پوهیدونکی دئ؛ بلکي د ښه شعر لیکوونکی هم دی راخئ چي لاندي غزل یې د تحلیل سره یو ځای مطالعه کړو.

 

په خپل احساس لکه پرهر ژوندی یم
زه د دردونو په اثر ژوندی یم


فاني صاحب د ژوند کولو لپاره د نورو انسانانو خلاف تګلاره انتخاب کړېده؛ نور خلګ چي کله په دردونو کي واقع سي نو فریاد کوي او وایی چي زه به ددې دردونو په وجه مړ سم او دا احساس به ما نور د ژوند وروستي پړاو ته ورسوي خو فاني وایی که زه ژوندي پاته یم او یا پاته کیږم همدا دردونه دي چي ماته یې ژوند راکړي دی، دا تګلاره د اصل انسان شعار دی چي ژوند د کړاوونو، دردنو او مصیبتونو مجموعه بولي، که یې ونه زغمې وبه مري، ریښتیا هم د هغو انسانو ژوند که مطالعه سي چي هغوی دردونه، کړاونه منلي په معنوي لحاظ ژوندي دي؛ ځکه د درد د زغملو وروسته د عمل نتجه را وزي چي د هغه په اثر انسان ته د مادي او معنوي ژوند بقاء حاصلیږي. 

 

نن که مي ووژنې، چي شپه تېره سي
سبا به بیرته لکه لمر ژوندی یم


د فاني صاحب د شعر یو کمال دا دی چي نوموړی همېشه د طبعیت سره ډیره اړیکه ساتي او د طبیعت زیات شیان د شعر لپاره د اسبابو په څېر کاروي. لکه په پورته بیت کي چي شپه ده سبا دی او بیرته ژوند دی. نوموړی تاته نه وایی چي که مي مړ کړي بیا به را ژوندی سم نه لافي وهي چي که سل ځله زما د مرګ پلان جوړ کړي نه مي سې وژلاي؛ بلکي تاته داسي یو تنبه درکوي چي نور تا قانع کړي چي ریښتیا هم په بیرته ژوندي کېدلو ایمان او باور لرې او دا د مسلمان عقیده ده چي موږ به بیا راژوندي کیږو او لکه لمر چي د شپې وروسته بیا راځي موږ به همداسي بیرته د معنوي ژوند د بقاء لپاره ژوندي کیږو. د هر شعر څخه په سلګونو او زرګونو معناوي اخستل ددې بیت څخه زه یوه بله معنا هم اخلم، هغه دا چي که یو څوک د یوچا د کمزوري معرفي کولو لپاره لاس په کار سي او دونه کار وکړي لکه شپه چي ددې دونه لوی لمر مخ  په خپله توره لمن د انسانانو څخه پټ کړی خو چي څنګه د روښانه حقیقت سبا مخ پر را واوړي بیرته ښکاره سي او بیا د انسانانو د استفادې وړ وکرځي. حقیقت، حقیقت دی نه پټیږي. 


ستا د فشار عکس العمل به وي چي
زه دي پر ضد لکه فنر ژوندی یم


ما مخکي وویل چي فاني صاحب د خپلي ټولني د اشیاوو څخه کار اخلي بې روحه شیانو ته شخصیت ور کوي او هغه داسي استعمالوي لکه زیروحه مخلوق، مثلا د انسان د پر بل انسان د فشار یا زور اچولو د عکس العمل فشارته داسي مثال پیدا کوي چي هم شعر په هنری سوی دی  او هم د خپل ادعا لپاره یې ښه مثال پېش کړی، لکه فنر د فنر خاصیت دا دی چي هر څه یې پېچې په هغه اندازه زور اخلي نو شاعر هم وایی چي ستا د عمل عکس العمل  وو چي زه دي په وړاندي ودرېدم او د ځان لپاره مي د کامیابۍ لاره هواره کړه هغه خبره ده چي وایی د مرګ سره ډغري ووهه چي ژوند درته حاصل سي. 


که ته را تېر سولې پر سره اشاره
مخکي دي زه لکه خطر ژوندی یم


سره اشاره په ترافیکي قانون کي دا معنا لري چي که تر تېر سولي ځان دي د هلاکت کندي ته واچوی نو شاعر په ښکاره ډول نه وایی چي انسان باید قانون مات نه کړي؛ بلکي د مثال په راوړلو سره خپل مخاطب پوهه کوي چي دقانون خلاف عمل د انسان د بر بادی سبب کیږي دا که شرعي قانون وي او یا دونیایي قانون وي ځکه قانون د ژوند د بقاء لپاره جوړیږي نو چي کله نه وي ژوند به نیمګړی وي. نو شاعر وایی چي د غلط سړي په وړاندي به همیشه ولاړ یم. 


د خپلو خلګو د ژوندون په خاطر
احمد فاني لکه محشر ژوندی یم


شعر د رمز ژبه ده که د رمزي حالت څخه ووزي بیا هغه کیفیت، ماهیت او خوند نه وي چي تمه ورته کیږي؛ نو فاني صاحب هم ټولي د کار خبري د رمز په ژبه کړي دي. طبعي خبره ده چي د کار سړی به همېشه په دې خاطر په کړاوونو کي وي چي د خلګو د ارام لپاره ځان په تکلیف کي کړي تر څو نور هوسا سي نو شاعر دا خبره نه کوي چي زه ستاسو لپاره دونه پر ځان خواري تېروم؛ بلکي یو مثال ذکر کوي او په دې سره هر سړی د خپل استعداد مطابق معنی اخلي په محشر کي به څونه کړاوونه وي. محشر خو یو حالت دئ، شاعر دی حالت  شخصیت ورکړی دی او داسي یې ښودلې ده چي ګواکي په محشر کي چي کوم بد حالت دی ما هم ددې حالت پر ځان منلو لپاره ستاسو سوکالي تر لاسه کړه او تاسو ته مي د ارام راوړلو لپاره سختۍ پر ځان منلي دي. 

 

نوربيا... 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته